عبدالرشید دوستم ښایی تر راتلونکو ۲ اوونیو پورې کابل ته راشی

گزارشگر:سه شنبه 23 عقرب 1396 - ۲۲ عقرب ۱۳۹۶

عبدالرشید دوستم ښایی تر راتلونکو ۲ اوونیو پورې کابل ته راشی
د افغانستان د ملی اسلامی غورځنګ ګوند چې مشری یې د افغان ولسمشر لومړی مرستیال عبدالرشید دوستم کوی، وایی چې جنرال دوستم به mandegar-3کابل ته په راتګ سره د ولسمشر د لومړی مرستیال په توګه خپل کار پیل کړی.
د دغه ګوند ویاند بشیر احمد ته‎ینج د دوشنبې په ورځ ازادی راډیو ته وویل چې ښاغلی دوستم ښایی تر راتلونکو دوو اوونیو پورې کابل ته راشی.
د نوموړی په خبره، ښاغلی دوستم به کابل ته په رارسېدو سره سم، خپل کاری دفتر ته ولاړ شی.
نوموړی وویل:
“موږ هېواد ته د جنرال دوستم د راتللو په تمه یوو، که خدای غوښتی وی، تر راتلونکو دوو اونیوو پورې به راشی، یو شی مشخص دی، هغه دا چې هغه د ولسمشر لومړی مرستیال دی او د حکومت تر پایه به له حکومته ملاتړ کوی، بیا چې تر هغې ورسته د انتخاباتو موضوع رامخته کېږی، کومه پرېکړه چې کېږی، هغه بیا بېله مسئله ده.”
یوه معتبره حکومتی سرچینه هم افغانستان ته د جنرال دوستم د راتګ راپورونه تائیدوی، خو په دې اړه جزیات نه ورکوی.
مخکې تر دې د ولسمشر د ویاند د دفتر سرپرست شاه حسین مرتضوی یوې خبری غونډې ته ویلی وو، دوی هیله‎مند دی چې د ښاغلی دوستم روغتیایی وضیعت ژر ښه او بېرته هېواد ته راستون شی.
د اجرائیه ریاست دوهم مرستیال محمد محقق په دې اړه ازادی راډیو ته وویل چې دولت هم اعلان کړی چې د راتګ په وړاندې یې خنډ نشته.
له ښاغلی محقق مو وپوښتل چې له جنرال دوستم سره مو چې کتلی وو، ایا هغه تصمیم درلود چې کابل ته راشی؟
نوموړی وویل:
“مشخصاً داسې څه نشته، خو کومې خبرې چې موږ په دولت کې په دې ورځو کې واورېدې، هغه دا چې جنرال راځی او کوم خنډ یې په وړاندې نشته.”
عبدالرشید دوستم د جوزجان د پخوانی والی احمد ایشچی په جنسی ځورونه تورن دی.
د نومړی په اړه تر دغو تورونو وروسته، د ده د دفتر له خوا وویل شول چې ښاغلی دوستم د روغتیایی معایناتو لپاره، ترکیې ته تللی دی.
د احمد ایشچی د دوسیې د څرنګوالی په اړه، د اختلافاتو تر شدت ورسته عبدالرشید دوستم، د اجرائیه ریاست د دوهم مرستیال محمد محقق، د بهرنیو چارو د وزیر صلاح الدین ربانی او د بلخ د والی عطا محمد نور سره په ترکیه کې د افغانستان د ژغورنې ائتلاف اعلان کړ.
ښاغلی ته‎ینج وایی، کابل ته د جنرال دوستم په راتګ سره به دغه ائتلاف خپل نور فعالیتونه هم ولری.
کابل ته د جنرال دوستم د راتګ خبرې په داسې حال کې کېږی چې په لویې څارنوالۍ کې د احمد ایشچی د قضیې په اړه وروستی حال دا دی چې محکمې د ولسمشر د لومړی مرستیال یو شمېر ساتونکی په حبس محکوم کړی دی.
په ورته وخت کې د افغانستان د حقوق پوهانو د ټولنې مرستیال سبحان مصباح وایی، دا چې لویې څارنوالۍ او محکمې په ځانګړی ډول جنرال دوستم مجرم نه دی بللی، هېواد ته د هغه د راتللو په وړاندې هېڅ قانونی خنډ نشته.
ښاغلی مصباح وایی:
“که چېرې د ولسمشر لومړی مرستیال راځی او خپل کار ته دوام ورکوی، حقوقی خنډ نشته، خو قضیه شته او باید د قانون له مخې په څارنوالۍ او محکمه کې د تورونو په اړه ځواب ووایی.”
د افغانستان د ملی اسلامی غورځنګ د ویاند په خبره، عبدالرشید دوستم اوسمهال په انقره کې دی او روغتیایی وضعیت یې هم ښه دی.
ښاغلی ته‎ینج وایی، د جنرال دوستم او یو شمېر حکومتی چارواکو تر منځ په مستقیم او غیر مستقیم ډول اړیکې موجودې وې.
دی وایی، د ورستیو ټاکنو په ځانګړی ډول، د ملی امنیت شورا د مرستیال په توګه د سید انور سادات د ګمارنې په برخه کې، عبدالرشید دوستم شین څراغ بل کړی و.

اشتراک گذاري با دوستان :

Comments are closed.