د انتخاباتو د تر سره کولو په اړه له حکومته د ولسی جرګې غوښتنه

گزارشگر:یک شنبه 3 جدی 1396 - ۰۲ جدی ۱۳۹۶

mandegar-3د افغانستان ولسی جرګه له حکومته غواړی، کومې کړنلارې چې د ولسی جرګې او د ولسوالیو د شوراګانو د انتخاباتو لپاره په پام کې نیول شوی، باید د خلکو داندېښنو د لېرې کولو لپاره، له ملت سره شریکې شی.
د افغانستان ولسی جرګه خبرداری ورکوی، که د انتخاباتو د څرنګوالی په اړه ملت ته معلومات ور نه کړل شی، مسؤلیت به یې د حکومت په غاړه وی.
د ولسی جرګې دوهم مرستیال محمد نذیر احمدزی چې د شنبې په ورځ «د ۱۳۹۶ کال د مرغومې په ۲ مه» یې د جرګې مشری کوله، ویې ویل چې خلک د راتلونکو انتخاباتو په اړه اندېښمن دی.
ښاغلی احمدزی وویل:
«ملی شورا تل د انتخاباتو په اړه خپل بې پرې توب ښودلی، خو له حکومته مو غوښتنه دا ده چې خلک موږ پوښتی، کوم طرزالعمل چې د حکومت له خوا وینو او وایی چې په اوسنیو تشکیلاتو او په کاغذی تذکرو به انتخابات وکړو، دا ناممکنه ده،د دې ټولو مسؤلیت به د حکومت پرغاړه وی، نه زموږ.»
دا خبرې په داسې حال کې کېږی چې په دې وروستیو کې د امریکا د ولسمشر د مرستیال او د افغان ولسمشر اشرف غنی په لیدنه کې د ولسی جرګې، د ولسوالیو د شوراګانو او د ولسمشرۍ د انتخاباتو په خپل وخت جوړولو ټینګار شوی دی.
دغه شان د ولسی جرګې ځینو نورو غړو هم د موضوع په تړاو خبرې وکړې او د انتخاباتو په برخه کې یې د حکومت او د انتخاباتو د کمېسیون پر کمزورو هڅو انتقادونه وکړل.
هڅه مو وکړه د ولسی جرګې د غوښتنې په اړه د حکومت نظر هم ولرو، خو ولسمشرۍ ماڼۍ دغه موضوع تخنیکی وګڼله او وېې ویل چې په دې اړه باید د انتخاباتو خپلواک کمېسیون ځواب ووایی.
په افغانستان کې نن سبا د ولسی جرګې او د ولسوالیو د شوراګانو د انتخاباتو موضوع ډېره توده ده او پر ملی شورا سربېره، ځینی انتخاباتی بنسټونه هم شک لری چې دغه انتخابات به په ټاکلی وخت ترسره نه شی.
د افغانستان د ازادو او عادلانه انتخاباتو د بنسټ اجرائیه رئیس یوسف رشید وایی، هم حکومت او هم د انتخاباتو خپلواک کمېسیون د انتخاباتو په اړوندو چارو کې پڅ عمل کوی.
ښاغلی رشید وایی:
«کوم کارونه چې د حکومت او د انتخاباتو د خپلواک کمېسیون په غاړه دی، لکه تخنیکی، تشکیلاتی، د انتخاباتو ملاتړې او مرستندویې موضوعګانې، امنیت، بودجه، لوژستیک او داسې نور، موږ باوری کوی، کومه نېټه چې د انتخاباتو خپلواک کمېسیون اعلان کړې، انتخابات په کې ناممکن دی.»
بل خوا د انتخاباتو د خپلواک کمېسیون ویاند ګلاجان عبدالبدیع صیاد ټینګار کوی چې انتخاباتی کارونه د کمېسیون له خوا په ښه توګه پرمخ ځی او زیاتوی:
«زموږ تصمیم واضح دی، د انتخاباتو نېټه اعلان شوې، ټول عملیاتی او د بودجوی او د رأی ورکوونکو د نومونو د ثبتولو پلان تیار شوی دی.»

د انتخاباتو خپلواک کمېسیون د ۱۳۹۷ لمریز کال د سرطان ۱۶مه، د ولسی جرګې او د ولسوالیو د شوراګانو د انتخاباتو لپاره اعلان کړې ده.
د افغانستان د ازادو او عادلانه انتخاباتو بنسټ فیفا د خلکو او د ولسی جرګې اندېښنې پرځای ګڼی او ټینګار کوی چې حکومت، د انتخاباتو خپلواک کمېسیون او نړیواله ټولنه دې د انتخاباتو لپاره، د یوه کره میکانیزم په جوړولو لاس پورې او خلک دې، په دې اړه له ستونزو او پرمختګونو خبر کړی.

اشتراک گذاري با دوستان :

Comments are closed.