د فساد پر ضد مشاعره وشوه

- ۰۸ جدی ۱۳۹۱

عرفان مومند- جلال‌آباد
په ننګرهار کې د لسګونه ځوانانو د فساد پر ضد د مبارزې غونډه وکړه. دغه غونډه چې د جلالکوټ ادبی خوځښت له لوری جوړې شوې وه، د مدنی ټولنو، ځوانانو، د پوهنتونو استادانو او لسګونه شاعرانو او فرهنګیانو برخه اخیستې وه، چې پر وینا سربېره په کې لسګونو شاعرانو د فساد پر ضد شعرونه وویل.
د جلالکوټ ادبی خوځښت مشر ارشاد رغاند وویل، چې د فساد پر ضد مبارزه یې له اهدافو څخه ده او په دې برخه کې به نور ګامونه هم واخلی.
هغه وویل، افغانستان تېر کال د نړۍ په کچه دویم مفسد هېواد و، خو د حکومت د بېغورۍ له امله سږ کال افغانستان د نړۍ په کچه لومړی مقام تر سره کړ.
نوموړی زیاته کړه، له فساد سره مبارزه د هر افغان دنده ده او په کار ده چې ټول ځوانان او افغانان ورسره په جدی ډول مبارزه وکړی.
ښاغلی رغاند وایی، له پخوا څخه فرهنګیانو او شاعرانو د ټولنې په اصلاح کې خپل رول تر سره کړی، د ناخوالو او ستونزو په ځانګړی ډول د فساد پر ضد یې خپل غږ پورته کړی دی.
ده وویل، دوی هم د خپل مسوولیت له مخې دغه ډول غونډه جوړه کړه. د جلال کوټ ادبی خوځښت مشر وویل، په کار ده چې مدنی ټولنې او په ځانګړی ډول ځوانان نور له دې پدیدې سره مبارزه جدی ونیسی او حکومت ته اجازه ورنه کړی، چې فساد همدغسې په خپلو ادارو کې روان وساتی.
نوموړی زیاته کړه، په حکومت کې تر اوسه له فساد سره د مبارزې هوډ نشته او په کار ده چې په دې برخه کې نور بې تفاوته باتې نشی، خپلې هغه ژمنې عملی کړی، چې له نړیوالو سره یې کړی دی او د ملت برخلیک له ننګونو سره مخ نه کړی.
همدارنګه غونډې ته دینی عالم استاد محمدغنی فاروقی وینا وکړه او ویې ویل، چې مومن او مفسد هېڅکله نه جوړېږی. هغه وویل، حکومت او افغانانو ته د شرم خبره ده چې هېواد یې د فساد له اړخه لومړی هېواد راځی.
ده وویل، د فساد اصلی لامل د نفس غلامی ده، چې اوسنی چارواکی پرې روږدې شوی دی. ښاغلی فاروقی وویل، په قران کې پنځوس ځلې د فساد کلیمه راغلې، خو یوازې رشوت او بډې فساد نه دی.
هغه ویول، دغه ډول غونډې د فساد په ورکاوی کې ډېرې اغېزمنې تمامېدای او غوښتنه یې وکړه چې نور لیکوالان دې دغه ډول غونډې جوړې کړی.
له فساد سره د افغانی شبکې ویاند ډاکټر شکر الله مشکور له خوځښته د مننې تر څنګ چې دغسې یوه غونډه یې جوړه کړې وویل، چې افغانستان له فساد سره د مبارزې نړیوال کنفوانسیون لاسلیک او مکلف دی چې ورته ژمن پاتې شی.
نوموړی وویل، نور افغانان، مدنی ټولنې، فرهنګیان او ځوانان نشی زغملای چې په هېواد کې  دې فساد په اوج کې وی او هر کال دې افغانستان د نړۍ مفسد هېواد اعلان شی.
ډاکټر مشکور غوښتنه وکړه، چې حکومت دې تر هر څه ژر له فساد سره جدی مبارزه پیل کړی، فاسد چارواکی دې له دندو ګوښه او محاکمه دې کړی.
د نوموړی په خبره، همدرانګه دې غصب شوې ځمکې او په فساد کې د چارواکیو له خوا پیدا شوې شتمنۍ باید بیت المال ته وسپارل شی، څو خلک په خپل راتلونکې او حکومت ډاډه شی.
هغه اندېښنه وښوده، که چېرې له فساد سره مبارزه جدی ونه نیول شی؛ نو دغه پدیده به په یوې داسې ستونزې واوړی، چې جبران ناپذیره به وی او بیا به یې مخنیوی د حکومت له واکه وتلی وی.
په ختیز زون کې د بشری حقونو او مدنی ټولنو مشر نعمت الله همدرد د جلالکوټ ادبی خوځښت ستاینه وکړه چې وخت په وخت یې په خورا مهمو او حساسو مسایلو غونډې جوړې کړی دی.
نوموړی وویل، فساد یوه مهمه او ناوړه پدیده چې دمګړۍ ورسره افغانستان مخ دی او دا چې د دې پدیدې پر وړاندې ځوانانو غږ را پورته کړی، په کار ده چې ملاتړ یې وشی.
ښاغلی همدرد وویل، دغه ډول غونډې ارزښتمنې دی او له حکومتی کمېسیونونو او ادارو څخه اغېزمنې دی او کولای شی چې د فساد پر ضد مبارزې ته ولس را وهڅوی.
د غونډې په پای کې د پوهنتون استاد او سیاسی شنناند شېر علم امله وینا وکړه او فساد یې یوه برخلیک ننګوونکې پدیده وګڼله.
هغه وویل، تر هغې چې له فساد سره مبارزې ته جدی او ولسی اراده پیدا نشی، نو د فساد مخنیوی او له منځه وړل به یې ناشونی وی. ده زیاته کړه، حکومت په فاسدو چارواکیو فساد له منځه وړی، چې عملاً یو بې بنسټه کار دی.
ښاغلی امله وال له فساد سره په مبارزه کې د فرهنګی او مدنی ټولنو ونډه اغېزمنه وبلله او ټولو مدنی ټولنو یې وغوښتل چې خپلې مبارزې ته په همغږی ډول دوام ورکړی.
د یادونې وړ ده، چې د فساد پر ضد د افغانی شبکې، جلالکوټ ادبی خوځښت ته د ښو فعالیتونو له امله یو ستاینلیک هم ورکړ.

اشتراک گذاري با دوستان :

Comments are closed.