ټاکنو کمېسیون: د ۶ ولایتونو حساس مواد او د رأیو پایلې کابل ته را رسېدلی

گزارشگر:یک شنبه 6 عقرب 1397 - ۰۵ عقرب ۱۳۹۷

mandegarد افغانستان د ټاکنو خپلواک کمېسیون وایی، د ۶ ولایتونو حساس مواد او د رایو نتایج کابل ته انتقال شوی او د کمېسیون ډیټابیس ته د موادو د واردولو پروسه نن پیلېږی.
دغه کمېسیون ټینګار کوی چې د پروسې شفافیت په اړه خلکو ته ځواب ورکوونکی دی.
د ولسی جرګې انتخابات د تلې په ۲۸ او ۲۹ مه له کندهار او غزنی پرته د هېواد په ۳۲ ولایتونو کې ترسره شول.
د افغانستان د ټاکنو خپلواک کمېسیون وایی، کابل، پنجشیر، پروان، خوست، لغمان او ننګرهار هغه ولایتونه دی چې حساس مواد او د رأیو نتایج یې کابل ته انتقال شوی دی.
د دغه کمېسیون د ویاند مرستیال ذبیح الله سادات ازادی راډیو ته وویل، د ورځې تر پایه به د یو شمېر نورو ولایتونو د رأیو نتایج هم کابل ته ورسېږی.
نوموړی زیاته کړه: «زموږ همکاران د انتخاباتی موادو د راټولولو په حال کې دی، نن جمعه به موږ ته یو شمېر مواد او نتایج راورسېږی،تر راتلونکو ورځو پورې به دا لړۍ بشپړه شی، له هغه وروسته به ټول مواد سکن او سیسټم ته ور داخل شی، څو وتوانېږو چې تورې او سپینې رأی سره بیلې کړو.»
ټاکل شوې وه چې د ولسی جرګې د انتخاباتو لومړنۍ پایلې د روانې لمریزې میاشتې په ۱۹مه او وروستۍ پایلې د راتلونکی لېندۍ میاشتې په ۲۹مه اعلان شی، خو د افغانستان د انتخاباتو خپلواک کمېسیون تازه وایی چې ستونزو ته په کتو ممکن دغه پایلې په خپل وخت اعلان نه ‌شی.
د افغانستان د انتخاباتو خپلواک کمېسیون کمېشنر او ویاند سید حفیظ‌الله هاشمی ویلی و چې د ولسی جرګې د انتخاباتو نتیجې به ممکن په لږ ځند اعلان شی.
د انتخاباتو خپلواک کمېسیون دوه ورځې وړاندې رأیې شمېرنه پیل کړه او ډاډ یې ورکړ چې د ولسی جرګې د انتخاباتو رأیې شمېرنه به شفاف او په جدی ډول ترسره شی.
د دغه کمېسیون مشر ګلا جان عبدالبدیع صیاد ویلی چې هڅه کوی تورې او سپینې رأیې سره بیلې کړی.
د ولسی جرګې انتخابات د تلې په ۲۸ او ۲۹ مه له کندهار او غزنی پرته د هېواد په ۳۲ ولایتونو کې ترسره شول.
د انتخاباتو د څار ځینې بنسټونه بیا وایی، د انتخاباتو خپلواک کمېسیون د شفافو انتخاباتو د ترسره کېدو په اړه خلکو ته ډاډ ورکړی و، خو د انتخاباتو په ورځ ولیدل شول چې ډېرې دغه ژمنې عملی نه‌ شوې.
د افغانستان د ازادو او عادلانه انتخاباتو د بنسټ یا د فیفا اجرائیوی رئیس یوسف رشید ډېر باوری نه‌دی چې د انتخاباتو خپلواک کمېسیون به دغه پروسه سمه ترسره کړی وی.
نوموړی زیاته کړه: «د حساسو موادو د خوندیتوب په اړه بې غوری شوې ده او ممکن دا د حساب ورکونې په برخه کې ستونزې رامنځته کړی، که دا بهیر په ځنډ مخ ته ځی زموږ اندېښنه دا ده چې کمېسیون به خپل ټول حساس مواد ترلاسه نه‌کړی او که له دې امله نتایج په ځنډ اعلانېږی دا به په ولسمشریزو ټاکنو مستقیمې اغېزې ولری.»
نوموړی همدارنګه وویل چې د حساسو موادو د انتقال پر مهال باید له پوره دقته کار واخېستل شی څو دغه مواد په خوندی توګه مرکز ته ورسېږی.
ښاغلی رشید وایی، د ولسی جرګې د انتخاباتو پایلې باید د روانې لمریزې میاشتې په ۱۹مه اعلان شی ،که نه په دې پروسې به د خلکو باور له منځه ولاړ شی.

اشتراک گذاري با دوستان :

Comments are closed.