د انتخاباتو کمېسیون: د ولسوالیو شوراګانو انتخابات د میزان په ۶مه نه کېږی

- ۲۵ حمل ۱۳۹۸

mandegarد افغانستان د انتخاباتو خپلواک کمېسیون وایی، د ولسوالیو شوراګانو انتخابات له جمهوری ریاست او ولایتی شوراګانو سره یوځای نه ترسره کېږی.
د افغانستان د انتخاباتو خپلواک کمېسیون د انتخاباتو د شفافیت او بې پریتوب ترڅنګ وایی چې د ولسوالیو شوراګانو انتخابات د جمهوری ریاست، ولایتی شوراګانو او د غزنی د ولسی جرګې له انتخاباتو سره یوځای نه ترسره کېږی.
د دغه کمېسیون کمیشنرې رحیمې ظریفی د یکشنبې په ورځ په انتخاباتو کې د ښځو د ونډې موثریت په تړاو د همغږۍ یوې غونډې ته په وینا کې د دې ځنډ لامل د وخت کموالی یاد کړ.
دې وویل: «په خواشینۍ سره چې د میزان د شپږمې په انتخاباتو کې د ولسوالیو شوراګانو انتخابات شامل نه دی، مونږ یوازې د جمهوری ریاست، ولایتی شورګانو او د غزنی د ولسی جرګې انتخابات ترسره کوو، ځکه په انتخاباتو کې تعدیل او بایومټریک موضوع وخت ته اړتیا لری، که چېرې مونږ د ولسوالیو شوراګانو انتخابات ورسره یوځای کول، ډېر وخت یې نیوه او د خلکو اندېښنې زیاتېدې.»
خو نوموړې ټینګار وکړ چې د جمهوری ریاست انتخابات به د ولایتی شوراګانو او د غزنی د ولسی جرګې له انتخاباتو سره د میزان په ۶ نېټه ترسره شی.
دا په داسې حال کې ده چې د انتخاباتو خپلواک کمېسیون پخوانیو غړو هم ویلی وو چې روانو حالاتو ته په کتو د ولسوالیو شوراګانو او جمهوری ریاست انتخابات په یوه وخت نه ترسره کېږی.
د انتخاباتو د خپلواک کمېسیون مشرې په دې ناسته کې د تېرې یوې نیمې میاشتې کاری فعالیتونو په اړه معلومات ورکړل او په دغه کمېسیون کې یې د هر اړخیزو اصلاحاتو ډاډ ورکړ.
حواعلم نورستانۍ په انتخاباتو کې د ښځو د ونډې په تړاو ټینګار وکړ او له ښځو یې وغوښتل څو له تېرو انتخاباتو ډېر په دغو انتخاباتو کې ګډون وکړی.
اغلې نورستانۍ په انتخاباتو کې امنیتی ستونزې او په ټولنه کې حاکم دودونه د انتخاباتو په مخ کې له پرتو ستونزو یاد کړل چې په وینا یې له اړوندو ادارو سره به دا ستونزه هواره کړی.
په ورته وخت کې د افغانستان د انتخاباتو د څار بنسټونه وایی، هغوی هم دا وړاندوینه کړې وه چې د وخت د کموالی، د تجربې کموالی او د یو شمېر نورو ستونزو له امله دغه کمېسیون د ولسوالیو شوراګانو د انتخاباتو د ترسره کولو وړتیا نه لری.
د افغانستان د ازادو او عادلانه انتخاباتو د بنسټ فیفا اجرائیوی مشر یوسف رشید د ولسوالیو شوراګانو په انتخاباتو کې د دغه ځنډ ناوړو پایلو په تړاو وویل:
«د دغو انتخاباتو د نه ترسره کېدو یو مستقیم اغېز د سنا پر مجلس دی، ځکه یوه برخه بشپړه نه ده، بله اغېزه یې په لویې جرګې ده، په ټوله کې په ولسوالیو کې ډموکراسی له ستونزو سره مخ ده، په ولسوالیو کې ډموکراسی نه پلې کېږی، دا ټول یې اغېزې دی.»
د افغانستان د اساسی قانون د ۱۴۰مې مادې په اساس په محلی ادارو کې د خلکو ګډون او د چارو تنظیم په کلیوالی سیمو کې د شورا د قانون په اساس تطبیقېږی.
د سنا مجلس غړی د ازدو انتخاباتو، عومی، سراسری، مستقیم او د سیمې د اوسیدونکو له لوری د درېیو کلونو لپاره ټاکل کېږی.

اشتراک گذاري با دوستان :

Comments are closed.