د انتخاباتو کمېسیون: ناامنی یوازنۍ ستونزه ده چې د انتخاباتو پروسه ګواښلی شی

- ۲۹ سنبله ۱۳۹۸

د افغانستان د انتخاباتو خپلواک کمېسیون مشره وایی، د انتخاباتو لپاره د دوی یوازنۍ اندېښه امنیتی ستونزه ده.
د افغانستان د ولسمشرۍ د انتخاباتو په درشل کې امنیتی پېښو د دغه هېواد د انتخاباتو د کمېسیون مشره اندېښنمه کړې.
حوا علم نورستانۍ دغه اندېښنه د جمعې په ورځ له ازادی راډیو سره په خبرو کې شریکه کړه او ویې ویل چې ناامنی یوازنۍ ستونزه ده چې دغه ملی پروسه ګواښلی شی.
دې وویل: یوازنۍ ستونزه چې مونږ یې اندېښمن کړی یوو، امنیتی مسایل دی، خدای مه کړه په کوم سایټ کې کومه پېښه رامنځته نشی او د خلکو په روان او روحیې تاثیر ونه کړی.
په تېره یوه اوونۍ کې په کابل، ننګرهار، پروان او زابل ولایتونو کې په پرله پسې ډول چاودنې او انتحاری حملې وشوې چې لسګونو کسانو ته په کې مرګ ژوبله واوښته.
اغلې نورستانۍ وایی، د امنیتی ننګونو له امله به د انتخاباتو له ۵۳۷۳ مرکزونو څخه۴۳۱ یې تړلی وی، خو په خبره یې چې امنیتی ارګانونو دوی ته ډاډ ورکړی چې د انتخاباتو په ورځ به د امنیت د ټینګښت په برخه کې پوره هڅه وکړی.
د انتخاباتو خپلواک کمېسیون مشره وایی، دوی په نورو برخو په ځانګړی ډول، د انتخاباتو په تخنیکی برخه کې پوره چمتووالی لری او تېرې ستونزې به تکرار نه شی.
دا زیاتوی چې سېستم بایومټریک دی او په کافی اندازه کارکوونکی هم روزل شوی دی.
د افغانستان د ولسمشرۍ انتخاباتو ته یوه اوونۍ پاتې ده، ټاکل شوې چې دغه انتخابات د تلې یا میزان د میاشتې په شپږمه نېټه ترسره شی.

اشتراک گذاري با دوستان :

Comments are closed.