د افغانستان په جنوب کې میشتو امریکایی او افغان پوځیانو په خپلوکې په نښتې لاس پورې کړ

گزارشگر:یک شنبه 15 اسد 1396 - ۱۴ اسد ۱۳۹۶

قندهار \ باختر دزمری دمیاشتې ١۴ :
mandegar-3د افغانستان په جنوب کې میشتو امریکایی او افغان پوځیانوپه خپلوکې په نښتې لاس پورې کړ.
دغه جګړې نن سهار په قندهار ولایت کې په یوه پوځی اډه کې ونښت.
د را رسیدلو خبرونو له مخې: امریکایی پوځیانو په قندهارکې سرحدی لوا ته د ننوتو په وخت کې د افغان پوځیانو لارښوونه ته پاملرنه ونه کړه او دا کار د دواړو لورو ترمنځ د نښتو سبب شو.
د افغانستان په جنوب کې د ملی اردو یوه جګپوړی قوماندان باختر آژانس ته وویل چې په دغو جګړوکې دواړو لورو ته د سر زیان اوښتى دى.
ده وویل چې دغه جګړې د نورو پوځیانو په منځګړیتوب پاى ته رسیدلې او په دې برخه کې څیړنې پیل شوې دی.
د دغونښتو له امله د سر احتمالی زیانونو د اوښتو شمېر تر اوسه پورې څرګند نه دى.

اشتراک گذاري با دوستان :

Comments are closed.