د فاریاب پولیسو ویاند: ځانګړو ځواکونو طالبان‌یې شړلی دی

گزارشگر:شنبه 5 جوزا 1397 - ۰۴ جوزا ۱۳۹۷

mandegar-3افغانستان ملی ځانګړی ځواکونه فاریاب ولایت ته رسیدلی او طالبان یې پر شا تمبولی.
له تیرو دوو ورځو راهیسې د فاریاب شیرین تګاب او خواجه سبزپوش ولسوالۍ چې د بلخ- فاریاب پر لویې لارې پرتې دی او فاریاب له اتو شمالی او شمال ختیځو ولایتونو سره نښلوی، د جګړې په تاوده ډګر اوښتی.
د دغو ولسوالیو د اوسنی وضعیت په اړه د چارواکو خبرې بیلابیلې دی. د فاریاب د پولیسو ویاند کریم یورش وایی، د خواجه سبز پوش او شیرین تګاب ولسوالۍ په پوره ډول د دوی په واک کې دی او طالبان یې ترې شړلی دی. ښاغلی یورش وویل، د ځانګړو ځواکونو په رسیدو سره یې دا بریا تر لاسه کړې او په وینا یې چې مرکز ورسره د زرو نورو تازه دمه ځواکونو د استولو ژمنه هم کړې ده.
بلچراغ ولسوالی هم څه موده مخکې طالبانو نیولې وه.
دی زیاتوی چې امنیتی ځواکونو ته د طالبانو بریدونو د سر زیان نه دی اړولی خو ادعا کوی چې طالبانو ته یې زیاته مرګ ژوبله اړولې ده. د فاریاب د والی ویاند هم د ورته بریا خبره کوی او وایی چې د تازه دمه سرتیرو په رسیدو طالبان په شا شوی، خو فاریاب کې د ځایی پاڅون کوونکو قومندان نظام الدین قیصار وایی، د ولسوالیو وضعیت لا هم نازک دی او په خبره یې چې لا هم د طالبانو له خوا کلابندې دی.تیره ورځ یو شمیر سیمه ییزو چارواکو خبرداری ورکړی و چې د شیرین تګاب او خواجه سبزپوش ولسوالۍ د سقوط له ګواښ سره مخ دی او د مرستې لپاره یې د ځواکونو غوښتنه کړې وه.افغانستان ملی ځواکونو له طالبانو د بلچراغ ولسوالۍ مرکز بېرته نیولی
شاوخوا دوه اونۍ وړاندې د فاریاب بلچراغ ولسوالۍ هم د طالبانو لاس ته ورغله چې له یوې ورځې وروسته بیرته ملی ځواکونو ونیوله. فاریاب چې له ترکمنستان سره ګډه پوله لری او د شمالی او لویدیځ افغانستان د نښلولو لاره هم ده، د نورو شمالی ولایتونو پرتله ناامنه دی. چارواکی وایی، وسله والې ډلې غواړی چې پر دغه ولایت د ولکې ټینګولو له لارې ځانته لوجستیکی او ملاتړ لارې پرانستې وساتی او دلته خپل مرکزونه جوړ کړی.

اشتراک گذاري با دوستان :

Comments are closed.