د ترکیې درې اړخیزه ناسته به بې پایلې وی

گزارشگر:23 دلو 1392 - ۲۲ دلو ۱۳۹۲

mandegar-3ولسمشر حامد کرزی تېره ورځ په ترکیه کې د افغانستان، پاکستان او ترکیې په درې اړخیزه غونډه کې د ګډون لپاره انقرې ته روان لاړ. دا په تېرو څو کلونو کې د درې واړه هېوادونو ترمنځ اتمه غونډه ده.
د سیاسی چارو یوشمېر شننونکی وایی، چې دغه ډول درې اړخیزې غونډې پایله نه ورکوی. هغوی وایی، د کابل او اسلام اباد ترمنځ ستونزه له دې ډېره ژوره او ستره ده، چې په دغه ډول درې اړخیزو غونډو کې پرې بحث کېږی.
د سیاسی چارو شننونکی وایی، له ترکیې د افغانستان هیلې ختمې شوی دی. خو ولسمشرۍ ماڼۍ وایی، چې ولسمشر کرزی به په دې غونډه کې به په درې اړخیزو او له ترکیې سره په دوه اړخیزو اړیکو خبرې اترې وشی.
د افغانستان د سیمه ییزو مطالعاتو د مرکز مشر عبدالغفور لېوال ماندګار ورځپاڼې ته په مرکه کې وویل، له بده مرغه ترکیې ته چې کومه هیله وه هغه له منځه تللې او اوس نه افغان ملت او نه هم افغان حکومت له ترکیې پخوانۍ هیلې لری.
د ده په وینا، د افغانستان او پاکستان ترمنځ شته ستونزې د افغانستان، پاکستان او ترکیې په درې اړخیزه غونډه کې نشی حل کېدای، د دې لړۍ تېرو اوو غونډو کومه پایله نه ده ورکړې او دغه ناسته به یې هم بې پایلې وی.
هغه وایی، د افغانستان او پاکستان ترمنځ سیاسی ـ دیپلوماتیکه ستونزه نشته چې د دغسې غونډو له لارې حل شی، دا چې په دغه ډول غونډو کې پرمختګ نه کېږی یو لامل یې دا دی چې دا ناستې په دیپلوماتیک ډول جوړېږی .
ښاغلی لېوال په دې اند دی، د افغانستان او پاکستان ترمنځ داسې څه نشته چې دواړه لوری یې په دې غونډه کې ووایی، بحث پرې وشی او ستونزه حل شی.
د افغانستان د سیمه ییزو مطالعاتو د مرکز مشر وویل، د دې ناستې بله ستونزه دا ده چې د پاکستان ملکی چارواکی په کې ګډون کوی چې هغوی د پرېکړې واک نه لری.
د هغه په خبره، تر هغې چې په دې غونډه کې د پاکستان استخبارات او پوځ ګډون ونه کړی، خپله پرېکړه اعلان نه کړی او د خپلې پرېکړې د عملی کېدو لپاره اقدامات ونه کړی دغه ډول ناستې پایله نه ورکوی او نه د سولې په برخه کې پرمختګ کېدای شی.
په همدې حال کې د سیاسی چارو شننونکی غلام محمد محمدی ماندګار ورځپاڼې ته په مرکه کې وویل، چې افغانستان او پاکستان ترمنځ ستونزه تاریخی او سرحدی ده.
هغه وایی، د پاکستان له جوړېدو راهیسې دوه ویشت کاله افغانستان د پاکستان په چارو کې مستقیمه لاسوهنه وکړه، اوس هماغه کړنه پاکستان برعکس کړې او د افغانستان په چارو کې لاسوهنه کوی.
نوموړی وایی، پاکستان له افغانستان سره د سرحدی شخړې اوارېدل غواړی، خو افغان چارواکیو تل له دې مسالې سر غړونه کړې، د افغانستان او پاکستان ترمنځ غځېدلې پوله یې نه ده تړلې.
د ه په خبره، په ۲۰۰۶ کال کې مشرف کابل ته راغی، ولسمشر کرزی ته یې د دواړو هېوادونو ترمنځ د غځېدلې پولې د تړلو خبره وکړه، ۹۰۰ کیلومټره پوله یې غوښتل په اغزن سیمو او دېوال وتړی؛ څو وسله وال افغانستان ته را وانه وړی؛ خو افغان چارواکیو ورسره مخالفت وکړ.
د ده په وینا، د دې ترڅنګ اوس له پاکستان ډېر افغانستان د دې پولې تړلو او په رسمیت پېژندلو ته اړتیا لری، ځکه له پاکستانه افغانستان ته وسله وال ترهګر را اوړی او په افغانستان کې نا امنی جوړوی.
ښاغلی محمدی زیاته کړه، تر هغې چې دا ستونزه حل شوې نه وی، ترکیه، امریکا او د نړۍ نور پیاوړی هېوادونه نشی کولای د افغانستان او پاکستان ترمنځ مساله حل کړی.
د نوموړی په اند، پاکستان د دې پولې د تړلو لپاره جدی دی او دا غواړی، تر هغې چې دا ستونزه حل شوې نه وی نشی کېدای په افغانستان کې امن او ثبات راشی.
د یادونې وړ ده، چې افغانستان له پاکستان، امریکا او پاکستان ـ برېټانیې او نورو هېوادونو سره هم دغه ډول درې اړخیزې او څو اړخیزې ناستې لری. خو تر اوسه دغو ناستو کومه عملی پایله نه ده ورکړې.

 

اشتراک گذاري با دوستان :

Comments are closed.