ارګ: د سولې په اړه د ځینو شخصیتونو وړاندیزونه د هغوی شخصی نظر دی

گزارشگر:چهار شنبه 16 حوت 1396 - ۱۵ حوت ۱۳۹۶

mandegar-3د افغانستان جمهوری ریاست وایی، د سولې په اړه د ګوندونو او سیاسی شخصیتونو طرحو او نظریاتو ته درناوی لری، خو د سولې په اړه د حکومت رسمی دریځ د کابل پروسې په ناسته کې واضح شو.
په افغانستان کې د سولې ټیګښت هغه ارمان چې تر اوسه یې د پوره کېدو لپاره هڅو د پام وړ نتیجه نه ده ورکړې.
د همدې هڅو په دوام حزب اسلامی هم یوه طرحه حکومت ته سپارلې، خو افغان حکومت وایی، د سولې په اړه یې رسمی دریځ د کابل پروسې په ناسته کې واضح کړی دی.
د جمهوری ریاست د ویندوی د دفتر سرپرست شاه حسین مرتضوی د سې شنبې په ورځ«۱۳۹۶کال کب۱۵» ازادی راډیو ته وویل چې حکومت د ټولو سیاسی ګوندونو او شخصیتونو طرحو او نظریاتو ته احترام لری، خو رسمی دریځ یې وار له مخه د کابل پروسې په دوهمه ناسته کې بیان کړی دی.
نوموړی زیاته کړه:
«د ملی یووالی د حکومت او د جمهور رئیس رسمی لید لوری له طالبانو سره د سولې په اړه په کابل کې کنفراس کې بیان شو او هغه موضوعات چې تاسو ورته اشاره وکړه دا د سیاسی شخصیتونو فردی نظریات دی، خو د حکومت دریځ د کابل کنفراس کې بیان شوی دی.»
نیویارک ټایمز ورځپاڼې په وروستۍ یوه ګڼه کې د حزب اسلامی د مشر ګلبدین حکمتیار په حواله ویلی چې هغه له طالبانو سره د سولې د هڅو په ترڅ کې ولسمشر غنی ته د یو شمېر وړاندیزونو ترڅنګ طالبانو ته په افغانستان کې د امن سیمو یا د سولې په نوم د ولایتونو وړاندیز کړی. خو د ګلبدین حکمتیار د ګوند یوه ویاند ازادی راډیو ته وویل چې له طالبانو سره د سولې د خبرو د پیلېدو لپاره ښاغلی حکتمیار دغه وړاندیزونه د کابل د پروسې له غونډې مخکې کړی وو او هغه نوی نه دی.
د دغه ګوند ویاند حمید عزیزی وایی چې د حزب اسلامی په طرحه کې طالبانو ته د مشخصو ولایتونو د سپارولو خبره نه ده شوې.
حکومت تازه د کابل پروسې په ناسته کې طالبانو ته له قید و شرط پرته د سولې د خبرو د پیل وړاندیز وکړ.
طالبانو تراوسه د حکومت د سولې د وروستی وړاندیز او د حزب اسلامی د طرحې په اړه څه نه دی ویلی، خو تر دې وړاندې یې له افغان حکومت سره له خبرو انکار کړی دی.
له دې ټولو سره ـ سره د حزب اسلامی ویاند حمید عزیزی وایی، که طالبان اساسی قانون ومنی د هغو سیمو د واک سپارل چې هلته پکې حاکمیت لری کوم قانونی مشکل نه لری.
نوموړی زیات کړه:
«کله چې حکومت د حزب اسلامی، وحدت اسلامی، جنبش اسلامی ګوندونو او یا له نورو سیاسی ګوندونو والیان او یا د یو ځای لپاره حاکمان ټاکی کېدای شی چې طالبانو ته هم د داسې پروسې وړاندیز وکړو چې هغوی د افغانستان سیاسی چوکاټ ومنی او پکې سهم واخلی چې په حقیقت کې دا د طالبانو سیاسی مشارکت دی.»
که څه هم حمید عزیزی د حزب اسلامی د طرحې په اړه د زیاتو جزئیاتو له ورکولو ډډه وکړه، خو وایی، په عملی کېدو سره به یې روانې کشالې ته سوله ییزه حل لاره وموندل شی.
د کابل پوهنتون استاد او د سیاسی چارو افغان کارپوه نصرالله ستانکزی بیا وایی، له قانونی تعامل پرته سیاسی ډلو ته د یوې ځانګړې سیمې د واک سپارل له اساسی قانون سره اړخ نه لګوی او فکر نه کوی چې د حزب اسلامی طرحه دی عملی وی.

اشتراک گذاري با دوستان :

Comments are closed.