دانش: په جنیوا کې د نړیوالو نوې ژمنې او د همکاریو دوام د حکومت بریالیتوب ښیی

گزارشگر:دو شنبه 12 قوس 1397 - ۱۲ قوس ۱۳۹۷

د ولسمشر دوهم مرستیال سرور دانش وایی، په جنیوا کنفرانس کې د نړیوالو نوې ژمنې او د همکاریو دوام د ملی یووالی د حکومت بریالیتوب ښیی.
د ولسمشر دوهم مرستیال سرور دانش د جنیوا کنفرانس د افغانانو لپاره یوه لویه لاسته راوړنه او د ملی یووالی حکومت بریالیتوب بولی.
ښاغلی دانش د یکشنبې په ورځ په کابل کې د ښارجوړونې په چوکاټ کې د عراضۍ د خپلواکې ادارې د ادغام مراسمو ته د وینا پرمهال وویل چې افغان پلاوی په دغه کنفرانس کې وتوانېد چې د نړیوالو قناعت ترلاسه او د هغوی دوامداره ملاتړ راجلب کړی.
ده وویل: «په دغه کنفرانس کې نړیوالو یو ځل بیا د تحول په لسیزه کې خپل بشپړ ملاتړ اعلان کړ، په دغو اساسو شرایطو کې چې زموږ خلک له ګڼو ستونزو سره مخ دی، دغه هر اړخیز ملاتړ په نړیواله ټولنه کې زموږ د هېواد غوره ځای او د حکومت د فعالې ډیپلوماسۍ ښودنه کوی.»
د جنیوا کنفراس چې له وارسا او بروکسل وروسته د افغانستان لپاره یو مهم کنفرانس ګڼل کېږی، د روان کال د نومبر د میاشتې په ۲۷مه او ۲۸مه نېټه د سویس په جنیوا ښار کې د افغان حکومت او ملګرو ملتونو په کوربتوب جوړ شو.
په دغه کنفرانس کې د څه باندې ۶۰ هېوادونو او شااوخوا ۳۵ نړیوالو سازمانونو استازو ګډون کړی و.
د جنیوا ناسته چې دوه ورځې یې دوام وکړ، د افغانستان پر سولې، اقتصادی ځان بساینې او په‌ دې هېواد کې په بېلابېلو برخو کې د شویو پرمختګونو په اړه په‌ کې بحثونه وشول.
وړاندې ویل کېدل چې په ‌دغه کنفرانس کې به افغان حکومت د بروکسل په کنفرانس کې د شویو ژمنو په اړه هم نړیوالې ټولنې ته حساب ورکړی.
د جنیوا په کنفرانس کې اروپایی ټولنې په افغانستان کې د ۴۷۴ میلیونه یورو په ارزښت د مرستو اعلان وکړ چې دغه مرستې به د دولت جوړولو، د عامه سکټور د اصلاحاتو، روغتیا، عدالت، انتخاباتو او دغه ‌شان د مهاجرت او بې‌ځایه کېدو په برخو کې مصرف شی.
دغه شان افغان ولسمشر محمد اشرف غنی د کنفرانس له ګډون ‌والو سره د افغان حکومت د سولې طرحه هم شریکه کړه چې د افغان حکومت په خبره، نړیوالو له دغې طرحې کلک ملاتړ اعلان کړ.
په ورته وخت کې د نړیوالو اړیکو کارپوه داود مایار که څه هم په هېواد کې یو لړ ستونزې منی، خو وایی، افغان حکومت توانېدلی چې په نړیوالو کنفرانسونو او ناستو کې ښه حضور ولری او د نړیوالو قناعت ترلاسه کړی.
ده زیاته کړه: «که څه هم په کور دننه او بهر یو لړ ستونزې موجودې وې، خو بیا هم ولسمشر په خپل نوښت سره توانېدلی چې د نړیوالې ټولنې او سازمانونو قناعت ترلاسه او د هغوی پام افغانستان ته را واړوی.»
که څه هم افغان چارواکی د جنیوا په کنفرانس کې د افغان حکومت د اقداماتو په اړه د نړیوالو د قناعت خبره کوی، خو د کارپوهانو په وینا، ناامنی، اداری فساد، زورواکی او په بشپړ ډول د قانون نه پلی کېدل لا هم په هېواد کې له عمده ننګونو او ستونزو څخه ګڼل کېږی.

اشتراک گذاري با دوستان :

Comments are closed.