د روغتیا نړیوال سازمان: افغانستان توانېدلی چې د ایډز ویروس مهار کړی

- ۱۸ حوت ۱۳۹۷

mandegarد روغتیا نړیوال سازمان WHO نوی راپور ښیی چې د نړۍ د ۱۸۰ هېوادونو په ډله کې افغانستان توانېدلی چې د (اېچ.ای. وی) ایډز ویروس مهار کړی.
د روغتیا نړېوال سازمان په دغه راپور کې افغانستان د (اېچ. ای. وی) ایډز ویروس سره د مبارزې په برخه کې لومړی مقام ګټلی دی.
د دغه سازمان حوزوی مشرې ډاکترې ماریا النا جی فیلیو بررومیو د شنبې په ورځ یوې ناستې ته په وینا کې وویل چې د افغانستان د عامې روغتیا وزارت توانیدلی چې دغه ویروس کنټرول او له پراخېدو یې مخینوی وکړی.
مېرمن النا وویل، افغانستان به د (اېچ. ای. وی) ایډز ویروس د نویو پېښو د له منځه وړلو هدف ته ورسېږی.
دی وایی: «اجازه راکړئ څو له فرصته په ګټې اخیستنې ووایم چې افغان حکومت کومه ملی ستراتیژی چې ۲۰۲۰ او ۲۰۱۶ کلونو ته د اېچ ای وی ایدز لپاره په پام کې نیولې، مونږ به هدف ته ورسوی، مونږ دغه طرحه مرور کړې او ډېره یوه پرځای او مهمه ستراتیژی ده او ټول لومړیتوبونه پکې په پام کې نیول شوی دی.»
دغه سازمان د افغانستان د عامې روغتیا وزارت ته یو ستاینلیک هم ورکړ.
دا په داسې حال کې ده چې لاهم په روان میلادی کال کې په افغانستان کې په (اېچ. ای. وی) یا ایډز د اخته کسانو شمېر ۵۹۰۰ تنه اټکل شوی.
د روغتیا د نړیوال سازمان د راپور پر بنسټ، په ۲۰۱۷ میلادی کال کې په ټوله نړۍ کې په ایډز ناروغۍ اخته نېږدې یو میلیونه کسان مړه شوی دی.
اېچ. ای. وی یا د ایډز ویروس په ۱۹۸۸ کال کې په امریکا کې کشف او دا مهال په نړۍ کې شااوخوا ۳۲ میلیونه انسانان په دغه ناروغۍ اخته دی چې زیاتره یې په افریقا او د اسیا په جنوبی هېوادونو کې دی.
ایډز یوه ویروسی ناروغی ده چې علاج یې نه کېږی، دغه ویروس د انسان بدن ته له داخلېدو وروسته د انسان دفاعی سېستم له منځه وړی او د انسان د مړینې لامل ګرځی.
د دغه ویروس د لېږد لوی لاملونه نا مشروع جنسی اړیکې، د ککړو پیچکاریو کارول او د وینې انتقال بلل کېږی.
د عامې روغتیا وزارت د ایډز د کنټرول د پروګرام امر ډاکتر نقیب الله همدرد وویل، تراوسه د ایډز د کنټرول له ادراې سره ۲۷۰۰ مثبتې پېښې ثبت شوې دی.
په دغه ناسته کې د عامې روغتیا وزارت سرپرستې ډاکترې مموسۍ زیور وویل چې د (اېچ. ای. وی) ایډز ویروس د له منځه وړلو لپاره وزارت ژمن دی.
مېرمن زیور وویل، په دغه هېواد کې د (اېچ. ای. وی) یا ایډز د اخته کسانو وروستی اټکل ښیی چې اوس په دغه ناروغۍ د اختو کسانو په شمېر کې کموالی راغلی.
دې وویل: «دا یوه لویه لاسته راوړنه ده، ځکه په نورو هېوادونو کې دا شمېره زیاته ده، خو په روان کال کې د اېچ ای وی ایډز ناروغۍ له امله ۲۸ کسان مړه شوی چې دا یو کم شمېر دی.»
نوموړې وویل، په پام کې ده چې د (اېچ. ای. وی) ویروس د خطرونو د مخنیوی په هدف په بېلابېلو سیمو کې د عامه پوهاوی پراخ پروګرام پیل کړی.
د ملګرو متلونو د روغتیا د نړیوال سازمان تر لاس لاندې پروګرامونو له پلان سره سم ټاکل شوې چې په ۲۰۳۰ کال نړۍ له ایډزه پاکه اعلان کړی.

اشتراک گذاري با دوستان :

Comments are closed.