نورستانۍ: کاندیدان دې د ټاکنو د پایلو اعلانولو په تړاو پر موږ فشار نه راولی

- ۱۶ میزان ۱۳۹۸

mandegarد افغانستان د ټاکنو خپلواک کمیسیون چارواکی وایی، د ولسمشریزو انتخاباتو د ځینو نوماندانو تر فشار لاندې دی ترڅو د انتخاباتو پایلې ژر اعلان کړی.
ددغه کمیسیون چارواکو په کابل کې له ځینو بهرنیو دیپلوماتانو غوښتی چې د ټاکنو له نوماندانو وغواړی چې پر دوی دې فشار نه راوړی.
په افغانستان کې د ناټو ملکی استازی نیکولاس کې او په کابل کې د بریتانیا سفیرې الیسون بلِک د یکشنبه په ورځ (اکټوبر ۶مه) د افغانستان د انتخاباتو خپلواک کمیسیون ته ورغلل او له چارواکو سره یې د ټاکنیز بهیر په اړه خبرې وکړې.
د انتخاباتو د خپلواک کمیسیون مشرې حوا علم نورستانۍ د دوشنبه په ماښام (میزان ۱۵مه) له آزادی راډیو سره په خبرو کې وویل، له دغو دوو بهرنیو چارواکو یې غوښتی څو پر کمیسیون د نوماندانو د فشار مخه ونیسی.
خو میرمن نورستانی په ځانګړې ډول د کوم کاندید نوم یاد نه کړ.
میرمن نورستانۍ وویل: «موږ ترې وغوښتل چې له ځینو کاندیدانو سره که ګوری نو ورته ووایې چې پر موږ دې عجله نه کوی. ځکه ځینی کاندیدان موږ ته وایې چې بیړه وکړو او وایې که تاسو ځنډ وکړۍ نو بیا به پایلې موږ ته د درغلیو ډکې معلومی شی. نو ما له دوی (بهرنیو دیپلوماتانو) وغوښتل چې دا خبره دې له کاندیدانو سره شریکه کړی. موږ ځانته مهالوېش، پلان او پروګرام لرو. که دوی ډیر وایې نو طبعا ناراحته کیږو.»
نیکولاس کې د افغانستان د انتخاباتو له کمیسیون څخه تر لیدنې وروسته پر خپل ټویټر ولیکل چې دا کمیسیون په جدیت کار کوی ترڅو ډاډ ترلاسه شی چې د باوری رایو شمېرل په دقت ترسره شی.
نوموړی زیاته کړه، عجلې ته اړتیا نشته او باید له زغمه کار واخستل شی.
الیسون بلِک هم تر دې لیدنې وروسته ویلی چې د انتخاباتی کمیسیونونو په کارونو کې باید مداخله ونشی.
میرمن نورستانۍ وویل، دغو چارواکو د انتخاباتو د خپلواک کمیسیون کارونه وستایل او غوښتنه یې دا وه چې دا کمیسیون باید خپله بیطرفې وساتی او کارونه په شفافه توګه ترسره کړی.
بلخوا یو شمېر ټاکنیز ټیمونه د انتخاباتو د کمیسیون له کاره په بشپړ ډول راضی نه دی.
د عبدالله عبدالله په مشرۍ د ثبات او همپالنې د ټاکنیز ټیم غړی فضل احمد معنوی پرون د رایو د شمېرلو بهیر ډیر ورو وباله.
ښاغلی معنوی وویل: «کله د انټرنټ د کمزورتیا پلمه راوړی، کله تخنیکی ستونزی رامخته کوی. هر دلیل چې وی کولی شی شک رامنځته کړی چې ولی دا مساله دومره ورو ده او ځنډول شوې ده.»
خو د انتخاباتو کمیسیون چارواکی وایی چې د څارونکو د نه شتون له کبله د کمیسیون په کارونو کې درې ورځې ځنډ راغلی دی.
پرون د ټاکنو کمیسیون رئیسې وویل چې د تېرو ولسمشریزو ټاکنو د ۸۵۵۶ محلونو پایلې تر ارزونې او تصفیې وروسته چمتو دی چې د معلوماتو جمع بندۍ مرکز سیسټم ته ورزیات شی.
د افغانستان ولسمشریزې ټاکنې د میزان په ۶مه ترسره شوې او په پام کې ده لومړنۍ پایلې یې د روانې میاشتې په ۲۷مه او وروستۍ پایلې د عقرب په ۱۶مه نېټه اعلان شی.
دا په ۲۰۰۱ کال کې د طالبانو رژیم تر ړنګیدو وروسته څلورم ځل دی چې په افغانستان کې د ولسمشرۍ انتخابات کیږی.

اشتراک گذاري با دوستان :

Comments are closed.