گزارشگر:چهار شنبه 15 حمل 1397 - ۱۴ حمل ۱۳۹۷
د افغانستان د عامې روغتیا وزارت وایی، د هېواد په ۱۳ ولایتونو کې ۲۰۶ روغتیایی مرکزونه جوړېږی.
د عامې روغتیا وزیر زیاتوی چې دغه روغتیایی مرکزونه په هرات، کندهار، پکتیا، پکتیکا، خوست، بدخشان، تخار، بغلان، جوزجان، فاریاب، بامیان، غزنی او کابل کې جوړېږی.
د یادو شویو پروژو قراردادونه د سې شنبې په ورځ «۱۳۹۷ کال د وری ۱۴» د عامې روغتیا وزیر ډاکتر فېروز الدین فېروز او د تطبیق کوونکو مؤسسو ترمنځ لاسلیک شول.
ښاغلی فیروز د دغو قراردادونو په تړاو وویل:
«په مجموعی ډول دغه قراردادونه د نهه نیم میلیونه ډالرو په ارزښت دی، د ناامنیو تر څنګ زموږ وضعیت مخ په ښه کېدو دی او هیلهمند یو چې نور افغانان دننه په هېواد کې له بشپړو روغتیایی اسانتیاوو برخهمند شی.»
نوموړی همدارنګه څرګنده کړه چې د یادو شویو قراردادونو له مخې په دغه ولایتونو کې د روغتیایی کار کوونکو تنخواګانې هم ۴۰سلنه لوړې شی.
د افغانستان د عامې روغتیا وزارت تر دې وړاندې هم د هېواد په ۱۸ ولایتونو کې د روغتیایی خدمتونو د وړاندې کولو یو شمېر مرکزونه جوړ کړی دی.
د روغتیایی خدماتو د وړاندې کولو کیفیت باید معیاری او باکیفته وی.
خو د افغانستان د ولسی جرګې د روغتیا کمېسیون رئیس مجیبالرحمن څمکنی په دغې غونډه کې له عامې روغتیا وزارت څخه وغوښتل چې د روغتیایی خدماتو د وړاندې کولو کیفیت ته ډېره پاملرنه وکړی.
نوموړی وایی:
«د روغتیایی خدماتو د وړاندې کولو کیفیت باید معیاری او باکیفته وی، باید ترې څارنه وشی، که خدمات لږ وی یا ډېر باید لومړیتوب کیفیت ته ورکړل شی.»
د ولسی جرګې غړی وایی، که له روغتیایی مرکزونو په سمه توګه څارنه ونهشی یوازې د روغتیایی مرکزونو د شمېر په ډېرېدو سره به د خلکو ستونزې هوارې نهشی.
Comments are closed.