افغانستان د پاکستان ځواب کې: کابل او ډهلی د ترورېزم په وړاندې ګډ هدف لری

گزارشگر:یک شنبه 2 میزان 1396 - ۰۱ میزان ۱۳۹۶

mandegar-3جمهوری ریاست د افغانستان او هندوستان تر منځ د اړیکو د څرنګوالی په اړه د پاکستان د صدراعظم د څرګندونو په غبرګون وایی، افغانستان یو خپلواک هېواد دی او خپلې  اړیکې د ملی ګټو پر بنسټ پالی.
د ولسمشر د ویاند مرستیال دوا خان مینه پال د شنبې په ورځ ازادی راډیو ته وویل، د افغانستان د اړیکو په اړه دې څوک اندېښنه نه لری، ځکه دا اړیکې د کوم بل هېواد په زیان نه دی.
ښاغلی مینه پال زیاته کړه:
«افغانستان یو خپلواکه هېواد دی او له هر هېواد سره اړیکې خپلو ملی ګټو ته په پام سره پالی، موږ او هندوستان د اقتصادی اړیکو تر څنګ د ترهګرۍ سره د مبارزې په برخه کې هم یو ګډ هدف لرو، ځکه ترهګری دواړو هېوادونو ته یو ګواښ دی.»
ښاغلی مینه پال وایی، له هیڅ هېواد سره هم د افغانستان اړیکې د بل هېواد په خلاف نه دی.
د پاکستان سرپرست صدر اعظم شاهد خاقان عباسی په دې وروستیو کې د خپل سیال هېواد هندوستان اړیکې له افغانستان سره له زغمه وتلی بللی دی.
ښاغلی عباسی د پنجشنبې په ورځ د نیویارک د بهرنیو اړیکو د شورا غونډې ته وویل، که هند غواړی له افغانستان سره اقتصادی مرستې وکړی خوښه یې، خو نه غواړو او نه یې منو چې په افغانستان کې د هند دسیاسی او یا د پوځی رول شاهدان اووسوو.
په ورته وخت کې د مشرانو جرګې یو شمېر غړی د افغانستان او هند د اړیکو د څرنګوالی په اړه د پاکستانی چارواکو څرګندونې ښکاره لاسوهنه بللې ده.
د دغې جرګې غړی جمعه الدین ګیانوال ازادی راډیو ته وویل، افغان حکومت باید د دا ډول څرګندونو تر اغېز لاندې رانشی بلکې له هندوستان سره خپلې شته اړیکې لا پیاوړی کړی.
نوموړی زیاته کړه:
«دا د پاکستان ښکاره مداخله ده په داسې حال کې چې افغانستان حق لری له هر هېواد سره چې دوی واغواړی نظامی، امنیتی، اقتصادی، کلتوری او په نورو برخو کې تړونونه لاسلیک کړی او پراخې اړیکې ولری.»
دا څرګندونې داسې مهال کېږی چې د افغانستان او جنوبی اسیا لپاره د امریکا په نوې ستراتژی کې د امریکا ولسمشر ډونالد ټرمپ په افغانستان کې د هندوستان د رول د ډېرېدو ویلی او کابل او نوی ډیلی یو له بل سره د ستراتژیکو همکاریو تړون لری.
دغه تړون چې په ۲۰۱۱ میلادی کال کې لاسلیک شوی له مخې یې دواړه هېوادونه د پوځی همکاریو په شمول په بېلابېلو نورو برخو کې هم اړیکې جوړولی شی.

اشتراک گذاري با دوستان :

Comments are closed.