سرچینه: ارګ او جمعیت ګوند پر ځینو مسائلو توافق ته رسېدلی

- ۳۰ جدی ۱۳۹۶

mandegar-3د افغانستان د جمهوری ریاست او د جمعیت اسلامی ګوند ترمنځ د خبرو په دوام یوه باوری سرچینه وایی، دواړه خواوې پر ځینو مسائلو توافق ته رسېدلی دی.
سرچینه چې نه غواړی د موضوع د محرمیت له کبله یې نوم یاد شی ازادی راډیو ته وویل چې که څه هم پرمختګونه ډېر ورو دی، خو نتیجو ته هیله مندی شته.
یادې سرچینې د اساسی قانون د تعدیل لپاره د یوه ځانګړی کمېسیون تشکل یو له هغو مواردو څخه یاد کړ چې توافق پرې شوی دی.
اخوا د جمعیت اسلامی ګوند د رهبرۍ شورا غړی محمد اسماعیل خان وایی چې حکومت تراوسه د جمعیت ګوند یوه غوښتنه هم نه ده منلې.
ښاغلی اسماعیل خان د جمعې په ورځ«۱۳۹۶کال مرغومې۲۹» ازادی راډیو ته وویل چې د جمعیت او ارګ ترمنځ د خبرو لړۍ روانه ده خو هېڅ پرمختګ پکې نشته.
نوموړی زیاته کړه:
«د خبرو ور پرانیستی دی، خو تر اوسه مذاکرو هېڅ نتیجه نه ده ورکړې، هغه موارد چې د جمعیت ګوند حکومت ته وړاندې کړی حکومت یې نه منی.»
جمعیت اسلامی ګوند د بلخ د ولایت له مقامه د عطا محمد نور د لېرې کېدو په بدل کې حکومت ته ځینې وړاندیزونه کړی دی.
له تېرې اوونۍ راهیسې د ارګ او جمعیت ګوند پیل شوې مذاکرې څه نتیجه لری؟
د اساسی او د انتخاباتو په قوانیونو کې د تعدیلاتو رامنځته کېدل، په بلخ کې د جمعیت ګوند په خوښه د والی او امنیه قوماندان ګمارنه، د سیاسی احزابو په خوښه بیا ځلې د انتخاباتی کمېسیونونو لپاره د غړیو ګمارنه او په خپل وخت د ولسی جرګې او ولسوالیو شورا ګانو د انتخاباتو ترسره کول د جمعیت ګوند مهم وړاندیزونه دی.
دا په داسې حال کې ده چې تېره ورځ په کابل کې د امریکا سفیر جان باس بیا وویل چې ژر تر ژره باید په بلخ کې له سوله ییزې لارې واک انتقال شی.
د سیاسی چارو یوشمېر کارپوهان بیا وایی، دا چې حکومت د توافق له مخې رامنځته شوی نو په بشپړه توګه د اساسی قانون عملی کول ښایی اسانه نه وی.
له ډلې یې اسدالله میلاد ازادی راډیو ته وویل:
«هغه حکومتونه چې د بهرنیو عواملو په نتیجه کې رامنځته شوی وی دا ډول کړکېچونه پکې وی او د مرکزی حکومت سره د سیمه ییزو ادارو لانجې طبیعی امر دی خو که چېرته یې نظریات تر یو بریده په پام کې ونیول شی زه فکر کوم دغه ستونزه حل کېدای شی.»
د ښاغلی مېلاد په خبره د روانې سیاسی لانجې د حل لپاره د دواړو خواوو په دریځونو کې نرمښت مهم دی او په ورته وخت کې حکومت هم باید په بلخ کې د رهبرۍ د بدلون لپاره هغوی ته چې له دې اړخه اندېښنې لری واضح او قناعت ورکونکی ځواب ووایی.
خو خپله ارګ تر دا مهاله په دې اړه رسماً څه نه دی ویلی.

اشتراک گذاري با دوستان :

Comments are closed.