پوهنې وزارت: نوی پلان به مو سیسټم کې د اصلاحاتو نتایجو ته نېږدې کړی

گزارشگر:دوشنبه 3 میزان 1396 - ۰۲ میزان ۱۳۹۶

mandegar-3د افغانستان د پوهنې وزارت وایی، د پوهنې د درېیم ملی ستراتیژیک پلان له پلی کېدو سره به د تدریس کیفیت ښه، ظرفیتونه به لوړ، د بې‎سوادۍ اوسنۍ شمېره به کمه او د ښوونکی او زده کوونکی ترمنځ به د تعلیم رېښتینې اړیکه ټینګه شی.
د دغه وزارت سرپرست او تدریسی مرستیال ابراهیم شینواری د یکشنبې په ورځ په کابل کې د چارو پوهانو او د هېواد د ۳۴ ولایتونو د پوهنې رئیسانو ته، د دغه پلان د تشریح کولو پر مهال وویل، یاد پلان به مو د هېواد د پوهنې په سیسټم کې د اصلاحاتو نتایجو ته نېږدې کړی.
ښاغلی شینواری د دغه پلان د اهدافو په اړه وویل:
«د خوندی درسی چاپیریال په رامنځته کولو کې به د پوهنې وزارت خپلو هدفونو ته نېږدې، د ښوونکو او زده‎کوونکو شمېر به زیات، د زده‎کوونکو د نتیجو د ارزونې سیسټم به جوړ، ځوانانو او لویانو ته به د سواد د زده‎کړو کې پروګرامونو تنظیم، د ځانګړو اړتیا لرونکو ته به د زده‎کړو زمینې برابرې، په بیړنیو حالاتو کې به د زده‎کړو پروګرامونه جوړ، په پوهنه کې به د ټولنې او کورنیو ونډه شامله، د وزارت د کار کوونکو ظرفیتونه به لوړ او د څار او ارزونې داسې سیسټم به جوړ شی چې چارې په دقت سره وڅېړی.»
ښاغلی شینواری وویل، د دغه ستراتیژیک پلان پرمټ به، د سل زرو ښوونکو او د ښوونځیو د ۱۵۰۰۰ مدیرانو مسلکی مهارتونه هم لوړ شی.
د ده په خبره ۲۵۰۰ ښوونځی به د معلوماتی تکنالوژۍ په پرمختللو وسایلو تجهیز او۴۵۰۰ نوی درسی صنفونه به جوړ شی.
سربېره پر دې چې ۵۰۰۰۰۰ خلک به د سواد له نعمته برخمن شی، څه باندې ۴ میلیونه کسان چې اوس‎مهال له ښوونځیو پاتې دی په ښوونځیو کې شامل او ۷۴ زره کسان به د پوهنې وزارت د کار د زده‎کړو له پروګرامونو فارغ شی.
له دوه زره لومړی کال راهیسې دا درېیم سټراټیژیک پلان دی چې په هېواد کې د پوهنې د کچې د لوړولو په هدف، د پوهنې وزارت له‎خوا جوړېږی.
د پوهنې وزارت وایی، اوس د هېواد په ۱۷۴۰۰ ښوونځیو کې څه باندې نهه میلیونه ماشومان په زده‎کړو بوخت دی چې ۴۰ فیصده یې نجونې دی.
دا په داسې حال کې ده چې د دغه وزارت د معلوماتو له مخې دا مهال په ټول هېواد کې څه باندې ۱۰۰۰ ښوونځی د ناامنیو له امله تړل شوی او څه باندې دوه میلیونه ماشومان چې د زده‎کړو جوګه دی، له لیک لوسته بې برخې دی.
په ورته وخت کې د پوهنې متخصصین وایی، سره له دې چې اوږد مهاله ستراتیژیک پلانونه کولی شی، د پوهنې د ښه والی لپاره د یو لارښود په توګه وکارول شی، خو د افغانستان په اوسنیو شرایطو کې یې، پلی کول ګران دی.
د دغو کارپوهانو له ډلې په کابل کې د استاد ربانی د ښوونې او روزنې د پوهنځی د ژبو او ادبیاتو د پوهنځی استاد عبدالجبار څپاند ازادی راډیو ته وویل:
«اندیښنه دا ده، دا ډول ستراتیژیک پلانونه چې څنګه طرح کېږی، په هماغه توګه نه پلی کېږی، تر ټولو عمده ننګونه، د دغه پلان پر وړاندې اوسنۍ امنیتی ستونزې، د جدی ریفورم نشتون او داسې نور مسایل دی. زه فکر کوم، دا یوه تخییلی بڼه لری او د پلی کېدو وړ نه‎دی.»
د ښاغلی څپاند په خبره که حکومت امنیت ته پام وکړی او په دولتی ادارو کې د فساد مخه ونیسی، دا ډول پلانونه به په ښه ډول عملی او نتیجه به یې هم د پام وړ وی.

اشتراک گذاري با دوستان :

Comments are closed.