جنرال رازق: ډېر ژربه ۶۰لوړپوړی طالب مشران د سولې له بهیر سره یو ځای شی

گزارشگر:شنبه 25 حمل 1397 - ۲۴ حمل ۱۳۹۷

mandegar-3دکندهار امنیه قوماندان د سولې له بهیر سره د لسګونو طالب مشرانو د یو ځای کېدو خبر ورکړ.
د کندهار امنیه قوماندان جنرال عبدالرازق وایی، د وسله والو طالبانو شااوخوا ۶۰ جګپوړی مشران حاضر شوی چې د افغان حکومت سره سوله وکړی او د کندهار په امن سیمه کې سوله ییز ژوند وکړی.
جنرال عبدالرازق وایی چې د وسله والو طالبانو د کوټې شورا له شااوخوا ۶۰ مهیمو مشرانو سره د سولې په برخه کې تفاهم ته رسېدلی دی.
جنرال رازق تېره ورځ له رسنیو سره په خبرو کې ویلی چې د سولې له بهیر سره د غه یو ځای کېدونکی طالب مشران چې د کندهار امن سیمې ته به د خپلو کورنیو سره را انتقال شی وزیران او د فرقې په کچه قوماندانان دی.
د قوماندان په خبره په تېرو دریېو کلونو کې د کندهار امن سیمې ته د ۳۰ په شااوخوا کې دغه ډول طالب مشران د خپلو کورنیو سره راغلی او سوله ییز ژوند یې غوره کړی دی.
نوموړی زیاته کړه:
«شپېته کسه نور اماده شوی چې د وزیرانو څخه نیولې بیا د فرقې تر قوماندانانو پوری چې دا د امارت په وخت کې او یا په اوسنی وخت کې د ولایتونو مسؤلین دی اماده شوی چې په دې کې ډېر کمک د نړیوالې ټولنې دی، خپله د قومی مشرانو دی او موږ په هیله لرو چې په دې کې د سعودی او اماراتو حکومتونه همکاری وکړی.»
قوماندان وایی، دغه ۶۰ طالب مشران د سولې شورا له تماسونو پرته د نړیوالې ټولنې او قومی مشرانو په هڅو له جګړې لاس اخلی او سوله ییز ژوند غوره کوی.
د نوموړی په وینا له دغه ۶۰ طالب مشرانو څخه یې یو شمېر ممکن د ولسی جرګې ولایتی شورا او ولسوالیو شوراګانو په ټاکنو کې ځانونه هم کاندید کړی.
جنرال رازق په عین وخت کی اندېښنه وښوده چې د سیمې هېوادونه په خاص ډول روسیه او ایران د سولې د خبرو په وړاندې د خپلو ګټو په خاطر له افغان سیاسیونو څخه ګټه اخلی.
قوماندان روسیه او ایران تورن کړل چې د یو شمېر افغان سیاسیتوالو په مټ د وسله والو طالبانو سره د سولې خبرې له خنډ سره مخامخ کوی.
هغه په کور دننه پر ځینو سیاسیونو ږغ وکړ چې د روسیې او ایران په استازولی دی د سولې خنډ نه جوړېږی.
د کندهار امنیه قوماندان جنرال عبدالرازق که څه هم د دغو سیاسی کسانو له ډلې د کوم کس نوم یاد نه کړ، خو مخکنی ولسمشر حامد کرزی څو ورځې وړاندې د روسیې له یوه ټلوېزیون سره د مرکې پر مهال ویلی وو چې مسکو له پاکستان سره د نویو اړیکو له لارې اسلام اباد په افغان سوله کې همکارۍ ته هڅولی شی.

اشتراک گذاري با دوستان :

Comments are closed.