گزارشگر:چهار شنبه 8 حمل 1397 - ۰۷ حمل ۱۳۹۷
د افغانستان د ولسی جرګې د کورنی امنیت کمېسیون یو شمېر غړی وایی چې داعش جنګیالیو په وروستیو کې له ننګرهار وروسته په کونړ او نورستان ولایتونو کې خپل فعالیتونه پیل کړی دی.
د افغانستان په ختیځ کونړ او نورستان ولایتونو کې د داعش یا اسلامی دولت نومې ډلې د فعالیتونو پراختیا د ولسی جرګې او د ولایتی شورا ګانو د یو شمېر استازو اندېښنې راپارولې دی.
د ولسی جرګې د کورنی امنیت کمېسیون غړی سخی مشواڼی وایی چې له ننګرهار وروسته اوس داعش ډله په کونړ او نورستان کې پراخ جلب او جذب پیل کړی دی.
ښاغلی مشواڼی د سې شنبې په ورځ «۱۳۹۷ کال د وری ۰۷» په دې اړه ازاډی راډیو ته وویل:
«په زیات شمېر په کونړ او نورستان کې د داعش لپاره جلب او جذب روان دی او دا له چا پټ نهدی، کونړ او نورستان هغه ولایتونه دی چې بدخشان، لغمان، پنجشیر او کاپیسا سره سرحدونه لری، نو اندېښنه دا ده چې که دلتهیې مخنیوی ونهشی، نو شمالی ولایتونو ته به هم دغه ډله ځان ورسوی.»
بلخوا د نورستان د ولایتی شورا رئیس انجنیر سیدالله پاینده زوی هم ورته اندېښنه لری او وایی چې د نورستان جغرافیوی موقعیت ته په کتو، داعش ډله هڅه کوی چې دغلته خپل مرکزونه جوړ کړی او له دغه ځایه خپل اهداف په اسانۍ تعقیب کړی.
نوموړی زیاته کړه:
«د نورستان جغرافیوی موقعیت ته په کتو چې ځنګل لرونکې او غرنۍ سیمه ده، مخالفین هم کوښښ کوی چې دغلته خپل مرکزونه جوړ کړی او له دې ځایه خپل اهداف په اسانۍ تعقیب کړی.»
دی وایی، که څه هم په دې ولایت کې د داعش پوځی فعالیتونه نهدی محسوس شوی، خو د دوی د معلوماتو له مخې، په فردی شکلیې د دې ولایت په کامدېش، برګمټال، وایګل او د وامه ولسوالۍ په یو شمېر سیمو کې جلب او جذب پیل کړی دی.
دا په داسې حال کې ده چې د ملګرو ملتونو د بشری مرستو د همغږۍ دفتر د یوه راپور له مخې چې څه موده وړاندې خپور شوی، پهکې ویل شوی چې داعش په ۱۳۹۵ لمریز کال کې یوازې په ننګرهار ولایت کې فعالیت درلود، خو په ۱۳۹۶ لمریز کال کې یې فعالیتونه او تحرکات د افغانستان ۷ ولایتونو ته پراخ شوی دی.
د ملګرو ملتونو په راپور کې همدا شان راغلی چې په افغانستان کې د داعش او وسلهوالو طالبانو حملې دوه چنده شوې دی.
د راپورونو پر اساس ننګرهار، کونړ، نورستان، جوزجان، بدخشان، فاریاب، هلمند او سرپل هغه ولایتونه دی چې د داعش فعالیتونه پهکې محسوسېږی.
په کونړ ولایت کې د داعش د فعالیتونو په اړه که څه هم اوس د دې ولایت د سیمهییزو چارواکو په نظر اخیستو ونهتوانېدو، خو د کونړ د ولایتی شورا یوه غړی محمد ساپی څه موده مخکې ازادی راډیو ته ویلی وو چې د دې ولایت په یو شمېر سیمو کې داعش ډلې خپل بیرغونه هم پورته کړی دی.
په ورته وخت کې د افغانستان د دفاع وزارت که څه هم د افغانستان په یو شمېر سیمو کې د دغې ډلې فعالیتونه منی، خو وایی چې پر ضد یې پراخ عملیات روان دی.
د دې وزارت د ویاند دفتر سرپرست محمد رادمنش په دې اړه ازادی راډیو ته وویل:
«په هر ځای کې چې پخوا داعش موجود و، موږ یې شمېر کم کړی، موږ له خپلو خلکو سره په ګډه د داعش د لویو فرهنګی توپیرونو ته په کتو چې لری، اقدمات کړی دی او په یقین سره ویلی شم چې د داعشیانو شمېر مخ په کمېدو دی.»
افغان ولسمشر محمد اشرف غنی هم نن سې شنبه د تاشکند په کنفرانس کې وویل چې د داعش ډلې پر ضد په ننګرهار او کونړ کې پراخ پوځی عملیات پیل شوی دی.
ښاغلی غنی وویل چې که څه هم افغان امنیتی ځواکونو د دې ډلې شااوخوا زر وسلهوال وژلی، خو لا هم په دې هېواد کې تر دوه زره داعش جنګیالی موجود دی.
په همدې حال کې د امنیتی چارو کارپوه محمد انور سلطانی که څه هم د داعش ډلې فعالیتونه د جدی اندېښنې وړ نهګڼی، خو وایی چې که د دغې وسلهوالې ډلې فعالیتونه او تحرکات په هره کچه وی، د مخنیوی لپارهیې باید افغان حکومت جدی هڅې وکړی، څو دغه فعالیتونه نور هم پراخ نهشی.
Comments are closed.