احمد مسعود: طالبان به هیچ تعهد خود به غیرقرارداد خود با آمریکا عمل نکرده‌اند.





د انتخاباتو کمېسیون: د کابل د ۱۸۲ مرکزونو د رأیو بیا شمېرنه پای ته ورسېده

گزارشگر:دوشنبه 26 قوس 1397 - ۲۵ قوس ۱۳۹۷

mandegarد افغانستان د انتخاباتو خپلواک کمېسیون وایی، په کابل کې د ۱۸۲ مرکزونو د رأیو بیا شمېرنه پای ته ورسېده.
د افغانستان د انتخاباتو خپلواک کمېسیون د دغه هېواد د انتخاباتی شکایتونو د کمېسیون په غوښتنه، د کابل د ۱۸۲ مرکزونو د رأیو بیا شمېرنه پای ته رسولې ده.
د دغه کمېسیون مسؤلین وایی چې د کابل حوزې د لسګونو نورو مرکزونو د رأیو شمېرنې بهیر اوس هم روان دی.
د یاد کمېسیون مرستیال ویاند ذبیح الله سادات د یکشنبې په ورځ ازادی راډیو ته وویل، د روانې اوونۍ تر پایه به د کابل تر څنګ د ټولو ولایتونو لومړنۍ پایلې اعلان شی.
ده وویل: «د هغو مرکزونو د رأیو بیا شمېرنه به نن پای ته ورسېږی چې د شکایتونو کمېسیون یې د بیا شمېرنې پرېکړه کړې وه، همداراز د انتخاباتی شکایتونو کمېسیون د ۳۵ نورو مرکزونو رأیې هم رالېږلې وې چې نن به پر هغې هم کار وشی، د انتخاباتو کمېسیون کار کوی چې نن د ځینو ولایتونو لومړنۍ پایلې هم اعلان کړی، د کمېسیون رهبری هڅه کوی چې د کابل تر څنګ د ټولو ولایتونو لومړنۍ پایلې د همدې اوونۍ تر پایه اعلان کړی.»
د افغانستان د انتخاباتو خپلواک کمېسیون تر دې دمه د ولسی جرګې په انتخاباتو کې د ۲۵ ولایتونو لومړنۍ پایلې اعلان کړی دی.
په دغه کمېسیون کې یوه سرچینه وایی چې د یکشنبې د ورځې تر پایه به د هلمند، هرات، کندهار او کندز ولایتونو د ولسی جرګې انتخاباتو لومړنۍ پایلې هم اعلان شی.
خو له دې وړاندې یو شمېر کاندیدانو ویلی وو چې لومړنۍ پایلې ورته د منلو نه دی، ځکه د راأیې ورکولو په پروسه کې شفافیت موجود نه و او حق حقدار ته نه دی رسېدلی.
د انتخاباتی شکایتونو کمېسیون هم مخکې ویلی وو چې د رأیې ورکولو پرمهال د روڼوالی د نه شتون له امله په تېره بیا د کابل له حوزې ورته زیات شکایتونه ورسېدلی او باید له هرې ممکنې لارې پاکې رأیې له ناپاکو رأیو جلا شی.
په ورته وخت کې د افغانستان د ازادو او عادلانه انتخاباتو بنسټ یا فیفا اجرائیوی مشر یوسف رشید وایی، د کابل حوزې د رأیو بیا شمېرنه په سمه توګه ترسره شوې نه ده.
ښاغلی رشید ازادی راډیو ته وویل چې د څارونکو شمېر په دې پروسه کې کم و او کمېسیون د هغو کسانو په اړه چې په دې برخه کې یې فساد کړی، معلومات نه لری.
دی وایی: «په دې پروسه کې د نظارت کچه ډېره محدوده وه او دا زمینه هم برابره نه وه چې موږ له دغې پروسې نظارت کړی وای، په دې ترڅ کې د فساد قضیې موندل شوی دی او ځینی کسان هم نیول شوی، خو لا معلومه نه ده چې له هغوی سره به څه کېږی.»
خو د افغانستان د انتخاباتو خپلواک کمېسیون وایی چې د کابل او نورو ولایتونو د رأیو بیا شمېرنې پروسه په شفاف ډول ترسره شوې او د نوماندانو استازی او څارونکو بنسټونو په لازم ډول له دې پروسې څارنه کړې ده.
دغه کمېسیون سره له دې چې یو شمېر ستونزې او په ځینو کارکوونکو کې د وړتیاوو نه شتون منی، خو وایی چې کار په تېزۍ سره روان دی او د لومړنیو پایلو له اعلان وروسته به په همدې میاشت کې د ولسی جرګې د انتخاباتو ورستۍ پایلې هم اعلان کړی.

اشتراک گذاري با دوستان :

Comments are closed.