قومی مشران: د ننګرهار په اچین کې د محلی پولیسو قوماندان عام خلک وژنی

گزارشگر:چهار شنبه 18 اسد 1396 - ۱۷ اسد ۱۳۹۶

mandegar-3د اچین ولسوالۍ یو شمېر قومی مشران او د سیمې خلک ادعا کوی چې په دې ولسوالۍ کې د محلی پولیسو قوماندان بلال پاچا عام خلک د داعش او طالب په نوم وژنی او په مختلفو بهانو یې ځوروی.
دوی وایی، بلال پاچا د یکشنبې په ورځ هم په دې ولسوالۍ کې یو تنکی ځوان چې له هېڅ یوې ډلې سره‌یې اړیکې نه‌درلودې، وژلی دی.
دغو خلکو د یکشنبې په ورځ د دغه وژل شوی ځوان جسد د اعتراض په توګه، د ولسوالۍ مقام ته وړی و او له چارواکو یې غوښتنه کوله چې پر وژل شوی کس دې ثابته کړی چې له کومې ډلې سره‌یې اړیکه درلوده.
د اچین ولسوالۍ اوسېدونکی حیات‌الله چې د وژل شوی ځوان د تره زوی دی، ازادی راډیو ته وویل چې بلال پاچا دغه کس د نورو په لمسون، د شخصی دښمنۍ له امله وژلی.
ښاغلی حیات‌الله وویل: “دغه کس‌یې په دې تور ویشتلی چې امارتی دی، خو دا کس امارتی نه‌و. هېڅ‌چا سره‌یې اړیکې نه‌درلودې، دا کس‌یې په شخصی مسئله کې وژلی، ځکه هغه بل کال‌یې د دې کس ورور وژلی و، خو بس بله مسئله نه‌وه، بس دې کس نه به ډارېده او اخر یې وواژه.”
د اچین ولسوالۍ قومی مشر ملک محمدالله شینواری هم وایی چې وژل شوی کس هېڅ یوې ډلې سره اړیکه نه‌لرله.
نوموړی وایی، بلال پاچا په قومی شخړو کې هم ځان ښکېل کړی او په خبره‌یې، څه موده وړاندې یې قومی ځمکه هم پر خلکو توزېع کړې وه.
ملک محمدالله شینواری وایی: “بس دغسې کار یې شروع کړی چې موټر نه پیسې اخله، خلک په یوه او بل نوم ځوروه او بل زموږ شخصی د یوې تپې ځمکه وه، همدې پاچا په خپل سر په نورو خلکو په خپل زړه توزېع کړې ده.”
خو د ولایت ویاند عطالله خوګیاڼی وایی چې یادو خلکو خپل شکایتونه ولایتی ادارې ته رسولی او د ولایت مقام په دې اړه څېړنه کوی.
د وژل شوی کس په اړه خوګیاڼی وویل چې لومړنی معلومات ښیی چې دغه کس محلی پولیسو نیولی وو، خو کله چې یې ترې د تېښتې هڅه کوله، د دوی له‌خوا په ډزو وژل شوی.
ښاغلی خوګیاڼی وویل: “د بلال پاچا په ډزو یو کس وژل شوی، زموږ لومړنی معلومات ښیی چې دغه کس له پوستې نه وسله اخیستې او تښتېده چې بیا لګېدلی، خو ولسونه وایی چې دغه کس هېڅ ډلې سره اړیکې نه‌درلودې او بې‌ګناه وژل شوی، خو د ننګرهار والی ګلاب منګل دا قضیه جدی نیولې ده او په دې اړه پلټنې روانې دی.”
په ورته وخت کې په ولسی جرګه کې د ننګرهار د خلکو استازی عصمت شینواری هم وایی، د بلال پاچا په اړه ده سره هم ولسونو شکایتونه شریک کړی او ده ولایتی ادارې ته په وار وار د خلکو اندېښنې رسولی، خو په خبره‌یې،تر اوسه‌یې هېڅ اقدام نه‌دی کړی.
عصمت شینواری زیاتوی: “دغه پرون‌یې هم یو کس ویشتلی، دا به وروسته معلومېږی، هلته خلک له ده نه تر پوزې راغلی، خو حکومت له هر څه خبر دی، بیا هم موږ نه‌پوهېږو چې ولې حکومت د داسې خلکو په وژنه غلی پاتې کېږی؟ زه وایم دغسې کسان باید د قانون منګولو ته وسپارل شی.”
د اچین ولسوالۍ د یو شمېر اوسېدونکو په وینا، که چېرې دا ځل ولایتی ادارې د دوی غوښتنې ونه‌منلې، دوی به د جلال‌اباد او تورخم لویه لاره د ترافیکو پر مخ بنده کړی او همدارنګه له حکومتی ادارو سره به خپلې اړیکې پرې کړی.

اشتراک گذاري با دوستان :

Comments are closed.