د غزنی اوسېدونکی: دولت دې د ډیسی توپونو توغولو پر ځای پوځی عملیات وکړی

گزارشگر:چهار شنبه 23 عقرب 1397 - ۲۲ عقرب ۱۳۹۷

mandegarد غزنی اوسېدونکی په غزنی کې د ملی اردو له لوا او نورو قرارګاوو څخه د ډیسی توپونو له ویشتلو څخه سرټکوی او وایی، دغه توپونه د وسله‎والو مخالفینو د پټن‎ځایونو تر څنګ د ولسی خلکو په کورونو هم لګېږی.
دوی وایی، ډېری وخت یې له امله ښځو، ماشومانو او یا هم نورو ولسی خلکو ته مرګ ژوبله اوړی.
څو تنو یې ازادی راډیو ته وویل: «که دولت غواړی چې وسله‎وال وځپی، د دې پر ځای چې دغه توپونه وتوغوی، پوځی عملیات دې ترسره کړی.»
د غزنی دولتی چارواکی هم منی چې له لوا او د ملی اردو له قرارګاوو څخه د غزنی د ولسوالیو پر لور دغه درانه توپونه توغول کېږی، خو وایی یوازې د دولت وسله‎والو ته مرګ ژوبله اړوی.
د غزنی والی وحیدالله کلیمزی په‎دې اړه ازادی راډیو ته وویل: «د وسله‌والو د ځپلو له‌پاره دا یوه مؤثره وسله ده او باید استعمال شی.»
که دولتی چارواکی منی چې دغه توپونه ښه پرېمانه توغوی او یوازې وسله‌وال‌یې له امله وژل کېږی، نو د غزنی د قره‌باغ ولسوالۍ یوه تن اوسېدونکی ازادی راډیو ته بیا د خپل ځان د ټپی کېدو او د سترګو لیدلی حال بیانوی او وایی: «زمو د کور د همسایه ګانو پر کور ولګېده، یو تن یې وواژه او بل‌یې سخت ټپی کړ، زه هم په‌کې ټپی شوم.»
دا په‌داسې حال کې ده چې د غزنی له لوا او د غزنی د قره‌باغ ولسوالۍ د عسکرکوټ د ملی اردو له قرارګاه څخه تقریباً لسګونه ډیسی توپونه هره شپه د غزنی ولسوالیو ته توغول کېږی.

اشتراک گذاري با دوستان :

Comments are closed.