د بلخ چمتال او چاربولک کې نوی پوځی عملیات

- ۲۹ اسد ۱۳۹۶

په بلخ ولایت کې ځایی چارواکی وایی له چمتال او چاربولک ولسوالیو څخه د اورپکو د شړلو لپاره یې ځمکنی او هوایی عملیات پیل کړی. . د بلخ د والی ویاند وایی والی عطامحمد نور هم چمتال ته ورغلی او د قول اردو له قوماندان سره یو ځای د جنګ په مدیریت کې برخه اخلی. هغه سخته نښته چې د بلخ په چمتال ولسوالۍ کې له څو کلیو د افغان امنیتی ځواکونو د شاتګ لامل شوه د یاد ولایت والی او په دغه ولایت کې د قول اردو قوماندان پښې یې د جګړې لومړۍ کرښې وروڅولې.
ځایی چارواکی وایی اورپکو په دې وروستیو کې جګړې ته زور ورکړی. د بلخ د والی ویاند منیر فرهاد بی بی سی ته وویل اورپکو له ورڅېرمه ولسوالیو څخه پر چمتال منظم بریدونه کړی او د امنیتی ځواکونو له مقاومت سره مخامخ شوی.
ښاغلی فرهاد وایی اوس هم هلته نښته روانه ده او نور امنیتی ځواکونه هم ور رسېدلی دی:
“چمتال ولسوالۍ ته مو د هوایی ځواک له ملاتړ سره یو ځای کافی اندازه ځواکونه واستول چې پرون یې هم په هوایی بریدونو کې ګڼ مرکزونه په نښه کړل شپږ تنه دښمنان وژل شوی او پنځه یې ټپیان شوی. همدا اوس د ۲۰۹ شاهین قول اردو قوماندان په چمتال او چاربولک کې د عملیاتو د ښې رهبرۍ په موخه هلته تللی.
وضعیت په قابو کې دی او د کومانډو او ضربتی ځواکونو په ګډون کافی اندازه ځواکونه هلته شته او په ګډه کار کوی.”
د افغانستان په شمال کې د شاهین قول اردو چارواکی هم وایی افغان امنیتی ځواکونه د پرمختګ په حال کې دی او تر اوسه یې د طالبانو څو مرکزونه په نښه کړی. د دغې قول اردو مطبوعاتی مرستیال نصرت جمشیدی وایی له دغو ولسوالیو د اورپکو له شاته کولو سره چاڼیز عملیات هم پیلېږی:
“په دې ورځو کې پر امنیتی ځواکونو بریدونه نسبتا ډېر شوی وو، نن سهار وختی خپله والی له مرستندویه ځواکونو سره یو ځای سیمې ته لاړ او د چمتال ولسوالۍ د جګړې مدیریت یې خپله په غاړه اخیستی.
ان شاءالله تر یوې یا دوه راتلونکو ورځو به د چمتال او چاربولک ولسوالیو ټولې برخې له وسله والو مخالفینو پاکې شی.”پد انځور حقوقBALKH.AF
چارواکی وایی افغان ځواکونه د ملکی وګړو د مرګ ژوبلې د مخنیوی په موخه له یو شمېر کلیو وتلی چې اوس بیا د برید په حال کې دی. تر اوسه طالبانو په دې تړاو څه نه دی ویلی.
له دې وړاندې بلخ د افغانستان په شمال کې له نسبتاً امنو سیمو ګڼل کېده، خو په دې وروستیو کې وخت ناوخت د وسله والو مخالفینو او امنیتی ځواکونو د خال خال نښتو شاهد وی.

اشتراک گذاري با دوستان :

Comments are closed.