حکومت د قانون د جزا نوی جامع کوډ لوی ابتکار ګڼی

گزارشگر:یک شنبه 21 عقرب 1396 - ۲۰ عقرب ۱۳۹۶

mandegar-3افغان حکومت د قانون د جزا نوی جامع کوډ چې پخوانی ټول جزایی قوانین لغوه کوی، د قانون د ښه حاکمیت په خاطر لوی ابتکار ګڼی.
په افغانستان کې د قانون د ښه حاکمیت په هدف د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالی له قانونه پرته، د دغه هېواد شااوخوا ۳۳ ټول جزایی قوانین له ځینو تعدیلاتو سره په یوه کوډ کې ځای پر ځای شول.
د افغان ولسمشر دوهم مرستیال سرور دانش وایی، د افغانستان قوانین تر ډېره خواره واره وو او ګڼو جزایی قوانینو ناهمغږی رامنځته کړې وه، نو ځکه د جزا د کوډ په نامه د یوې قانونی مجموعې د رامنځته کېدو مهمه اړتیا وه.
ښاغلی دانش چې د شنبې په ورځ یې د قوانینو د دغې مجموعې پرانېسته کوله او ویې ویل چې جزایی قوانین نه یوازې دا چې همغږی نه وو، بلکې دې ته هم اړتیا وه چې بیا کتنه یې وشی، اصلاحات پکې راشی او په اسانه توګه د فهم وړ وی.
ښاغلی دانش زیاته کړه:
«د جزا قانون سره له دې چې نوم یې د جزا قانون و، په کار وه چې ټول د جزا قوانین په همدې کې وای، خو داسې نه وه، اوس یې که سره پرتله کړو، د جزا نوی کوډ له پخوانیو قوانینو ۵۰ فیصده ه ډېر څه لری.»
د افغانستان له جزایی او مدنی قوانینو شااوخوا ۴۰ کاله تېر شوی او افغان حکومت اوه کاله وړاندې په جزایی قوانینو د بیا کتنې او تعدیل ژمنه کړې وه.
د جزا کوډ چې حکومت یې د جزا جامع قانون بولی، په ۹۱۶ مادو اوو فصلونو او دوو ټوکونوکې چاپ شوی دی.
دا قانون چې تعزیری جرمونه او جزاګانې تنظیموی، د حدودو، قصاص او دیت د جرمونو مرتکب پکې، د اسلام د شریعت د حنفی فقهې له حکمونو سره سم مجازات کېږی.
د جزا په کوډ کې د جرمونو ډولونه او اندازه، د جرم معنوی عناصر، د جرم د تر سره کوونکی شریک او مرستیال ته جزاګانې او د جرم د تکرار د صورت حال، جنګی جرمونه، د دولت، امنیت او اقتصاد پر وړاندې جرمونه او داسې ډېر نور جرمونه او جرمی مسایل واضح شوی او جزاوې ورته ټاکل شوې دی.
افغان حکومت هیله مند دی چې د جزا د کوډ په تطبیق سره چې د قوانینو تر منځ ښه همغږی لری، په تعزیری جرمونو او جزاګانو پورې اړوند اصول، قوانین او حکمونه ښه تنظیم او ورسره به د قوانینو رعایت ته پاملرنه ډېره شی.
د افغانستان د عدلیی وزیر عبدالبصیر انور وایی، د جزا کوډ د قوانینو داسې مجموعه ده چې د هېواد نامتو علماوو او استادانو پرې څلورنیم کاله کار کړی دی.
ښاغلی انور وویل:
«د دغې تاریخی او باارزښته اثر په غنامندۍ کې د هېواد تر ټولو جیدو علماوو، د هېواد د علماوو سراسری شورا، خطیبانو، د پوهنتونونو د شریعاتو او حقوقو پوهنځیو له استادانو، دانمشندانو او د علماوو د تنصیف له مجموعې استفاده شوې ده.»
د جزا کوډ د ۱۳۹۵لمریز کال د حوت په میاشت کې د افغانستان کابینې تصویب او ولسمشر محمد اشرف غنی توشېح کړی دی.
د جزا کوډ په رسمی جریده کې راغلی چې دا کوډ په رسمی جریده کې له خپرېدو ۹ میاشتې وروسته نافذېږی.

اشتراک گذاري با دوستان :

Comments are closed.