آیا خلیل‌زاد به د سولې د بین‌الافغانی خبرو زمینه برابره کړی؟

- ۱۲ حمل ۱۳۹۸

mandegarد حکومت اجرائیه ریاست وایی چې د افغانستان د سولې لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ځانګړی استازی، زلمی خلیل‌زاد کابل ته رارسېدلی او تمه ده چې نن غرمه له اجرائیه رئیس عبدالله عبدالله سره وګوری.
د اجرائیه ریاست د ویاند مرستیال فریدون خوځون ازادی راډیو سره په خبرو کې هیله څرګنده کړه چې دا لیده کاته او خبرې اترې د افغان حکومت او طالبانو ترمنځ د سولې مخامخ خبرو ته زمینه برابره کړی.
نوموړی زیاته کړه: «ډاکتر صاحب زلمی خلیل‌زاد کابل ته راغلی دی او ټاکل شوې چې نن له اجرائیه رئیس سره وګوری او د خپل سفر د موخو او د سولې د هڅو په اړه ورته معلومات ورکړی، موږ تمه لرو چې دغه هڅې د افغان حکومت او طالبانو ترمنځ د سولې مستقیمو خبرو ته زمینه برابره کړی.»
ښاغلی خوځون وویل چې افغان حکومت به طالبانو سره د مخامخ خبرو لپاره خپل هر اړخیز ټیم هم ډېر ژر اعلان کړی.
د افغانستان د سولې لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ځانګړی استازی زلمی خلیل‌زاد دا ځل په‌داسې حال کې کابل ته سفر کوی چې مخکې تر دې د افغانستان د امنیت شورا سلاکار حمدالله محب د افغان سولې په برخه کې د نوموړی د هڅو په اړه شک څرګند کړی و او ویلی یې وو چې ښایی ښاغلی خلیل‌زاد د داسې یوې لنډ مهالې ادارې د جوړولو په لټه کې دی چې مشری به‌یې په‌خپله کوی.
د ښاغلی محب دغه څرګندونې د امریکایی چارواکو له تُندو غبرګونونو سره مخ شوې، ان دا چې له نوموړی سره‌یې خپلې اړیکې هم پرې کړې.
د افغانستان جمهوری ریاست په‌دې اړه څه نه‌وایی چې ایا ښاغلی خلیل‌زاد به نن له ولسمشر سره هم وګوری که څنګه؟
په ورته وخت کې د افغانستان د سولې عالی شورا هم هیله څرګندوی چې له چارواکو سره د ښاغلی خلیل‌زاد لیدنې کتنې طالبانو سره د مخامخ خبرو لپاره زمینه برابره کوی.
د دغې شورا مرستیال ویاند اسدالله زایری ازادی راډیو ته وویل: «موږ هیله‌مند یو چې د ښاغلی خلیل‌زاد سفر دا ځل دا پیغام له ځان سره ولری چې موږ او د افغانستان خلک د افغان حکومت او طالبانو سره د مخامخ خبرو شاهدان واوسو.»
ښاغلی زایری ډاډ څرګندوی چې د افغانستان د امنیت شورا د سلاکار حمدالله محب وروستۍ خبرې د افغانستان د سولې پروسه تر خپل سیوری لاندې رانه‌ولی.
د افغانستان د سولې لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ځانګړی استازی زلمی خلیل‌زاد د دوشنبې په ورځ اوو هېوادونو ته خپل تازه سفر پیل کړ.
د امریکا د بهرنیو چارو وزارت په خپله خبرپاڼه کې ویلی چې نوموړی به په خپلو دغو سفرونو کې چې د اپرېل د میاشتې تر ۱۰مې نېټې به دوام پیدا کړی، بریتانیا، بلجیم، افغانستان، پاکستان، ازبکستان اردن او قطر ته ولاړ شی.

اشتراک گذاري با دوستان :

Comments are closed.