افغانستان د خپلې وروستۍ لوبې په بایللو سره د کرکټ له نړیوال جامه ووت

- ۱۴ سرطان ۱۳۹۸

mandegerد ۲۰۱۹ کال د کرکټ د نړیوال جام په سیالیو کې د افغانستان سفر پرته له کومې بریا پای ته ورسېد.
که څه هم د کرکټ نړیوال جام سیالیو له پیلېدو مخکې د افغانستان د کرکټ بورډ مسؤلینو او یو شمېر لوبغاړو په دغو سیالیو کې د یو شمېر لوبډلو پر وړاندې د افغان لوبډلې د بریا دعوه کړې وه، خو افغان لوبډلې د تمې خلاف خپلې نهه واړه سیالۍ بایلودې او د کومې لوبډلې په ماتولو بریالۍ نه شوه.
د ګلبدین نایب په مشرۍ افغان کرکټ ملی لوبډلې د انګلستان په کوربتوب د ۲۰۱۹ کرکټ نړیوال جام سیالیو کې خپله لومړۍ لوبه د استرالیا پر وړاندې وکړه چې په ۷ ویکټو یې بایلوده، په دغه لوبه کې د افغان لوبډلې له خوا د ۲۰۸ منډو ورکړل شوی هدف استرالیایی لوبډلې په ۳۵م اوور کې پوره کړ.
لوبډلې خپله دوهمه لوبه د سریلانکا پر وړاندې وکړه او افغانستان توپ اچوونکو سریلانکایی لوبغاړی پرې نښودل چې لوړ هدف وټاکی، خو افغان توپ وهونکی هم د سریلانکایی توپ اچوونکو پر وړاندې ښه لوبه ونه کړه او د سریلانکایی لوبډلې د ۲۰۱ منډو په ځواب کې یوازې ۱۵۲ منډې وکړې او د کرکټ پوهانو په اصطلاح، ګټلې لوبه یې بایلوده.
د افغانستان لوبډلې درېیمه لوبه د نیوزیلنډ پر وړاندې وه چې افغانستان لوبډلې په کې لومړی بیټنګ وکړ او د ټولو لوبغاړو په زیان یې نیوزیلنډۍ لوبډلې ته د ۱۷۳ منډو هدف وټاکه، نیوزیلنډۍ لوبډلې ورکړای شو چې هدف په ډېرې اسانۍ سره د درېیو ویکټو په زیان سره پوره او لوبه یې د ۷ ویکټو په توپیر وګټله.
افغانستان لوبډله له پرله پسې درېیو ماتو وروسته په څلورمه لوبه کې د سویلی افریقا سره مخ شوه چې د خرابې توپوهنې له امله یې لوبه د ۹ ویکټو په توپیر بایلوده، په دغه لوبه کې د افغانستان لوبډلې له خوا د ۱۲۶ منډو ورکړل شوی هدف د لوبې په ۳۵م اوور کې پوره کړ.
له تېرو څلورو ماتو وروسته افغانستان لوبډلې خپله بله او سخته ماته د انګلستان پر وړاندې تجربه کړه.
د دغې لوبې لیدو ته ولسمشر محمد اشرف غنی هم راغلی و.
انګلستان د دغې لوبې پچه وګټله او په لومړۍ توپ وهنې سره یې په ټاکلو پنځوسو اورونو کې د ۶ ویکټو په زیان سره ۳۹۷ منډې وکړې، په ځواب کې یې افغانستان لوبډلې د ټولو لوبغاړو په زیان سره ۲۴۷ وکړې او د ۱۵۰ منډو په توپیر له ماتې سره مخ شوه.
راشد خان چې د نړۍ یو له تکړه توپ اچوونکو څخه دی، په دغه ورځ یې د خپل لوبیز ژوند تر ټولو خرابه توپ اچوونه وکړه او په ۸ اورونو کې یې ۱۱۰ منډې ورکړې چې ۱۱ شپږیږې هم په کې شاملې وې.
د انګلستان پر وړاندې لوبه کې که څه هم لوبډلې په لوی توپیر ماته وخوړه، خو افغان لوبډلمشر او مینه وال په دې خوښ وو چې افغانستان توپ وهونکو د لوبې ټول اورونه ولوبول او ښې منډې یې هم جوړې کړې.
