د کانټیننټال هوټل او امنیتی شرکت له ځینی کارکوونکو څېړنې کېږی

گزارشگر:سه شنبه 3 دلو 1396 - ۰۳ دلو ۱۳۹۶

mandegar-3د افغانستان د کورنیو چارو وزارت وایی چې د کابل-بلخ امنیتی شرکت یو شمېر کارکوونکی چې د انټرکانټیننټال د امنیت چارې یې سمبالولې، د پوښتنو لپاره امنیتی ارګانونو او ملی امنیت ریاست ته وړل شوی دی.
د دې وزارت د ترورېزم په وړاندې د مبارزې رئیس نجیب امان د دوشنبې په ورځ «۱۳۹۶ کال د سلواغې په ۰۲» ازادی راډیو ته وویل چې د وړل شویو کسانو په ډله کې د هوټل یو شمېر کارکوونکی هم شامل دی.
ښاغلی امان زیاته کړه:
«د پلټنو په هدف له دوه اړخونو کار پیل شوی، په دې برخه کې زموږ اداره او ملی امنیت ریاست یو لړ ښې لاس ته راوړنې لری. موږ نیول شوی کسان په لومړی پړاو کې د تورنو کسانو په نامه نه، بلکې د هغو کسانو په نامه چې وکولای شی له موږ سره د پلټنو د یو لوری په توګه مرسته وکړی، د معلوماتو او څېړنو لپاره وړل شوی دی.»
د کابل-بلخ د امنیتی شرکت رئیس سید رحیمی په دې اړه له خبرو کولو ډډه وکړه.
په دې ډله‌ییزه حمله کې چې یوه شپه وړاندې ترسره شوه، د افغانستان د کورنیو چارو وزارت په خبره د ۱۴ بهرنیو اتباعو په ګډون په‌کې ۱۹ تنه ووژل شول او ۹ نور ټپیان شول.
په انټرکانټیننټال هوټل دا حمله په داسې حال کې ترسره کېږی چې درې اوونۍ وړاندې د یاد هوټل امنیتی مسؤلیت د کابل-بلخ په نوم یوه شخصی امنیتی شرکت ته سپارل شوی و.
د کابل کارنېزیون قوماندان افضل امان تېره ورځ ازادی راډیو ته ویلی چې امنیتی شخصی شرکت ته د یاد هوټل د امنیت د سپارلو په برخه کې دوی ته خبر نه‌و ورکړل شوی.
د کورنیو چارو په وزارت کې یوې امنیتی سرچینې چې د موضوع د حساسیت له کبله نه‌غواړی نوم‌یې ښکاره شی، د دوشنبې په ورځ ازادی راډیو ته وویل چې د یاد هوټل د ساتنې امنیتی تړون د کابل-بلخ شخصی امنیتی شرکت ته د تدارکاتو د ادارې له لوری ورکړل شوی او کورنیو چارو وزارت په دې تړون کې هېڅ ډول نقش نه‌درلود.
په همدې حال کې د افغانستان د ولسی جرګې د کورنی امنیت د کمېسیون رئیس وایی، د ناغېړۍ له امله باید د کابل-بلخ امنیتی شرکت فعالیتونه ودرول شی.
د دغه کمېسیون رئیس میرداد نجرابی د دوشنبې په ورځ په دې اړه ازادی راډیو ته وویل:
«له شرکته باید څېړنې وشی او جواز ورنه واخیستل شی، له چارواکو یې پوښتنې وشی، هغه کسان چې له دغه شرکت سره‌یې تړون لاسلیک کړی او هغه کسان چې مشوره‌یې ورکړې چې د هوټل امنیت دې له امنیتی ځواکونو واخیستل شی او خصوصی شرکت ته دې ورکړل شی، باید ورنه څېړنې او پلټنې وشی.»
د انټرکانټیننټال هوټل مسؤل محمد جواد ازادی راډیو ته وویل، د هوټل د امنیت مسؤلیت د دغه هوټل د مدیره پلاوی په وړاندیز او د ملی امنیت شورا په توافق خصوصی شرکت ته سپارل شوی و.
د نوموړی په وینا، د مالیې او ټرانسپورت وزیران، د اریانا افغان هوایی شرکت، افغان ملی بیمې شرکت او پښتنی بانک رئیسان د دغه هوټل په مدیره پلاوی کې راځی.

اشتراک گذاري با دوستان :

Comments are closed.