مسؤلین: د یوه نوی ټرانسفارمر په نصبولو سره به د کابل برېښنا ۳۳ سلنه زیاته شی

گزارشگر:سه شنبه 14 قوس 1396 - ۱۳ قوس ۱۳۹۶

mandegar-3د افغانستان برېښنا شرکت وایی، د کابل ښار د برېښنا په عمومی سب سټېشن کې د یوه نوی ټرانسفارمر په نصبولو سره به د کابل ښار په برېښنا کې ۳۳ فیصده زیاتوالی راشی.
دغه شرکت وایی، په لږه موده کې به د کابل ښار د برېښنا رسولو په عمومی سب سټېشن کې د ۱۶۰ مېګاولټ امپیر په ظرفیت، یو نوی ټرانسفارمر هم نصب شی.
د دغه شرکت عملیاتی رئیس عبدالوکیل ناصری د دوشنبې په ورځ «۱۳۹۶ کال د لیندۍ په ۱۳» د کابل ښار د چمتلې په عمومی سب سټېشن کې خبریالانو ته وویل، د دغه ټرانسفارمر په نصبېدو سره به د کابل ښار په برېښنا کې ۳۳ فیصده زیاتوالی راشی.
ښاغلی ناصری وویل:
«دوه ۱۶۰ «اېم. بی. ای» چې ټول ۳۲۰ کېږی، عملاً نصب دی او ۱۶۰ به نور هم ورزیات شی، له دې سره زموږ د برېښنا ظرفیت ۳۳ فیصده لوړېږی، راتلونکی کال ته به موږ د دغه سب سټېشن له لارې، د وارداتی برېښنا د ۴۵۰ مېګاواټو په ظرفیت د برښنا امکانات ولرو.»
ښاغلی ناصری وویل، د چمتلې د عمومی سب سټېشن په نوی ټرانسفارمر به د اسیا پراختیایی بانک ۹.۶ میلیونه ډالره ولګېږی.
ده دا هم وویل چې له دې سره به د کابل ښار د برېښنا۴۰ فیصده پارچاوی، ۲۰ فیصدو ته راټیټه شی.
د برښنا شرکت مسؤلینو وویل، دغه ټرانسفارمر د ازبکستان د وارداتی برېښنا په سیستم کې کومه چې د ارغندې له سیمې کابل ښار ته ځی، نصبېږی.
په ورته وخت کې په افغانستان کې د اسیا پراختیایی بانک رئیس سیمیول تموا وویل، له افغانستان سره د برېښنا رسولو په سیستم کې، د دوی د تېرو مرستو په دوام، دغه نوې مرسته هم کوی.
تموا زیاته کړه:
«د اسیا پراختیایی بانک او موږ خوښ یوو چې د افغانستان له خلکو سره مرسته کوو او دغه سب سټېشن جوړوو، موږ د برېښنا شرکت له همکارانو سره ګډ کار کوو چې دغه کارونه پر وخت بشپړ شی. هیله ده چې دغه پروژه له وخته مخکې بشپړه شی.»
دا په داسې حال کې ده چې کابل ښاریان او د تولیدی فابریکو مسؤلین تل د برېښنا له کموالی او د بیو له لوړوالی شکایت کوی.
سربېره پر کابل ښار د ځینو ولایتونو اوسېدونکی وایی، لویو ښارونو ته څېرمه داسې سیمې هم شته چې اصلاً برېښنا نه‌ده ورسېدلې.
خو د افغانستان د برېښنا شرکت مسؤلین وایی، د ۵۰۰ مېګاواټو په ظرفیت د برېښنا رسولو په یوې بلې پروژې هم کار روان دی چې له بشپړېدو سره به‌یې، په راتلونکی کال کې لوګر، پکتیا او خوست ولایتونو ته هم برېښنا ورسېږی.

اشتراک گذاري با دوستان :

Comments are closed.