گزارشگر:شنبه 26 عقرب 1397 - ۲۵ عقرب ۱۳۹۷
د افغانستان د سولې عالی شورا وایی، د سولې پروسه د دغې شورا له واکه وتلې ده.
د مسکو له ناستې او د سولې په برخه کې کابل ته د امریکا د بهرنیو چارو د وزارت د ځآنګړی استازی زلمی خلیلزاد له سفرونو وروسته، چارواکی د سولې په تړاو اندېښنې ښیی.
د افغانستان د سولې عالی شورا مرستیالې حبیبې سرابی د پنجشنبې په ورځ په یوې ناسته کې چې د افغانستان د ستراتېژیکو مطالعاتو د انسټټیوټ لهخوا جوړه شوې وه وویل، د سولې پروسه د دغې شورا له لاسه وتلې ده.
نوموړې زیاته کړه: «اوس د سولې پروسه د سولې عالی شورا له لاسه وتلې ده، حتی د ژینو ناستې ته چې د سولې موضوع پهکې مطرح کېږی د دغې شورا، یو غړی هم بلل شوی نهدی.»
د سولې عالی شورا له لاسه د سولې د پروسې د وتلو خبرې په داسې حال کې کېږی چې د تېرې جمعې په ورځ په مسکو کې د سولې په اړه ناسته جوړه شوې وه.
طالبانو پهدغه ناسته کې ویلی چې اوس له افغانستان سره د سولې خبرو ته نه، بلکې له امریکا سره خبرو ته حاضر دی.
دغهشان په روانه اوونۍ کې د امریکا د متحده ایالاتو، افغانستان، عربی متحده اماراتو او سعودی عربستان استازو هم د افغانستان د سولې په تړاو په ابوظبی کې سره لیدلی دی.
بلخوا د افغانستان د سولې لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ځانګړی استازی زلمی خلیلزاد، د دوهم ځل لپاره افغانستان او د سیمې هېوادونو ته سفرونه پیل کړی دی.
ویل کېږی چې زلمی خلیلزاد به پهدغه سفر کې قطر ته ولاړ شی او د طالب چارواکو سره به ووینی، د ده په مشرۍ به امریکایی پلاوی تر راتلونکې سې شنبې پورې په هغه هېواد کې پاتې او بیا به پاکستان ته لاړ شی.
ښاغلی خلیلزاد تېره میاشت په قطر کې د طالبانو له استازو سره خبرې کړې دی.
د راپورونو له مخې مخکې له دې د جنوبی او مرکزی اسیا په چارو کې د امریکا د بهرنیو چارو د وزارت د مرستیالې الېس ولز په مشرۍ یو ډیپلوماتیک پلاوی، د جولای په میاشت کې په قطر کې د طالبانو له استازو سره لیدلی دی.
بلخوا د افغانستان د سولې عالی شورا یو بل مرستیال عزیزالله دین محمد د چهارشنبې په ورځ د افغانستان د سولې او پرمختګ د اسلامی حزب د موجودیت اعلان وکړ.
ښاغلی دین محمد زیاتوی: «دغه جنګ څنګه مهاروو؟ څرنګه د خلکو قناعت حاصل کړو؟ د دوی د قناعت حاصلولو لپاره باید سولې ته کار وکړو. د افغانستان د سولې او ترقۍ اسلامی حزب به، په هېواد کې د سولې لپاره وروستۍ هڅې وکړی.»
ده وویل، د طالب بندیانو د خوشې کېدلو لړۍ کولای شی چې د افغان حکومت او طالبانو ترمنځ د سولې خبرو ته زمینې برابرې کړی.
Comments are closed.