۴میاشتې وروسته په کابل کې د سولې په اړه غونډه جوړېږی

گزارشگر:شنبه 15 میزان 1396 - ۱۴ میزان ۱۳۹۶

mandegar-3د افغانستان د مالیې وزیر وایی، افغان ولسمشر د «سام» په ناسته کې نړیوالې ټولنې ته ویلی چې نېږدې څلور میاشتې وروسته به په کابل کې د سولې په اړه مهمه او یوه لویه غونډه جوړه شی.
اکلیل حکیمی وایی چې کابل د سولې لپاره جوړېدونکې غونډې ته چمتووالی نیسی.
ښاغلی حکیمی چې د سام نړیوالې غونډې مسؤلیت یې په غاړه درلود د جمعې په ورځ یې له خبریالانو سره د غونډې معلومات شریکول وویل چې د سولې جوړېدونکې غونډې ته هیله من دی.
نوموړی زیاته کړه:
«افغان ولسمشر تصمیم نیولی چې نېږدې څلور میاشتې وروسته به یوه لویه ناسته چې په کې به نړیوال دوستان، د سیمې لوبغاړی ګډون ولری او کابل یې رهبری کوی جوړه شی، په ځانګړې توګه زه ورته هیله من یم، څو میاشتو وروسته به په دې برخه کې د ښو پرمختګونو شاهدان اووسو.»
د ښاغلی حکیمی په خبره دغه غونډه چې د روان کال د دلوې په پنځمه په کابل کې جوړېږی، افغان چارواکی، د سیمې د هېوادونو او نړیوالې ټولنې استازی به په کې ګډون وکړی.
اکلیل حکیمی سام غونډه بریالۍ وبلله او وایی چې په ټولو برخو کې یې د نړیوالې ټولنې استازو غوښتنې منلې او د افغان سولې د پروسې لپاره یې ژمنې تازه کړې دی.
ښاغلی حکیمی زیاتوی د «سام» بل غونډه چې په راتلونکې کال کې د مرسته کوونکو هېوادونو د بهرنیو چارو وزیرانو په ګډون جوړېږی، د نړیوالې ټولنې استازی به د خپلو مرستو ژمنې یو ځل تازه کړی.
له دې وړاندې د افغانستان جمهوری ریاست ویلی و د «سام» غونډه د افغانستان لپاره برخلیک ټاکونکې ده چې د اقتصادی مسایلو ترڅنګ به په امنیتی وضعیت هم په کې خبرې وشی.
وروسته له هغې چې امریکا د افغانستان او جنوبی اسیا لپاره خپله استرتیژۍ اعلان کړه او د پاکستان په خاوره کې د تروریستانو د ځالو پر له منځه وړلو باندې ورکې ټینګار شوی، کابل هیله من دی چې له وسله والو طالبانو سره به د سولې خبرې پیل او ښه نتیجه به ورکړی.
افغان حکومت وایی، د «سام» په غونډه کې ورته معلومه شوې چې په راتلونکې څو میاشتو کې د سولې لپاره هیلې زیاتې شوې دی.
په ورته وخت کې د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړی استازی تدامیچی یاماموتو چې له اکلیل حکیمی سره په ګډه خبرې غونډه کې خبرې کولې وویل له وسله والو طالبانو سره د سولې خبرې زیاتې مهمې دی.
نوموړی زیاته کړه:
«دغه غونډه زیاته مهمه ده ځکه په دغه پروسه کې به د افغان حکومت محور د سولې لپاره پر هڅو راڅرخی، له شک پرته به ټول هېوادونه له دغې غونډې ملاتړ وکړی، هغه څه چې مهمه دی هغه دادی چې د سولې لپاره ټولې هڅې به تر یو چتر لاندې راشی او رهبری به یې د افغانانو په لاس کې وی، همداشان نړیواله ټولنه سولې ته زیات اهمیت ورکوی او په هره لاره چې وی له افغان حکومت سره به په دغه بهیر کې مرسته وکړی.»
دا چې په افغانستان کې د سولې د پلی کېدو د څرنګوالی لپاره هیلې زیاتې شوې، خو له دې وړاندې هرځل وسله والو طالبانو له افغان حکومت سره د سولې خبرې رد کړې، اوس به ولیدل شی چې د کابل تازه هڅې څه نتایج له ځان سره لری که څنګه؟

له دې ټولو سره د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړی استازی د افغانستان د سولې په بهیر کې له پاکستان او چین وروسته د روسې رول مهم بولی.

اشتراک گذاري با دوستان :

Comments are closed.