د غوڅ ملاتړ ماموریت: پـه هلمنـد کـې وژل شـویو طالبـانو د راتـولـونکـو حمـلو پلانـونه جـوړول

گزارشگر:شنبه 12 جوزا 1397 - ۱۱ جوزا ۱۳۹۷

mandegar-3په افغانستان کې د دېره نړیوالو ځواکونو سرچینې وایی، هغه لسګونه وسله وال چې د هلمند ولایت په موسی کلا ولسوالۍ کې مړه او ټپیان شوی، د فراه له جګړې تښتېدلی طالب مشران وو.
د ناټو په مشرۍ د غوڅ ملاتړ ماموریت وایی، هغو لسګونو طالب مشرانو چې د هلمند ولایت په موسی کلا ولسوالۍ کې په هوایی حملو کې مړه او ټپیان شوی، د فراه په جګړه کې له ماتې وروسته د خپلو راتلونکو پلانونو په اړه غونډه کوله.
په افغانستان کې دېره نړیوالو ځواکونو د چهارشنبې په ورځ په یوه خبرپاڼه وویل چې دا کسان په یوه کور کې راټول شوی وو او د راتلونکو حملو لپاره یې پلانونه جوړول چې په نښه شول.
خبرپاڼه زیاتوی چې د روانې مې میاشتې له ۱۷ مې تر ۲۶ مې له ۷۰ زیاتو طالب مشرانو ته په هوایی حملو کې مرګ ژوبله اوښتې ده.
د خبرپاڼې له مخې، د موسی کلا په عملیاتو کې د طالبانو شااوخوا ۵۰ مشران مړه او ټپیان شوی دی.

او ډونیل وویل:
«یو علت چې موږ دا هدف غوره کړ قسماً دا و چې موږ طالبان پر فراه له حملې وروسته څارل، موږ دوی په داسې حال کې تر څارنې لاندې ونیول چې غوښتل یې په دې اړه پرېکړه وکړی چې په فراه کې له ماتې وروسته باید څه وکړی، ځکه د فراه ماتې په رښتیا دوی له صحنې وایستل، زه فکر کوم چې په دې غونډه کې د جګپوړو طالب مشرانو راټولېدل د دې حقیقت ښکاروندویی کوی چې د افغانستان د ملی امنیت د ادارې او د امریکا د پوځ او د ناټو د ځواکونو ارزیابی چې د دوی مرستې ته ورغلل، طالبان په رښتیا اړ کړل چې پر خپل دریځ او اقداماتو بیا غور وکړی.»
د غوڅ ملاتړ ماموریت وایی چې د موسی کلا عملیات په تېر یوه کال کې وسله والو طالبانو ته تر ټولو لویه ضربه وه.
د افغانستان دفاع وزارت هم وایی چې دا حمله د طالبانو لپاره خورا لویه ضربه وه.
د دفاع وزارت ویاند جنرال محمد رادمنش ازادی راډیو ته وویل چې افغان او نړیوال ځواکونه به د طالبانو د مشرانو د منځه وړلو عملیاتو ته دوام ورکړی.
نوموړی وویل:
«په موسی کلا ولسوالۍ کې د ترورېستی ډلو ۵۰ تنه مشران له منځه ولاړل، دې د دوی پر فعالیتونو خورا ناوړه اغېز کړی، همداراز په ټول هېواد کې د دوی رهبرانو او قوماندانانو ته غاښ ماتوونکی ځواب ویل شوی او په راتلونکې کې به هم وویل شی.»
طالبانو په موسی کلا کې د خپلو قوماندانانو مرګ ژوبله تشه ادعا بللې ده.
د طالبانو ویاند قاری محمدیوسف احمدی یوه ورځ وروسته له دې چې د غوڅ ملاتړ ماموریت په موسی کلا کې د طالب مشرانو د مرګ ژوبلې خبر ورکړ، په یوه خبرپانه کې وویل چې دا حمله د ولسی خلکو پر کور شوې او په ترڅ کې یې پنځه ملکی وګړی وژل شوی دی.
د طالبانو د دې وینا په ځواب کې د غوڅ ملاتړ د ماموریت ویاند ډګرمن او ډونیل وایی چې که وژل شوی کسان په رښتیا ملکیان وای، نو د طالبانو ویاند ولې مخکې نه ویل او په دې اړه یې خپله خبرپاڼه ولې د ناټو له خبرپاڼې وروسته خپره کړه؟

اشتراک گذاري با دوستان :

Comments are closed.