عبــدالله: د سولې د خبرو له برابر شوی فرصته دې وسله‌وال مخالفین ښه ګټه واخلی

گزارشگر:سه شنبه 17 میزان 1397 - ۱۶ میزان ۱۳۹۷

mandegar-3د حکومت اجرائیه رییس وایی، د سولې د خبرو اترو لپاره ښه فرصت برابر شوی او وسله‌وال مخالفین باید له رامنځته شوی فرصته ښه ګټه واخلی.
د حکومت اجرائیه رییس د افغانستان د سولې د بهیر لپاره د امریکا له هڅو ملاتړ کوی او وایی، د سولې د خبرو اترو لپاره ښه فرصت برابر شوی او مقابل لوری باید ترې ګټه واخلی.
عبدالله عبدالله د دوشنبې په ورځ د وزیرانو شورا له غونډې وړاندې رسنیو ته وویل: «د دې تر څنګ چې موږ د سولې لپاره د امریکا متحده ایالاتو له تمرکز او اساسی هڅو ملاتړ کوو، باوری یوو چې دا پروسه د افغانانو او نړیوالې ټولنې په ملاتړ جدی او په متمرکزه توګه به مخ ته ځی او موږ هیله‌من یوو چې د سولې د خبرو اترو لپاره له برابر شوی ښه فرصته مقابل لوری هم ښه ګټه واخلی.»
دا په داسې حال کې ده چې د افغانستان د سولې د بهیر لپاره د امریکا د متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزارت ځانګړی استازی زلمی خلیل‌ز‌اد تېره شپه ناوخته له افغان ولسمشر او اجرائیه رییس سره د افغانانو په رهبرۍ او مالکیت په افغانستان کې د سولې د تأمین پر لارو چارو خبرې کړی.
کابل ته له سفر دمخه ښاغلی خلیل‌زاد د شنبې په ورځ په اسلام‌اباد کې له پاکستانی مقاماتو سره هم لیدلی، خو لا معلومه نه‌ده چې په دې لیدنه کې په کومو مسایلو خبرې اترې شوې دی.
ټاکل شوې چې د افغانستان د سولې لپاره د امریکا د متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزارت ځانګړی استازی سیمې ته د خپل ۱۰ ورځنی سفر په ترڅ کې، عربی متحده اماراتو، سعودی عربستان او قطر ته هم سفر وکړی.
۶٧ کلن زلمی خلیل‌زاد په افغانستان کې د امریکا د پخوانی سفیر په توګه له ۲۰۰۳ میلادی کاله تر ۲۰۰۵ میلادی پورې او د طالبانو له پرځېدو وروسته په جریانونو کې اساسی رول لوبولی دی.
د افغانستان د سولې د بهیر لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د ځانګړی استازی په توګه له ټاکنې وروسته، دا کابل ته د ښاغلی خلیل‌زاد لومړنی سفر دی.
د افغانستان جمهوری ریاست په یوه اعلامیه کې ویلی چې افغان ولسمشر غنی او خلیل‌زاد د د روانې اوونۍ د یکشنبې په ماښام وکتل او د سولې د پروسې د بریالیتوب او په هېواد کې د سراسری امنیت د تأمین په هدف د افغان دولت د هڅو په اړه‌یې خبرې وکړې.
په ورته وخت کې د مشرانو جرګې دوهم مرستیال محمد اصف صدیقی له ازادی راډیو سره په خبرو کې د سولې لپاره روانې هڅې هیله بخښونکې وګڼلې، خو ټینګار یې وکړ چې باید په دې برخه کې عملی کار وشی.
دی وایی: «په ټوله کې موږ د سولې خبرو اترو ته خوشبین یوو، خو عملی کار غواړو، ځکه د سولې لپاره له تېرو څو کلونو راهیسې دا ډول ناستې او خبرې اترې شوی، خو تر اوسه کومه مثبته نتیجه لاس ته نه‌ده راغلې.»
په همدې حال کې د سیاسی چارو یو شمېر کارپوهان وایی، د امریکا په بهرنیو چارو وزارت کې د افغانستان لپاره د ځانګړی سلاکار په توګه د زلمی خلیل‌زاد هڅې به د افغانستان پر وضعیت مثبت تأثیر ولری.
له ډلې یې ودیر صافی وایی، دوی تمه لری چې دا ځل باید زلمی خلیل‌زاد د افغانستان د سولې په اړه د سیمې استخبارات قانع کړی چې یو سوله‌ییز افغانستان د سیمې په ګټه دی، باید په دې برخه کې ټول په شریکه مرسته وکړی.

اشتراک گذاري با دوستان :

Comments are closed.