افغانستان لوبډله له پنځو ماتو وروسته د روان نړیوال جام له یوې بلې پیاوړې لوبډلې هند سره مخامخ شوه، دا لوبه له پیله تر پایه په زړه پورې وه، افغان لوبغاړی د نورو لوبو په پرتله په دغه لوبه کې متفاوت ښکاره شول، افغان توپ اچوونکو د هند پیاوړی بیټنګ لاین له سختو ستونزو سره مخ کړ او په ۲۲۴ منډو یې ایساره کړه.
افغانستان توپ وهونکی د هند د دغه هدف پسې ښه مخته لاړل او ان یوه شېبه داسې ښکارېده چې افغانستان به هند ته ماته ورکړی، خو هندی توپ اچوونکو په ځانګړې توګه بومرا او محمد شمی د خپل ښه بالنګ پر مټ لوبه د هندۍ لوبډلې په ګټه تمامه کړه او لوبډلې ته یې د ۱۱ منډو په توپیر ماته ورکړه.
د هند پر وړاندې له ښې لوبې وروسته لوبډلمشر ګلبدین نایب د خپل بل سیال بنګله دېشۍ لوبډلې د ماتولو خبره وکړه.
د بنګله دېش پر وړاندې لوبه کې مینه وال هم د بریا د نمانځلو په هدف په ډېر شوق او جذبې سره میدان ته ولاړل، خو د لوبې نتیجه یې د تمې خلاف وخته او افغانستان بنګله دېش ته لوبه د ۶۲ منډو په توپیر بایلوده.
له پرله پسې اوو ماتو وروسته د لوبډلې بله لوبه د پاکستان پر وړاندې وه، هغه لوبه چې ګټل یې مینه والو ته د نړیوال جام له ګټلو کم نه وو.
د افغانستان او پاکستان ترمنځ دغه لوبه د کرکټ د مبصرینو په خبره، د روان نړیوال تر ټولو په زړه پورې او له تلوسې ډکه لوبه وه، د دې لوبې خوند په دې کې و چې د لوبې تر وروستی باله پورې دا چا نشوای ویلای چې لوبه به د پاکستان په ګټه پای ته رسی او که د افغانستان.
د افغانستان د ۲۲۸ منډو هدف پاکستانۍ لوبډلې په دومره سخته پوره کړ چې د ځینو راپورونو له مخې، څو تنو پاکستانی مینه والو ان د زړه سکته وکړه.
په دغه لوبه کې د لوبغالی په داخل او بهر کې مقابله توده وه، د لوبې په جریان کې څو وارې د افغانستان او پاکستانی مینه والو ترمنځ اخ او ډب هم رامنځته شو.
له دغې ماتې وروسته په لوبډلې انتقادونو لا زور واخیست او په ټولنیزو رسنیو کې د دغې ماتې ډېره پړه په ګلبدین نایب واچول شوه چې په اساس وخت کې یې په یو اوور کې ۱۸ منډې ورکړې.
خو په ټوله کې په نړیوال جام کې د لوبډلې د پرله پسې ماتو لاملونه چې تر ډېره ورته د کرکټ د مبصرینو او افغان مینه والو له خوا ګوته نیول کېږی، هغه بې وخته د کرکټ بورډ د مسؤلینو له خوا د لوبډلمشر بدلول، په لوبډله کې ډلبازۍ، د لوبغاړو خراب فټنس، کمزوری روزونکی، د انګلستان له لوبغالو سره د لوبغاړو نابلدتیا او د نړۍ د پیاوړو لوبډلو سره مخامخېدل او د باونسر یا جګو توپونو لوبولو کې د افغان توپ وهونکو ستونزه ده.
په نړیوال جام کې د ویسټ انډیز پر وړاندې د لوبډلې وروستۍ ماتې چې په ټوله کې د افغان لوبډلې نهمه ماتې کېږی، ورسره د افغان لوبډلې د نړیوال جام سفر پای مومی، خو نړیوال جام سیالۍ به د جولای تر ۱۴مې نېټې روانې وی.

اشتراک گذاري با دوستان :

Comments are closed.