د انتخاباتی شکایتونو کمېسیون: ښایـی د ځینو حوزو رأیې باطلـې اعـلان شی

گزارشگر:چهار شنبه 2 عقرب 1397 - ۰۱ عقرب ۱۳۹۷

mandegar-3د افغانستان د انتخاباتی شکایتونو کمېسیون وایی دوى ته د وررسېدلو زرګونه شکایتونو له جملې ځینې یې جدی دی.
د دغه کمېسیون په باور ممکن تر څېړنو او ارزونو وروسته دغه جدی شکایتونه د ځینو ولایتونو د انتخاباتی حوزو د رأیو د باطلېدو سبب شی.
د انتخاباتی شکایتونو د کمېسیون مرستیالې حمیرا حقمل پرون ازادۍ راډیو ته وویل: «څرنګه چې په قانون کې دغه موارد پېشبینی شوی دی. طبعاً د افغانستان ټاکنې هم له دغسې وضعیت څخه لیرې نه‌دی. داسې موارد شته چې د شکایتونو تر څېړنې او ارزونې وروسته د ځینو حوزو رأیې باطلې اعلان او په هغو حوزو کې بیا انتخابات وشی.»
مېرمن حقمل وایی د دوى لومړنۍ ارزونې ښیی چې زیاتې انتخاباتی سرغړونې په کابل، لغمان او میدان وردګ ولایتونو کې شوی دی.
د قانون له مخې خلک کولاى شی تر انتخاباتو ۴٨ ساعته وروسته خپل شکایتونه ثبت کړی.
یعنې خلک نن سې شنبه د شپې تر ۱۲ بجو پورې خپل شکایتونه د انتخاباتی شکایتونو له کمېسیون سره ثبتولاى شی.
دغه کمېسیون وایی پرون دوشنبه‌یې شااوخوا ١٠٠٠ شکایتونه ثبت کړی او د انتخاباتو په دوو ورځو کې هم ۶٠٠٠ شکایتونه له دوى سره ثبت شوی دی.
د انتخاباتو خپلواک کمېسیون په تېرو انتخاباتو کې سرغړونې تأییدوی، خو فکر کوی چې ښایی ډېرې جدی نه‌وی، د دغه کمېسیون په حواله که چېرې د انتخاباتی شکایتونو له کمېسیون سره درج شوی شکایتونه مستند وی او پر اساس‌یې د ځینو حوزو رأیې باطلې اعلانېږی، دوى به‌یې تأیید کړی.
د دغه کمېسیون ویاند سید حفیظ‌الله هاشمی وایی دوى تیار دی، له قانون سره سم په هغو انتخاتی حوزو کې چې رأیې باطلې اعلانېږی، انتخابات وکړی.
ښاغلی هاشمی زیاته کړه: «ځینې سرغړونې چې دی له قانون سره سمې به څېړل کېږی. هر څه چې قانون پېشبینی کوی او مستند وی د ټاکنو خپلواک کمېسیون به ورسره مشکل ونه‌لری، په دې شرط چې مستند او معتبر اسناد وی، حقوقی او قانونی اړخ‌یې هم په پام کې نیول شوى وی.»
د قانون له مخې د انتخاباتو خپلواک کمېسیون مؤظف دى په هغو انتخاباتی حوزو کې په یوه اوونۍ کې دننه بیا انتخابات وکړی چې رأیې یې باطلې اعلانېږی.
د افغانستان د انتخاباتو خپلواک کمېسیون ویلی، د رأی اچونې په ورځ‌یې د تخنیکی ستونزو د څېړنې لپاره کمېټه ټاکلې ده او تر هر اړخیزو څېړنو وروسته به د رأی اچونې د مرکزونو ټولو هغو کارکوونکو ته قانونی سزا ورکړل شی چې په وظیفه کې یې ناغېړی کړې وی.
د ازادو او عادلانه انتخاباتو د بنسټ یا فیفا اجرائیه مشر یوسف رشید د یکشنبې په ورځ ویلی وو چې د انتخاباتو خپلواک کمېسیون د ولسی جرګې انتخاباتو ته پوره چمتووالى نه‌درلود چې د انتخاباتو په ورځ د بېلابېلو بې‌نظمیو او سرغړونو سبب شو.
له غزنی او کندهار ولایتونو پرته د ولسی جرګې انتخابات تېره شنبه او یکشنبه وشول.
که څه هم په پام کې ده په کندهار کې دغه انتخابات راروانه شنبه وشی، خو د غزنی ولایت د انتخاباتو لپاره لا کوم مهالوېش نه‌دى ټاکل شوى.

اشتراک گذاري با دوستان :

Comments are closed.