د کابل ښاروالی: د یخنۍ له امله هره اوونۍ تر ۱۰ معتاد کسان مړه کېږی

گزارشگر:یکشنبه 25 قوس 1397 - ۲۴ قوس ۱۳۹۷

د کابل ښاروالی وایی چې د هوا له سړېدو سره سم دوی ته هره اوونۍ لږ تر لږه د لسو ناپېژاندو معتادینو او مسافرو جسدونه د خښولو لپاره سپارل کېږی.
د هوا له سړېدو سره سم معتادین خوندی ځایونو ته ځی چې له یخنۍ، واورو او باران څخه ځانونه وساتی.
د کابل ښار باغ علی مردان هغه سیمه ده چې هلته د معتادینو ګڼه ګوڼه ډېره ده، سږکال ژمی د نورو ستونزو تر څنګ سړې هوا هم د دوی ستونزې ډېرې کړی دی.
په دې ځای کې یو معتاد شیرجان نومېږی چې سترګې یې له اوښکو ډکې دی او په غمجن اواز وایی، کورنۍ یې د اعتیاد له امله له کوره شړلی او اوس په دې یخنۍ کې د باغ علی مردان په سیمه کې اوسېږی.
دی وایی: «په دې څلورو دېوالونو کې پلاسټیکونه، بوجۍ او نور شیان سوځوو، ځانونه تودوو چې یخنی مو و نه وهی.»
په باغ علی مردان سیمه کې په سلګونو معتادین د شخصی استوګنځایونو په منځ کې ژوند کوی، له دې معتادینو څخه یوه یې راته وویل چې په تېرو څو ورځو کې یې د مړو شویو معتادینو څو جسدونه لیدلی دی.
دی وایی: «دا دوه درې ورځې مخکې دلته درې مړی پراته وو، د پولیسو موټر راغی او له دې ځایه یې یووړل. تېره ورځ هم یو معتاد په دهن چمن کی مړ شوی و .»
پولیس د ناپېژاندو معتادینو او مسافرو جسدونه عدلی طب ته سپاری او هلته تر طبی معایناتو او تکفین وروسته د خښولو لپاره د کابل ښاروالۍ د فرهنګی خدمتونو ریاست ته وړل کېږی.
د کابل ښاروالۍ د فرهنګی خدمتونو ریاست وایی، د هوا له سړېدو سره سم د یوې اوونۍ په ترڅ کې د معتادینو لږ تر لږه پنځلس جسدونه هغوی ته سپارل کېږی.
د ښاروالۍ کارکوونکی د ناپېژاندو معتادینو جسدونه د مسافرو په هغه هدیره کې خښوی چې د شهداء صالحینو د غره په لمن کې جوړه شوې ده.
د کابل ښاروالۍ د فرهنګی خدمتونو د ریاست کارکوونکی احسان الله وایی، یوولس کاله کېږی چې په دې هدیره کې د ناپېژاندو او مسافرو مړو لپاره قبرونه کیندی.
نوموړی زیاته کړه: «څنګه چې تاسې ګورئ، هره ورځ مې دا حال وی، قبرونه کیندم، څومره چې مې وس رسېږی، ښه قبر جوړوم. د عدلی طب امبولانس دلته جسد راوړی. ځینې جسدونه چې د جنازې لمونځ ورکړل شوی وی، راته وایی چې جنازه یې شوې ده، هغه دی چې زه یې خښوم او د چا د جنازې لمونځ چې نه وی شوی، خپله مخکې کېږم، لمونځ ورکوم او بیا یې خښوم.»
د کابل ښاروالۍ د فرهنګی خدمتونو ریاست وایی، د مسافرو او ناپېژاندو خلکو په دې هدیره کې هغه نا اشنا جسدونه هم خښېږی چې په جګړه کې وژل شوی او خپلوان یې معلوم نه وی، موږ د هر قبر پر ځانګړې تېږه یا شناخته باندې شمېره لیکو، دا کار د دې لپاره کوو چې د مړو خپلوان زموږ سره تر اړیکو نیولو وروسته خپل مړی په اسانۍ سره پیدا کړای شی.

اشتراک گذاري با دوستان :

Comments are closed.