حامد ګیلانی: د سولې لپاره له قومی مشرانو او عالمانو یو ګډ کمېسیون جوړوو

گزارشگر:یک شنبه 17 جدی 1396 - ۱۶ جدی ۱۳۹۶

mandegar-3د افغانستان د ملی محاذ ګوند مشر وایی، د بین الافغانی سولې لپاره د مخورو قومی مشرانو او دینی عالمانو یو ترکیبی کمېسیون جوړوی.
د دغه ګوند مشر وایی، د وسله والو طالبانو رهبری اکثریت په افغانستان کې ده او له بل هر وخت زیات اوس د سولې لپاره ښه فرصت برابر شوی دی.
سید حامد ګیلانی د شنبې په ورځ «د ۱۳۹۶ کال د مرغومې په ۱۶ مه» د خپلو پلویانو یوې غونډې ته وویل، د سولې د بین الافغانی خبرو لپاره له قومی مشرانو او دینی عالمانو جوړ یو ترکیبی او خود جوشه افغانی کمېسیون جوړوی.
ښاغلی ګیلانی وویل:
«د افغانستان د سولې لپاره یو سوچه او خود جوشه افغان کمېسیون جوړوو، هغه معلومات چې زه لرم، د سولې لپاره یو ښه فرصت رامنځته شوی، د وسله والو طالبانو د مشرتابه اکثریت په افغانستان کې دی، په طالبانو او حکومت غږ کوم چې هېواد مو دی، راشئ سوله وکړئ! «
ښاغلی ګیلانی زیاتوی چې په یاد کمېسیون کې به د هر ولایت یو جیید دینی عالم او یو مخور قومی مشر ګډون ولری چې د سولې په اړه به خپل وړاندیزونه له دوی سره شریکوی.
د ملی محاذ ګوند مشر وایی، افغانستان د سیمې او نړیوالو قدرتونو د نیابتی جګړو په ډګر بدل شوی او ورځ تربلې په کې د جګړې لمن پراخېږی.
بل خوا د سولې عالی شورا د سولې په برخه کې د هر ډول خبرو هرکلی کوی، خو ټینګار کوی چې د حکومت له همغږۍ پرته به په دې برخه کې هر ډول هڅې مطلوبه نتیجه ونه لری.
د سولې عالی شورا وایی، د سولې لپاره هر ډول هڅې باید له دوی سره شریکې شی.
د دغې شورا غړی حبیب الله فوزی ازادی راډیو ته وویل، د حکومت له همغږۍ پرته به د سولې لپاره هڅې بې اغېزې وی.
که څه هم وسله والو طالبانو تراوسه په دې اړه څه نه دی ویلی، خو تر دې مخکې یې تل ټینګار کړی و چې د بهرنیو ځواکونو په شتون کې له افغان حکومت سره خبرو ته نه حاضرېږی.
په ورته وخت کې یوشمېر دینی عالمان وایی، قومی مشران او دینی عالمان باید له خپل نفوذه په استفادې د تلپاتې سولې لپاره کار وکړی.
د غونډې یوه ګډونوال دینی عالم مولوی سالم احساس په عالمانو غږ وکړ چې د سولې د راوستلو لپاره خپل علم پټ نه کړی.
نوموړی زیاته کړه:
«راشئ وروڼو! دینی عالمانو نور خپل علم مه پټوئ! قومی مشرانو هر څومره زور چې لرئ، مه یې پټوئ! په هر ډول چې کېږی، تاسې په افغانستان کې سوله راولئ! «
د سولې د عالی شورا په خبره، د افغانستان سوله کورنی او بهرنی ابعاد لری چې افغان حکومت په دې برخه کې هلې ځلې پیل کړی او په جدیت سره کار روان دی.
خو د افغانستان د ملی محاذ مشر سید حامد ګیلانی وایی، د سولې د بین الافغانی خبرو لپاره به عربی هېوادونو، روسیې او ګاونډیو هېوادونو تاجکستان، ترکمنستان او په ځانګړې توګه، پاکستان، ایران او چین ته هم سفرونه وکړی.

اشتراک گذاري با دوستان :

Comments are closed.