د انتخاباتو کمېسیون د شکایتونو له کمېسیونه غواړی چې څېړل شوی اسناد ژر ور واستوی

- ۰۸ دلو ۱۳۹۷

mandegarد افغانستان د انتخاباتو خپلواک کمېسیون له انتخاباتی شکایتونو کمېسیونه غواړی چې هر څومره ژر چې کېږی، باید د پاتې ولایتونو څېړل شوی اسناد دې ور واستوی.
د افغانستان د انتخاباتو خپلواک کمېسیون وایی، انتظار باسی چې د انتخاباتی شکایتونو د کمېسیون له لوری د څېړل شویو شکایتونو اسناد دوی ته ورسېږی، ترڅو د ولسی جرګې وروستۍ پایلې اعلان کړی او دا پروسه پای ته ورسوی.
د دې کمېسیون مرستیال ویاند ذبیح سادات د دوشنبې په ورځ ازادی راډیو ته وویل چې د انتخاباتی شکایتونو د کمېسیون له لوری د نورستان، کونړ، خوست، فاریاب، بدخشان او فراه ولایتونو څېړل شوی اسناد دوی ته سپارل شوی او په راتلونکو دوه ورځو کې به د دغو ولایتونو وروستۍ پایلې اعلان شی.
دی وایی: «تر دې دمه د شپږو نورو ولایتونو وروستی اسناد د انتخاباتی شکایتونو د کمېسیون له لوری موږ ته سپارل شوی او زموږ غوښتنه دا ده چې د کابل او نورو ولایتونو د پایلو وخت ته په کتو د نورو ولایتونو اسناد هم موږ ته را واستوی، ترڅو وروستۍ پایلې اعلان کړو او دا پروسه پای ته ورسوو.»
تر دې دمه د دولسو ولایتونو د ولسی جرګې د انتخاباتو وروستۍ پایلې اعلان شوی دی.
د انتخاباتو د خپلواک کمېسیون له لوری د لومړنیو او وروستیو پایلو اعلان له غبرګونونو او شکایتونو سره مل دی.
د کابل په ګډون په یو شمېر نورو ولایتونو کې د متعرضو نوماندانو په اعتراضونو کې د انتخاباتو د خپلواک کمېسیون کمیشنران د پیسو په اخیستلو او معاملو تورن شوی او په کابل کې د بیا ځلی انتخاباتو غوښتنه یې کړې، هغه څه چې د انتخاباتو خپلواک کمېسیون رد کړی دی.
په همدې حال کې د انتخاباتی شکایتونو کمېسیون ویلی چې د کابل د انتخاباتو په اړه ورته ډېر زیات شکایتونه رسېدلی چې څېړنه به یې لږترلږه یو میاشت وخت ونیسی.
دا کمېسیون همدا شان وایی، د لومړنیو پایلو له اعلان وروسته د انتخاباتو خپلواک کمېسیون د معترضو نوماندانو شکایتونه دوی ته نه دی سپارلی.
د انتخاباتی شکایتونو کمېسیون دا هم وایی چې د کابل پایلې لا وروستۍ شوی نه دی او د شکایتونو له څېړلو وروسته به ولیدل شی چې په دې اړه څه پرېکړه کېږی.
له دې ټولو سره د انتخاباتی شکایتونو کمېسیون د انتخاباتو په تړاو شکایتونو ته د رسېدنې خبره کوی او وایی چې د ولایتونو پایلې وروستۍ نه دی او ممکن په هغو کې بدلون راشی.
د دې کمېسیون ویاند علی رضا روحانی زیاتوی: «تر اوسه د اتلسو ولایتونو وروستۍ پایلې موږ استول شوی او د اوونۍ تر پایه د شپږو نورو ولایتونو پایلې هم استول کېږی او د اکثرو ولایتونو پایلې نهایی شوی اما یوازې د کابل او څو نورو ولایتونو چې د هغوی لومړنۍ پایلې اعلان شوې هم وې، پاتې کېږی، نیوکې یوازې په کابل نه، بلکې په ټولو ولایتونو کې شوی او تر یوه حده په حقه هم دی، لیکن دلته زموږ بحث د قناعت نه دی، بلکې په قانونیت دی، تر څو حق حقدار ته ورسېږی.»
د انتخاباتو ډېری څارونکی وایی، یوازنی لامل چې د ولسی جرګې انتخابات یې له ستونزو سره مخ کړی، د دواړو کمېسیونونو ترمنځ نه همغږی وه.
د ازادو او عادلانه انتخاباتو د بنسټ رئیس یوسف رشید په دې برخه کې د انتخاباتی شکایتونو کمېسیون ارزونه ښه نه بولی او وایی چې سره له دې چې په ځینو ولایتونو کې د درغلۍ او تېروتنو په اړه نیوکې موجودې وې، اما په وروستیو پایلو کې چندان بدلون نه دی راغلی او د انتخاباتی څارونکو اندېښنه هم دا ده چې د معترض نوماندانو او د خلکو د رأیو په حق کې کمېسیون عدالت نه دی تامین کړی.

اشتراک گذاري با دوستان :

Comments are closed.