د افغانستان د سوداګریزو اړیکو پراخېدو پاکستانی سوداګر اندېښمن کړی

گزارشگر:دوشنبه 7 حوت 1396 - ۰۶ حوت ۱۳۹۶

mandegar-3د افغانستان د سوداګرۍ او صنایعو خونه وایی، د نورو هېوادونو سره د افغانستان ښو سوداګریزو اړیکو او پر هغه هېواد د افغان سوداګرو کمې اتکا پاکستانی سوداګر اندېښمن کړی دی.
افغانستان چې د پاکستانی توکو او پاکستان د افغانستان د خامو موادو لپاره تر ټولو ښه بازار وو اوس د دواړو هېوادونو تر منځ ترینګلیو شویو اړیکو د سوداګریزې راکړې ورکړې دا وضعیت سخت اغېزمن کړی دی.
د افغانستان د سوداګرۍ او صنایعو خونه وایی، پاکستانی سوداګر دغه وضعیت اندېښمن کړی او له هرو ممکنو لارو د اړیکو د بیارغونې هڅه کوی.
د یادې خونې ویاند صیام الدین پسرلی د یکشنبې په ورځ«۱۳۹۶کال کب ۰۶» په دې اړه ازادی راډیو ته وویل:
«افغانستان اوس یوازې د پاکستان په بازار پورې منحصر نه دی، موږ د ګڼو هېوادونو سره تګ راتګ لرو، اړیکې لرو مالونه لېږدوو او را لېږدوو چې دا موږ د فشار په توګه استعمالولای شو، که دا اړیکې خرابې وی یوازې موږ نه بلکې دوی هم زیان وینی.»
نوموړی زیاته کړه چې دا وخت له پاکستان سره د افغانستان سوداګری له نېږدې دری میلیارډه ډالرو نه اووه سوه میلیونو ډالرو ته راکمه شوې ده.
دا په داسې حال کې ده چې د پاکستان او افغانستان د سوداګرۍ ګډې خونې «PAJCCI»مشر محمد زبیر تېره ورځ په اسلام اباد کې په یوه خبری غونډه کې پر دواړو هېوادونو غږ کړی چې سوداګری باید د سیاسی اړیکو او امنیتی اندېښنو جداً وساتل شی.
له دغې خونې نه په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلی چې د دواړو هېوادونو تر منځ بې باورۍ او تورونو نه یوازې سیاسی اړیکې ترینګلی کړی بلکې پر سوداګرۍ یې هم د پام وړ منفی اغېزې کړی دی.
دا څرګندونې داسې مهال کېږی چې دا وخت د افغانستان د سوداګرۍ او صنایعو خونې د مرستیال خان جان الکوزی په مشرۍ یو پلاوی د دواړو هېوادونو د سوداګرۍ په تړاو د خبرو لپاره په پاکستان کې دی.
د افغانستان د سوداګرۍ او صنایعو خونه وایی، دا وخت له ایران، هندوستان او د ځینو نورو هېوادونو سره ښو اړیکو، چابهار بندر، له مرکزی اسیا سره د اور ګاډی پټلۍ او هوایی دهلېزونو پر پاکستان د افغان سوداګرو اتکا کمه کړې ده.
له دې سره د اقتصادی چارو کارپوه وحیدالله غازیخېل که څه هم دا لارې، چارې او رامنځته شوی فرصتونه د غوړېدلی سوداګرۍ لپاره ګټورې بولی، خو وایی، د پاکستان له لارې سوداګری اسانه او ارزانه ده.
دی په دې برخه کې د پاکستانی سوداګرو لېوالتیا پر ځای بولی:
«زموږ لپاره تر ټولو ښه لار پاکستان ځکه دی چې پر دغه هېواد بندیزونه نشته او دا لار اسانه، ارزانه او نېږدې ده، نو ځکه پاکستان او هندوستان زموږ تاریخی مارکېټونه دی اوس چې د پاکستان سوداګر په دې برخه کې کومه لېوالتیا لری دا ښه ګام دی، تمه ده چې سیاست زموږ سوداګری او ټرانزیټ قربانی نه کړی.»
د افغانستان او پاکستان د سوداګرۍ ګډه خونه د دواړو هېوادونو تر منځ د سوداګریزو اړیکو د بیا رغېدو غوښتنه داسې مهال کوی چې په ۲۰۱۴مېلادی کال کې د دواړو هېوادونو مشرانو په پنځو کالونو کې ۵ میلیارډه ډالرو ته د سوداګرۍ د رسېدو ژمنه کړې وه.
ښاغلی غازیخېل وایی، د سوداګرۍ په برخه کې اکثرو تړونونو ته د پاکستان نه وفادارۍ دا مزل سخت کړی، خو په خبره یې ګډ کار کولای شی د دواړو هېوادونو ګټې خوندی کړی.

اشتراک گذاري با دوستان :

Comments are closed.