کابل د مسکو ځواب کې: د امریکا شتون د ترهګرۍ په وړاندې مبارزه کې مهم دی

گزارشگر:چهار شنبه 25 اسد 1396 - ۲۴ اسد ۱۳۹۶

mandegar-3د افغانستان حکومت په افغانستان کې د امریکایی پوځیانو شتون په سیمه کې د ترهګرۍ په وړاندې د مبارزې لپاره مهم ګڼی.
د ولسمشر مرستیال ویاند نجیب الله ازاد د سې شنبې په ورځ له ازادی راډیو سره دا خبرې د افغانستان لپاره د روسیې د ولسمشر د ځانګړی استازی ضمیر کابلوف د هغه څرګندونو په غبرګون کې وکړې چې ویلی دی بهرنی پوځیان دې له افغانستانه ووزی.
ښاغلی ازاد وویل چې د کابلوف څرګندونې غیر مسؤلانه او د افغانستان په چارو کې ښکاره لاس وهنه ده.
نوموړی زیاته کړه: “په افغانستان کې د امریکایی ځواکونو موجودیت په سیمه کې د ترهګرۍ په وړاندې په مبارزه کې مهم رول لری، دوی له افغانستان سره د امنیتی ستراتیژیک تړون او د ترهګرۍ په وړاندې د مبارزې د نړیوالو قوانینو له مخې د افغان ځاکونو ترڅنګ ولاړ دی، خو دا چې روسیه په افغانستان کې د بهرنیو پوځیانو له موجودیته څه اندېښنه لری، دا باید دوی خپله ځواب کړی.”
دا په داسې حال کې ده چې ضمیر کابلوف تېره ورځ له یوې روسیی ورځپاڼې سره په خبرو کې ویلی چې امریکا او ملګرو یې په افغانستان کې د داعش او ترهګرو په وړاندې په مبارزه کې ماتې خوړلې او باید خپل پوځیان له دې هېواده وباسی.
ښاغلی کابلوف دغه شان ویلی چې روسیه په افغانستان کې د امریکایی ځواکونو له موجودیت سره ستونزه نه لری، خو دوی د ترهګرۍ په وړاندې جګړه کې د پام وړلاس ته راوړنې نه لری.
دغه روسی چارواکی شخصی امنیتی کمپنیو ته د افغانستان د جګړې سپارل د امریکا د ماتې په معنی بللې ده او ویلی دی چې جګړه په دې شکل نه ګټل کېږی.
په ورته وخت کې طالبانو هم په یو سرخلاصی لیک کې چې د امریکا ولسمشر ډونالد ټرمپ ته یې لېږلی او له رسنیو سره یې هم شریک کړی له نومړی غوښتی چې امریکایی پوځیان له افغانستانه وباسی.
دا لومړی ځل نه دی چې روسی چارواکی په افغانستان کې د ترورېزم په وړاندې د امریکا د جګړې د ناکامۍ خبره کوی بلکې له دې وړاندې په کابل کې د روسیې سفیر الکساندر مانتیسکی ویلی وو نه پوهېږی امریکا په افغانستان کوم اهداف تعقیبوی چې د ترورېزم په وړاندې په جګړه کې نه بریالی کېږی.
هغه د افغانستان د مشرانو جرګې د نړیوالو چارو د کمېسیون په غونډه کې ویلی چې د افغانستان مسئله په جګړه نه حل کېږی او دوی هڅه کوی طالبان د سولې خبرو ته وهڅوی.
خو د یادونې ده چې دا هېواد «روسیې» له دې وړاندې له وسله والو طالبانو سره د وسلو او پیسو په همکارۍ تورن شوی او د راپورونو له مخې د افغانستان د شمال په یو شمېر ولایتونو کې د داعش وسله والو پرضد طالبان تجهیزوی هغه مسئله چې روسیې رد کړې ده.
په ورته وخت کې د امنیتی چارو کارپوهان که څه هم په افغانستان کې د ناټو او امریکا د ماموریت څرنګوالی د انتقاد وړ ګڼی، خو وایی له افغانستانه د یادو ځواکونو وتل نویو جګړو ته لاره هواروی.
له ډلې یې جنرال داود امین د سې شنبې په ورځ ازادی راډیو ته وویل: “د امریکا او ناټو هغه ځواکونه چې له افغانستان سره د مرستې لپاره راغلل، دوی هم یو څه ستونزې درلودې خو دا نه شی کېدای چې روسان وایی دوی دې له افغانستانه ووزی ځکه دوی ناکام دی ،نو دا به یوه بله جګړه وی چې روسان به یې د خپلو ګټو په خاطر په افغانستان کې شروع کوی.”
په ورته وخت کې د ولسی جرګې یو شمېر غړی وایی، د افغانستان ناامنیو د روسیی په ګډون یو شمېر ګاونډیان هم اندېښمن کړی دی او ورنه د خطر احساس لری.
د دې جرګې غړې ارین یون وایی، امریکا باید په افغانستان کې د امنیت د ټینګښت او د ترورېزم په وړاندې د جګړې د بریالی کېدو په هدف په خپلې ستراتیژۍ کې بدلون راولی او دغه شان په پوځی برخه کې له افغانستان سره خپلې مرستې زیاتې کړی.

اشتراک گذاري با دوستان :

Comments are closed.