احمد مسعود: طالبان به هیچ تعهد خود به غیرقرارداد خود با آمریکا عمل نکردهاند.
- ۱۳ حمل ۱۳۹۸
که څه هم هیوادوال په هېواد کې د سولې راتګ ته هیلهمند دی، خو تر دې دمه ظاهراً د دغې پروسې پېچلتیا نهده هواره شوې.
د افغانستان د سولې عالی شورا د دارالانشاء رئیس او د سولې د سیمهییزې اجماع په چارو کې د ولسمشر استازی محمد عمر داوودزی وایی، احتمالاً چې د متحده ایالاتو او طالب استازو ترمنځ د سولې خبرې، نورو پړاوونو ته هم وغځېږی.
نوموړی د سې شنبې په ورځ د سولې په خبرو کې د مدنی ټولنو او رسنیو د ونډې په غونډه کې اندېښنه څرګنده کړه او ویېویل، د دغه پروسې غځېدا پوښتنې پیدا کړې دی.
داوودزی زیاته کړه: «پنځه پړاوه مذاکرات وشول، ښایی شپږم او اوومیې هم وشی، زه د یو افغان په توګه دا وایم چې باید ژر تر ژره دې د افغان حکومت او طالبانو ترمنځ خبرې وشی، دا نور مذاکرات ښه دی په هره کچه چې وی، خو دا ټولې خبرې باید اصلی خبرو سره مرسته وکړی، خو دا چې تر کومې کچې د دغو خبرو په اړه معلومات له خلکو سره شریک شوی، پهدې اړه موږ هم پوښتنه لرو او تاسو هم.»
چارواکی پهداسې حال کې د سولې خبرو د اوږدېدو موضوع مطرح کوی چې مخکې له دې د افغانستان د سولې لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ځانګړی استازی زلمی خلیلزاد ویلی، د دې چانس شته چې طالبان او د افغانستان حکومت تر ولسمشرۍ انتخاباتو دمخه د سولې یوې موافقې ته ونهرسېږی.
خو ښاغلی خلیلزاد پرون د دوشنبې په ورځ له ازادی راډیو سره په ځانګړې مرکه کې وویل، تمه لری چې د رأیو صندوقونو ته د افغانانو له ورتګ وړاندې حکومت او طالبان د سولې یوې هوکړې ته سره ورسېږی.
په قطر کې د امریکایی پلاوی او طالب استازو ترمنځ شااوخوا ۲۰ ورځې وړاندې د سولې د خبرو پنځم پړاو پای ته ورسېد.
ښاغلی خلیلزاد په خپله ټویټرپاڼه کې پهدې اړه لیکلی و، د ځینو مسایلو په اړه له طالبانو سره ګټور بحثونه شوی، خو یو شمېر نورې خبرې به د خبرو په بل پړاو کې مطرح شی.
Comments are closed.