د ټاکنو کمېسیون موقت کارکوونکی: د پـارلمـانی ټاکنـو معـاشونه لا نه دی راکـړل شـوی

- ۱۴ میزان ۱۳۹۸

mandegarد انتخاباتو کمېسیون یو شمېر موقت کاروکونکی ادعا کوی چې د دوی معاشونه نه دې ورکړل شوی.
د ولسی جرګې له انتخاباتو یو کال او د ولسمشرۍ له انتخاباتو یوه اوونۍ تېرېږی، خو د انتخاباتو خپلواک کمېسیون لا تر اوسه د خپلو موقتو کارکوونکو معاشونه نه دی ورکړی.
ملیحه هغه مېرمن ده چې د ولسی جرګې په انتخاباتو کې د کمېسیون موقته کارکوونکې وه، دې تر اوسه خپل معاش نه دی ترلاسه کړی.
دې ازادی راډیو سره په خبرو کې وویل، د ولسمشرۍ په انتخاباتو کې هم ترې غوښتنه وشوه چې د کمېسیون موقته کارکوونکی واوسی، خو دې ونه منله.
دا وایی: د سهار له پنځو بجو به کار ته تلم او د شپې تر اته نیمو بجو پورې به هلته وم، ډېر خطرونه مې پر ځان ومنل، له هر خوا وګواښل شوم، خو زه خپل کار ته ولاړم، له پارلمانی انتخاباتو څخه یو کال تېرېږی، کمېسیون زموږ معاشونه نه دی راکړی.
د ملیحې په وینا، کمېسیون د موقتو کارکوونکو لپاره له ۲۵۰۰ څخه تر ۳۰۰۰ افغانیو پورې معاش ټاکلی و چې باید ورکړل شوی وای.
خو په کمېسیون کې یو شمېر داسې کارکوونکی شته چې د ولسی جرګې د انتخاباتو معاشونه یې لا نه دی ترلاسه کړی او د ولسمشرۍ په انتخاباتو کې یې هم کار کړی او په تمه دی چې معاشونه به یې ورکړل شی.
ښوونکې زهرا چې د کاپیسا ولایت په یوه لیسه کې دنده لری، وایی چې په دواړو انتخاباتو کې د کمېسیون موقته کارکوونکې وه، خو تر اوسه یې حقوق نه دی ورکړل شوی.
دې زیاته کړه: سره له دې چې په کاپیسا ولایت کې امنیتی او عنعنوی ستونزې موجودې وې، خو بیا هم زه ولاړم او کار مې وکړ او په دواړو انتخاباتو کې زه د کمېسیون موقته کارکوونکی وم، خو کمېسیون لاهم زموږ معاشونه نه دی راکړی.
د انتخاباتو خپلواک کمېسیون د معلوماتو له مخې، د ولسمشرۍ په انتخاباتو کې د کمېسیون له خوا یو سلو ۹۰ زره او د ولسی جرګې په انتخاباتو کې یو سلو ۵۰ زره موقت کارکوونکی ګمارل شوی وو.
یوې سرچینې چې نه یې غوښتل نوم یې واخیستل شی، ازادی راډیو ته وویل چې د ولسمشرۍ د انتخاباتو په ورځ هر کارکوونکی لپاره له ۲۵۰۰ افغانیو نیولې تر ۱۲۰۰۰ افغانیو پورې معاش ټاکل شوی و.
اوس دې ټول پوښتنو او اندېښنو ته د انتخاباتو کمېسیون کمیشنره رحیمه ظریفی داسې ځواب وایی: د ولسی جرګې د انتخاباتو معاشونه مخکې له دې چې موږ د ولسمشرۍ ټاکنو ته لاړ شو، زموږ مالی او ادارې کارکوونکو ډاډ راکړی چې ۳۴ ولایتونو ته لېږل شوی او د دې لپاره موږ جدی تدابیر هم نیولی، تر څو پیسې اصلی کس ته ورسېږی.
خو د انتخاباتو د څار یو شمېر بنسټونه په دې برخه کې د انتخاباتو کمېسیون پړ ګنی.
د افغانستان د ازادو او عادلانه انتخاباتو بنسټ فیفا وایی، د موقتو کارکوونکو د معاشونه نه ورکول د کمېسیون په مدیریتی ضعف دلالت کوی.

اشتراک گذاري با دوستان :

Comments are closed.