سولې عالی شورا په قطر کې د خبرو نوی پړاو د دې پروسې د بریا لپاره مهم بولی

- ۲۶ حمل ۱۳۹۸

mandegarد افغانستان د سولې عالی شورا په قطر کې د زلمی خلیل‌زاد او د طالبانو د استازو ترمنځ د خبرو نوی پړاو د حکومت او طالبانو د رسمی مذاکراتو د پیل لپاره ډېر مهم بولی.
د دې شورا ویاند سید احسان طاهری د دوشنبې په ورځ «۱۳۹۸ کال د وری ۲۶» ازادی راډیو ته وویل، دوی غواړی چې دا غونډه کولای شی له طالبانو سره د مخامخ خبرو په برخه کې د پرتو خنډونو په لیرې کولو کې ګټوره واقع شی.
دی وایی: «هر ګام چې پورته کېږی له شکه پرته د سولې په خیر او د افغانستان د خلکو، ګاونډیو، سیمې او نړۍ په ګټه دی او هیله لرو چې دا غونډې مثبتې نتیجې ولری.»
د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر شاه محمود قریشی ویلی چې د افغانستان د سولې لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ځانګړی استازی زلمی خلیل‌زاد نن د قطر په پایتخت دوحه کې د طالبانو له پلاوی سره خبرې کوی.
که څه هم امریکا او طالبانو تر اوسه د دې غونډې په اړه څه نه‌دی ویلی، خو ښاغلی قریشی څرګنده کړې چې اسلام‌اباد د دې مذاکراتو د بریا غوښتنه کوی.
امریکا او طالبان په‌داسې حال کې د خبرو اترو شپږم پړاو پیلوی چې افغان حکومت او یو شمېر سیاسی څېرې لا هم د قطر د بین‌الافغانی خبرو اترو په اړه موافقې ته نه‌دی رسېدلی.
د مصالحې د رهبرۍ شورا یوه غړی محمد اسماعیل خان ویلی، که حکومت دوحې غونډې ته چې د روانې میلادی میاشتې په ۱۹مه نېټه جوړېږی د پلاوی په ټاکلو کې بریالی نه‌شی، نو لسګونه افغان سیاسیون به د مسکو د تېرې غونډې په څېر په‌کې برخه واخلی.
بل‌خوا یو شمېر سیاسی څېړونکی وایی چې په قطر کې نننۍ غونډه د سولې پروسې پر وړاندې د رامنځته شویو ستونزو د هواری لپاره ده.
له دې ډلې وحید مژده وایی چې ممکن ښاغلی خلیل‌زاد هڅه وکړی، څو طالبان دې ته اماده کړی چې د سیاسیونو تر څنګ له حکومتی پلاوی سره هم وګوری.
له هغه سره د ازادی راډیو خبریال نسیم شفق مرکه کړې، ښاغلی مژده سره دا مرکه د لاندې لېنک په کېکاږلو سره اورېدلی شئ:
په عین حال کې د ولسی جرګې د نړیوالو چارو د کمېسیون مرستیال محمد داوود کلکانی په قطر کې د امریکایی چارواکو او طالبانو ترمنځ دا پړاو خبرې د سولې پروسې لپاره برخلیک ټاکونکې بولی.
دی وایی: «دا غونډه به برخلیک ټاکونکې وی، ځکه چې د سولې پروسې په وړاندې یو لړ خنډونه موجود دی، دواړه خواوې باید نهایی تصمیم په دې برخه کې ونیسی. زه په‌دې فکر یم چې ښاغلی خلیل‌زاد باید پر پاکستان او طالبانو فشار واچوی او په‌دې کار سره د سولې لپاره ښه زمینه برابرېږی.»
د افغانستان د سولې لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ځانګړی استازی زلمی خلیل‌زاد د تېر کال له اکټوبر میاشتې تر اوسه پنځه پړاوه خبرې له طالبانو سره کړی چې لاسته راوړنې یې هم درلودې.
خو د طالبانو له‌خوا د پسرلنیو عملیاتو پیلول او د سولې په موضوع کې د افغان حکومت او سیاسی څېرو ترمنځ اختلافات پر دې پروسې سیوری غوړولی او هغه‌یې په یوه ډول اغېزمنه کړې ده.

اشتراک گذاري با دوستان :

Comments are closed.