د افغانستان په ۲۱ ولایتونو کې د پولیو یا ګوزڼ د واکسین کمپاین پیل شو

گزارشگر:سه شنبه 24 دلو 1396 - ۲۳ دلو ۱۳۹۶

mandegar-3د افغانستان د عامې روغتیا وزارت وایی، شااوخوا شپږ میلیونه ماشومانو ته به چې عمرونه یې له پنځه کلنۍ کم دی، په دې کمپاین کې د ګوزڼ د واکسین څاڅکی ورکړل شی.
د دغه وزارت د پولیو د له‌‌ منځه وړلو د پروګرام مسؤل ډاکټر میوند احمدزی نن د دوشنبې په ورځ «د ۱۳۹۶ کال د سلواغې په ۲۳ مه» ازادی راډیو ته وویل، دا کمپاین د روغتیا د نړیوال سازمان او د یونسېف ادرې په همکارۍ ترسره کېږی.
نوموړی وویل، د ۲۰۱۸ میلادی کال له پیله تراوسه د پولیو ۳ نوې پېښې ثبت شوې دی.
ښاغلی احمدزی وویل:
«تېر۲۰۱۷ میلادی کال کې د پولیو ۱۴ پېښې ثبت شوې دی او په ۲۰۱۸ میلادی کال کې تردې دمه د پولیو ۳ پېښې ثبت شوی چې یوه پېښه د کندهار په سپین بولدک او بله یې په شاولی کوټ او یوه پېښه هم د ننګرهار په کامې ولسوالۍ کې ثبت شوې ده.»
نوموړی وویل، دا په روان میلادی کال کې دوهم کمپاین دی چې د درېیو ورځو په اوږدو کې به د افغانستان په جنوب او جنوب ختیځو ولایتونو او د ختیځو په هغو ولسوالیو کې چې د پولیو له ګواښ سره مخ دی، ترسره شی.
خو د افغانستان د عامې روغتیا وزارت وایی، لاهم د روانو ناامنیو له کبله د ۶۰ زرو په شااوخوا کې افغان ماشومان په بېلابېلو نا امنو سیمو کې د ګوزڼ له واکسینه بې برخې پاتې کېږی.
په همدې حال کې د افغانستان د کورنیو چارو وزارت د ویاند مرستیال نصرت رحیمی د دوشنبې په ورځ ازادی راډیو ته وویل، دوی د پولیو د واکسین لپاره د ۹۵ سلنه ساحو امنیت نیولی او د پاتې نورو لپاره هم د دینی عالمانو په مرسته، هڅه کوی چې د پولیو واکسین ته زمینه برابره شی.
پولیو یوه ویروسی ناروغی ده چې د ماشومانو د تل پاتې فلج او معیوبیت لامل ګرځی.
د افغانستان د عامې روغتیا وزارت وایی، له افغانستان، پاکستان او نایجیریا پرته، د نړۍ په ټولو هېوادونو کې پولیو ختمه شوې او اوس نړۍ په دې فکر کې ده چې په دغو هېوادونو کې هم ژر تر ژره ختمه شی.
په همدې حال کې دینې عالم مولوی احسان الحق حنفی وایی، ټول دینی عالمان مکلف دی چې د پولیو د واکسین، په اړه خلکو ته عامه پوهاوی وکړی، ترڅو افغانستان له دغې ویروسی ناروغۍ خلاص شی.
نوموړی ازادی راډیو ته وویل:
« علمأ کرام مکلف دی چې د عقایدو ترڅنګ، د خلکو په روغتیا باندې هم پاملرنه وکړی او هغه څه چې انسان ته مضر او خطرناک دی، دغه دنده هم دوی ادأ کړی چې خلکو ته عامه پوهاوی ورکړی او له ټولو هغو کړنو ځان وساتی چې دوی ته زیان رسوی. «
په همدې حال کې د افغانستان د عامې روغتیا وزارت هم له دینی عالمانو، د ټولنې د مشرانو او له مخورو غواړی چې د پولیو له ټیمونو سره همکاری وکړی او کورنۍ دې ته وهڅوی چې خپل ماشومان واکسین کړی.

اشتراک گذاري با دوستان :

Comments are closed.