په افغـانستان کـې د ماشـومانـو د ګـوزڼ د مثبتـو پېښو زیـاتېـدو ته انـدېښنـې

گزارشگر:شنبه 12 عقرب 1397 - ۱۲ عقرب ۱۳۹۷

mandegarد افغانستان د عامې روغتیا وزارت او یونسیف په دې هېواد کې د ماشومانو د ګوزڼ یا پولیو د مثبتو پېښو د زیاتېدو په اړه اندېښنه څرګنده کړې ده.
په افغانستان کې د ماشومانو د ګوزڼ یا پولیو د مثبتو پېښو زیاتېدو د عامې روغتیا وزارت او د ماشومانو لپاره د ملګرو ملتونو وجهی صندوق یا یونسیف اندېښمن کړی دی.
د عامې روغتیا د وزارت چارواکو ویلی دی چې د روان ۲۰۱۸ کال له پیل راهیسې تر اوسه پورې په هلمند، کندهار، ارزګان، کنړ، نورستان او ننګرهار ولایتونو کې د ماشومانو د ګوزڼ یا پولیو ۱۹ مثبتې پېښې ثبت شوی دی.
د صحت عامې وزارت د کتلوی معافیت د برخې مشر ډاکتر غلام دستګیر نظری ازادی راډیو ته وویل، له پولیو ضد کمپاینونو څخه په ټول هېواد کې د څه د پاسه یو میلیون ماشومانو پاتې کېدل، د پولیو د پېښو د زیاتوالی اصلی علت دی.
دی وایی: «له بده مرغه په افغانستان کې د پولیو د ختمولو پر وړاندې لوی ازمون نا امنی او له واکسینه د څه د پاسه یو میلیون ماشومانو پاتې کېدل دی، مونږ د دې ۶ ولایتونو یو شمېر ولسوالیو ته د دولت د وسله والو مخالفانو د موجودیت له امله لاسرسی نه لرو، د ملګرو ملتونو او قومی مخورو په منځګړتوب هڅې روانې دی چې وسله وال مخالفان مو پرېږدی چې ماشومان د پولیو ضد واکسین کړو.»
د پولیو تازه پېښه د هلمند ولایت په نوزاد ولسوالۍ کې ښکاره شوې ده.
د عامې روغتیا د وزارت د معلوماتو له مخې، په تیر میلادی کال کې په افغانستان کې د پولیو د مثبتو پېښو شمېر ۱۴ و او وړم کال بیا ۱۳ماشومان په دې ناروغۍ اخته شوی وو.
د عامې روغتیا وزارت او د ماشومانو لپاره د ملګرو ملتونو وجهی صندوق یا یونسیف د افغان دولت پر وسله والو مخالفانو غږ کړی دی چې د پولیو د واکسین د کمپاینونو مخه ونه نیسی.
دوی دغه راز له کورنیو هم غوښتنه کوی چې خپلو کوچنیانو ته ګوزڼ ضد واکسین ورکړی.
د یونسیف د پولیو ضد مبارزې د پروګرام ویاند کمال شاه ازادی راډیو ته وویل: «دا یو بې پرې پروګرام دی او یوازې د کوچنیانو لپاره دی، کوچنیان کوچنیان دی، که د دولت تر کنټرول لاندې سیمو کې وی او که د طالبانو تر واک لاندې ساحو کې، همدې ته په پام مونږ له طالبانو غواړو چې د واکسین له کمپاینونو سره همکاری وکړی، میندې او پلرونه هم باید په دې برخه کې زیاته همکاری وکړی او په هره دوره کې خپل کوچنیان واکسین کړی.»
د روغتیا د نړیوال سازمان په وینا، افغانستان، پاکستان او نایجیریا د نړی درې هېوادونه دی چې لا هم په کې د ماشومانو د ګوزڼ یا پولیو ناروغی نه ده محوه شوې.
پولیو یا د ماشومانو ګوزڼ درملنه نه لری او د مخنیوی یوازنۍ لار یې له پنځه کلنۍ مخکې واکسین کول دی.

اشتراک گذاري با دوستان :

Comments are closed.