پاکستان ته د افغان ځواکونو د روزنې د سپارلو په اړه خبرداری

- ۱۰ دلو ۱۳۹۱

په داسې حال چې پاکستان په بیا بیا غوښتنه کوی چې د افغان ځواکونو د روزنې چارې دې ور وسپارل شی او ټاکل شوې چې د ملی دفاع د وزیر په سفر کې په همدې اړه یو تړون هم لاسلیک شی؛ د و لسی جرګې غړی او یوشمېر پوځی چارواکی وایی، چې پاکستان په دغه کار سره غواړی، چې په افغان پوځ کې خپل نفوذ پیاوړی او پراخ کړی.
همدارنګه دغه شنناندی زیاتوی، که چېرې پاکستان ته د افغان ځواکونو د روزنې چارې وسپارل شی؛ نو افغانستان به خپله خپلواکی له لاسه ورکړی او د پاکستان تر قوماندې لاندې به شی.
د ولسی جرګې د دفاعی کمېسیون مشر الحاج عبید الله بارکزی ماندګار ورځپاڼې ته وویل، د پاکستان دا غوښتنه چې افغان پوځ به وروزی افغانانو په ورین تندی منلې وای؛ خو که چېرې پاکستان د تاریخ په اوږدو کې روښانه کړې وای، چې پاکستان افغان او افغان ځوانان د افغانستان لپاره روزی، نه دا چې هلته پرې یونیفورم واغوندی او د خپلو اجنټانو په بڼه یې را ولېږی.
هغه وایی، دا چې موږ له هند، ترکیې، جاپان او نورو هېوادونو نه د مرستې غوښتنه کوو، له پاکستانه به هم موږ دغه ډول غوښتنه کړې وای؛ خو پوهېږو چې پاکستان به موږ ته د لستوڼی ماران روزی.
ښاغلی بارکزی زیاتوی، هر افغان پوځی چې په پاکستان کې زده کړه وکړی او زموږ ملی اردو ته راشی مانا به یې دا وی چې دی، یا اشفاق کیانی دی او یا هم شجاع پاچا ( اشفاق کیانی د پاکستان د پوځ مشر او د شجاع پاچا د پاکستان د څارګرې ادارې ای اېس ای پخوانی مشر دی. )
د نوموړی په خبره، کېدای شی چې شجاع پاچا او اشفاق کیانی د افغانستان لپاره کار وکړی!؟
دی وایی، پاکستان افغانستان ته د کمشیر په سترګه ګوری او داسې خوب یې لیدلی چې د کشمیر په څېر به افغانستان هم لاندې کړی؛ خو زیاتوی چې دغه خوب به یې کله هم رښتیا نشی، پاکستان دغه غوښتنه د افغانستان د ساتنې لپاره نه کوی، بلکې غواړی چې افغانستان باندې تسلط پیدا کړی.
د هغه په وینا، د پاکستان په خپل اته شپېتم کلن تاریخ کې ثابته کړې ده چې له دې خوا د افغانستان د بربادۍ او هاخوا د هندوستان د بربادۍ هڅې کوی.
ښاغلی عبیدالله بارکزی وایی، دا چې پاکستان وینې نړیوال له افغانستان سره مرستې کوی او پوهېږی چې افغان پوځ مخ په جوړېدو دی نو هڅه کوی، چې د دې کار مخه ونیسی او په دوه ډوله به مو وژنی، یو دا چې غواړی د ځان اېجنټان مو کړی او بله دا چې د استاد برهان الدین ربانی، جنرال داوود، جنرال خان محمد، جنرال رازق او نورو په برخلیک به مو اخته کوی.
هغه زیاتوی، پاکستان له دې غوښتنې دوه موخې لری یوه دا چې د نړیوالو په سترګو خاورې واچوی، چې د افغان پوځ د رغونې او جوړونې لپاره مرستې کوی او ملا یې تړلې، او بله دا چې غواړی دلته یې د اجنټانو لاس بر وی او هر څه چې غواړی د هغو له لارې ترسره کړی، په داسې حال کې چې د پاکستان اوسنۍ پیل شوې پروژه مخ په پای ته رسېدو ده.
همدارنګه د پوځی چارو شننونکی جنرال عتیق الله امرخېل وایی، افغانستان غواړی له هر چا سره ښې اړیکې ولری؛ خو دا اړیکې باید زموږ خپلواکۍ، ابرو او عزت پایمال نه کړی.
دی زیاتوی، که چېرې افغان لوری له پاکستانه دغه ډول غوښتنه کړې وای، خو ځینې خبرې به موجودې وای؛ نو پاکستان ته موخه او مقصد لری چې دغه ډول غوښتنه کوی.
هغه وایی، افغانستان خپله ښه کدرونه لری، له بلې خوا دلته نړۍ او ناټو شتون لری، چې پرمختللی وسایل او وسلې هم شته نو کولای شو چې افغان پوځ د دوی له لوری وروزو؛ خو د پاکستان غوښتنه او موخه دا ده چې خپلې غوښتنې او هیلې پر موږ تحمیلوی او غواړی چې په افغان اردو کې نفوذ پیدا کړی.
د ښاغلی امرخېل په خبره، اوس هم پاکستان په افغان اردو کې نفوذ لری، چې په پټه دی؛ خو غواړی چې دغه نفوذ یې په ښکاره ډول کار وکړی او د دوی ګټې خوندی کړی.
هغه وایی، له روزنې وروسته به دغه پوځیان راځی او دلته به په لوړو دندو مقررېږی او د پاکستان تر قوماندې لاندې به وی او که چېرې په لوړو دندو ونه ګومارل شی پاکستان به نیوکې وکړی، چې زموږ له لوری روزل شویو پوځیانو ته اهمیت نه ورکول کېږی او په لوړو دندو نه ګومارل کېږی.
د دغه پوځی شنناند په وینا، دومره باید کمزوری ونه اوسو چې خپله اردو په پاکستان ورزو او بله دا چې زموږ به څومره اردو وی، چې په هند، ترکیې او نورو هېوادونو کې یې روزو او پاکستان هم په کې شامل کړو؟ ولې یې په خپل هېواد کې نه روزو.
هغه وایی، په نړۍ کې ډېر کمزوری هېوادونه حتی فلسطین خپل ځواکونه خپله روزی.
جنرال عتیق الله امرخېل وویل، د پاکستان د دې غوښتنې تر شا اهداف دی او دا اهداف دا دی، چې زموږ پوځی کدرونه هغه کسان وی، چې په پاکستان کې روزل شوی وی؛ خو دا ټولې خبرې د دې ښودنه کوی، چې پاکستان په مستقیم او غیر مستقیم ډول خپلې غوښتنې او اهداف پر موږ تحمیلوی.
د هغه په وینا، دغه ډول خبرې او دغه ډول تړونونه چې پاکستان دې زموږ پوځ وروزی هېڅ ګټه نه لری.
نوموړی وایی، که چېرې له پاکستان سره د هغه هېواد له لوری د افغان ځواکونو د روزنې تړون لاسلیک شی؛ نو افغانان او افغانستان به خپله خپلواکی له لاسه ورکړی او د پاکستان تر قوماندې لاندې به راشی.
ښاغلی امرخېل زیاته کړه، په کار ده چې افغان حکومت په دې ښه پوه شی او دغه ډول تړون لاسلیک نه کړی او که لاسلیک هم شی نو بایده چې عملی نشی.

اشتراک گذاري با دوستان :

Comments are closed.