ترکیه کې د سولې خبرې، هغه غونډه چې حکومت او طالبان په‌کې ګډون ردوی

گزارشگر:سه شنبه 26 جدی 1396 - ۲۵ جدی ۱۳۹۶

mandegar-3که څه هم د ملا هبت‌الله په مشرۍ د طالبانو ډلې د ترکیې د سولې په غیر رسمی ناسته کې د خپلو استازو ګډون رد کړی، خو د سولې عالی شورا وایی، په دغې ناسته کې د ټولو اړخونو استازو ګډون کړی دی.
د دغې شورا ویاند امین‎الله مظفری د دوشنبې په ورځ «۱۳۹۶ کال د مرغومې ۲۵» ازادی راډیو ته وویل، تمه ده چې دغه ناسته راتلونکو رسمی ناستو ته زمینه برابره کړی.
دی وایی:
«هغه څه چې ډېر مهم دی، د دغې ناستې غیر رسمی‎توب دی، نو ځکه د ټولو خواوو کسان وو، خو په غیر رسمی ډول، فکر کوم چې د دغې ناستې وروستۍ نتیجه نه‎ده اعلان شوې، دا د راتلونکو خبرو لپاره دروازه پرانیستونکې ناسته ده.»
خو د افغان ولسمشر د ویاند د دفتر سرپرست شاه‌حسین مرتضوی په خپله فېس‌بوک پاڼه کې لیکلی چې په دغې ناسته کې ګډون‎کوونکی کسان د حکومت استازیتوب نه‎کوی.
طالب ویاند ذبیح‎الله مجاهد هم په دغې ناسته کې د طالبانو د استازو د ګډون خبره رد کړې ده.
خو د سولې د عالی شورا غړی همایون جریر چې په دغې ناسته کې ګډون لری له ترکیې ازادی راډیو ته ویلی، په دغې ناسته کې د طالبانو پنځه مهم غړی د طالبانو له ټولو ډلو او مشرتابه نه استازیتوب کوی، خو نوموړی د دغو کسانو نومونه وانه‎خیستل.
طالبانو سره د استانبول غیر رسمی ناسته راتلونکو خبرو لپاره دروازه ده.
د سولې د عالی شورا د یو شمېر غړو په وینا، نن دوشنبه «۱۳۹۶ کال د مرغومې ۲۵» د ترکیې په استانبول ښار کې د سولې د خبرو په اړه د دغې غیر رسمی ناستې درېیمه او وروستۍ ورځ ده.
د یادونې ده چې دا د وسله‎والو طالبانو سره د سولې د خبرو په اړه لومړنۍ غونډه نه‎ده او تر دې مخکې ورته هڅې شوې دی، خو دا لومړی ځل دی چې د حزب‎اسلامی په وساطت چې په دې وروستیو کې یې له افغان حکومت سره سوله وکړه، دا شان غونډه جوړېږی.
په ورته وخت کې د سیاسی چارو افغان کارپوه فضل احمد معنوی ازادی راډیو سره په خبرو کې دغه ناسته نمایشی بللې ویلی یې دی، په یاده ناسته کې با صلاحیته کسانو ګډون نه‎دی کړی.
دی وایی:
«هغه څه چې په ترکیه کې شوی واقعی نه، یوه نمایشی موضوع ده. هغه کسانو چې له دواړو خواوو یا هرې خوا نه ګډون کړی داسې با صلاحیته او مؤثر کسان نه‎دی چې کومه نتیحه دې راوباسی.»
د طالبانو یو پخوانی چارواکی سید اکبراغا هم په دې باور دی چې د ترکیې په ناسته کې د طالبانو با صلاحیته استازو ګډون نه‎دی کړی.
دی زیاتوی:

«زما په نظر هغه طالبان چې په افغانستان باندې مسلط دی او هغه طالبان چې حساب پرې کېږی، په دغې ناسته کې نه‌شته، نو ځکه زه فکر کوم چې دغه ناسته به کوم مثبت اغېز ونه‎لری.»
خو د سولې د عالی شورا ویاند وایی، د ترکیې په ناسته کې د طالبانو، د سولې د عالی شورا او حزب‎اسلامی استازی ګډون لری.
دی وایی، دوی به له هر هغه اقدام نه هرکلی وکړی چې بین‌الافغانی سولې په برخه کې ګټور تمام شی.

اشتراک گذاري با دوستان :

Comments are closed.