د مخابراتو او معلوماتی تکنالوژۍ وزارت د انلاین پاسپورت سېستم پرانیست

- ۲۱ حوت ۱۳۹۷

mandegarد مخابراتو او معلوماتی تکنالوژۍ وزارت د اسان خدمت ادارې په لومړی ځل په افغانستان کې د انلاین پاسپورت سېستم افتتاح کړ.
د افغانستان د مخابراتو او معلوماتی تکنالوژۍ وزارت د اسان خدمت اداره وایی، د دې لپاره چې افغانانو ته د پاسپورتونو په اخیستنه کې زیاتې اسانتیاوې رامنځته شی، د لومړی ځل لپاره یې په هېواد کې د پاسپورت انلاین سېستم ایجاد کړ.
د مخابراتو او معلوماتی تکنالوژۍ وزیر شهزادګل اریوبی د سې شنبې په ورځ د (انلاین پاسپورت) سېستم په افتتاح کې وویل، له دې وروسته به هېوادوال د پاسپورت د اخیستو پېچلی بهیر نه بشپړوی، بلکې په دې برخه کې یې زیاتې اسانتیاوې رامنځته کړې دی.
ده وویل: «خدمتونه یې دومره اسانه کړی چې یوکس ته ورځې، ستا ټول کارونه هلته درته خلاصوی، حتی ستاسو پاسپورت، تذکره، لایسنس او جوازسیر، هغه کور ته در وړی، دا لومړنی قدم دی چې د پاسپورت په برخه کې ږدو، کوښښ کوو چې ټولو ولایتونو او له هغه وروسته ټولو قونسلګریو او سفارتونو ته یې ورسوو، د ټول ملک لپاره پاسپورت باید یو سېستم وی او هغه باید مرکزی سېستم وی.»
د پاسپورت انلاین سېستم په هوایی او ځمکنیو سرحدونو کې وصل شوی او د مخابراتو او معلوماتی تکنالوژۍ د وزیر په وینا، دغه سېستم منظم راپور هم ورکوی.
د دغې پروسې له بشپړېدو وروسته په فورمه کې له مشخص شوې ځانګړې پوسته خانې خپل پاسپورت ترلاسه کوی.
د اسان خدمت اداره چې د مخابراتو او معلوماتی تکنالوژۍ په وزارت کې فعالیت کوی، هدف یې په دولتی ادارو کې د سهولتونو رامنځته کول او د کارونو ساده کول دی.
له دې وړاندې ډېری افغانانو د پاسپورت په اخیستو کې له ستونزو سر ټکاوه او ځینی وخت هم د یوکس د څو پاسپورتونو د اخیستو راپورنه هم ورکړل شوی دی.
دغې ادارې د دې لپاره چې د پاسپورت په اخیستو کې پېچلې پروسه بلل شوې وه، د پاسپورت انلاین سېستم رامنځته کړ او اوس له دوو کلونو وروسته دغه سېستم په رسمی ډول د پاسپورت په ریاست کې افتتاح شو.
اوس د افغانستان د کورنیو چارو وزارت وایی، د دغې پروسې په پلی کېدو سره به د پروسې له پېچلتیا او فساده مخنیوی او هغه کسان چې نومونه یې په تورلېست کې درج وی او یا په جرم مرتکب شوی وی، پېژندل کېږی او د پاسپورت د اخیستو حق نه لری.
د دغه وزارت سرپرست مسعود اندرابی وایی: «نه یوازې دغه سېستم خدمتونه چټکوی، بلکې فساد او ټول هغه موارد چې تشویشونه رامنځته کوی او هغه راپورنه چې خپاره شوی، کولی شی چې ورسره کومک وکړی، اوس یې ظرفیت په ورځ کې له زرو تر لس زرو دی، د وخت په لحاظ، موږ بدیله پروسه معرفی کړې ده.»

اشتراک گذاري با دوستان :

Comments are closed.