گزارشگر:دو شنبه 18 جدی 1396 - ۱۷ جدی ۱۳۹۶
په داسې حال کې چې حکومتی چارواکی په هېواد کې د داعش ډلې د کمزوری کېدو خبره کوی، د جوزجان ولایتی شورا په دغه ولایت کې داعش ډلې سره د ځوانانو یوځای کېدو او د دغې ډلې لهخوا صادر شویو فرمانونو اندېښمنه کړې ده.
د جوزجان د ولایتی شورا رئیس بابر ایشچی د یکشنبې په ورځ «۱۳۹۶کال مرغومې۱۷» ازادی راډیو ته وویل، داعش د دغه ولایت د قوش تپې او دزراب په ولسوالیو کې ډېر خوځښتونه لری.
دی وایی:
«له سیمې نه زموږ د معلوماتو پر اساس دوی په هره سیمه کې خپل فرمانونه ورکوی او ځوانان خپلو لیکو ته رابولی، دوی له خلکو هم باج اخلی.»
سیمهییز چارواکی وایی، د جوزجان ولایت په دوو ولسوالیو کې د داعش ډلې د خوځښتونو له امله شاوخوا درې زره کورنۍ بېځایه شوی دی.
دا وخت داعش ډله تر ډېره په ختیځ کې په ننګرهار او په شمال کې په جوزجان ولایت کې نفوذ او حضور لری.
نیویارک ټایمز ورځپاڼې څه موده مخکې د سیمهییزو سرچینو په حواله لیکلی وو، داعش په جوزجان کې جلب و جذب کوی او دغه ولایت د داعش د تولید په کارخانې بدل شوی دی.
په ورته وخت کې د جوزجان امنیتی چارواکی وایی، داعش ډلې شاوخوا ۲۰ ورځې مخکې ۲۰۰ دینی عالمان او قومی مشران له ځانه سره بیولی او ورنه یې د دوی په ګټه د تبلیغاتو غوښتنه کړې ده.
امنیتی مسؤلین وایی، تر اوسه د دغو کسانو د برخلیک په اړه څه نهشی ویلای.
د افغانستان په شمال کې د ۲۰۹ شاهین قول اردو د رسنیو د برخې امر محمد حنیف رضایی وایی، په جوزجان کې د داعش لیکې تر ډېره په بهرنیو جنګیالیو ګرمې دی.
د جوزجان په درزاب ولسوالۍ کې سیمهییزو سرچینو له هغې ډلې د جوزجان امنیی قوماندان دا منلې چې داعش په لیکو کې بهرنی جنګیالی شته، په ځانګړی ډول د ازبکستان، چیچنیا او فرانسې داعشیان حضور لری.
بلخوا د افغانستان د دفاع وزارت وایی، د داعش جنګیالیو په ډله کې تر اوسه د بهرنیو وګړو هویت نهدی روښانه.
د یاد وزارت ویاند دولت وزیری په جوزجان ولایت کې د داعش ډلې د ځپلو په اړه وایی:
«موږ دقیق نهپوهېږو چې په دا بهرنی جنګیالی د کوم هېواد دی، خو هغه څه چې واضح دی، هغه دا دی دی، هر څوک چې د داعش په نوم په افغانستان کې جنګېږی، د افغانانو دښمنان دی او وسلهوال ځواکونه به یې لهمنځه یوسی.»
دا په داسې حال کې ده چې د حزباسلامی مشر ګلبدین حکمتیار تېره اوونۍ وویل چې د افغانستان شمال ته د سورېی او عراق داعشیان راغلی دی.
د امنیتی چارو کارپوه محمداګل مجاهد بیا په دې باور دی چې داعش یوه بهرنۍ پدیده ده او نهشی کولای لکه د عراق او سوریې په څېر دلته بستره وغوړوی.
خو دی له حکومته غواړی چې په افغانستان کې د داعش ډلې د لهمنځه وړلو لپاره منظم او پراخ عملیات تر سره کړی.
Comments are closed.