مشرانو جرګه: یـو سناتـور ۵ ساعتـه پـولیسو له ځـانه سره سـاتل و

- ۲۱ میزان ۱۳۹۸

mandegarد ملی شورا له یو شمېر غړو سره د کابل پولیسو له سخت چلند وروسته، اوس مشرانو جرګه وایی، پولیسو یو سناتور هم د پنځو ساعتونو لپاره نیولی و.
د کابل په هودخېلو کې د ولسی جرګې د غړو او پولیسو ترمنځ تر لفظی شخړې وروسته، اوس مشرانو جرګه وایی، امنیتی ځواکونه باید نور د ملی شورا غړو ته بې احترامی ونه کړی.
د دې شخړې له کبله ولسی جرګې وړمه شپه فوق العاده غونډه وکړه او د کورنیو چارو سرپرست وزیر مسعود اندرابی یې خپلې غونډې ته ور وغوښت.
د افغانستان د کورنیو چارو سرپرست وزیر مسعود اندرابی
د افغانستان د کورنیو چارو سرپرست وزیر مسعود اندرابی
د مشرانو جرګې غړو د یکشنبې په ورځ وویل، د دې شخړې په اوږدو کې پولیسو د مشرانو جرګې غړی محمد حنیف حنفی هم د پنځو ساعتونو لپاره نیولی و.
د مشرانو جرګې غړی رحمت الله اڅکزی وایی: «د حنفی صاحب ګناه معلومه نه ده، که څه هم د مشرانو جرګې کارت او خپل ساتونکی ورسره و، مګر پولیسو د پنځو ساعتونو لپاره له خپل ځان سره وساته.»
سناتوران وایی، پولیس په داشان موضوعاتو کې د ملی شورا د هېڅ غړی د نیولو حق نه لری.
هڅه مو وکړه چې په دې اړه د کورنیو چارو وزارت نظر واخلو، خو د دې وزارت ویاندویانو زموږ ټیلیفون ته ځواب را نه کړ.
بل لور ته بیا یو شمېر سناتوران وایی، وروستیو کې د کابل پولیس د ملی شورا له غړو سره ښه چلند نه کوی او دوی د پولیسو له خوا د ملی شورا له غړو سره له بې احترامۍ تر پوزې راغلی دی.
د مشرانو جرګې غړی محمد نادر بلوچ وایی: «نن ګارنیزیون لرو او دا یې دنده ده، خو ولې د پولیسو ځانګړی ځواک د ملی شورا د غړو د توهین لپاره د کابل په څلور لارو کې ګمارل شوی، له دوی باید د دښمن د نابودۍ لپاره ګټه واخیستل شی، دا یو ملی خیانت دی، له ولسمشره غواړو چې دې بې احترامۍ ته د پای ټکی کېږدی.»
خو د مشرانو جرګې رئیس فضل الهادی مسلمیار که څه هم د دې موضوع په جدی پلټنې ټینګار کوی، د ملی شورا له غړو غواړی چې د پولیسو د سخت چلند پر وړاندې له صبر او حوصلې کار واخلی.
دی وایی: «له سناتورانو زما غوښتنه دا ده چې که چېرې په پلټنو کې د پولیسو له سخت چلند سره مخ کېږئ، تاسې حوصله وکړئ او له مهربانۍ کار واخلئ، څو موضوع جنجالی نه شی.»
دا په داسې حال کې ده چې پرون بیا د ولسی جرګې یو شمېر غړو په دې تړاو د کورنیو چارو وزارت د امنیتی مرستیال د ګوښه کېدو غوښتنه وکړه.
د ولسی جرګې غړو د شنبې په ورځ وویل، د ولسی جرګو د دوو غړو نرندرا سنګ خالصه او مریم سلیمان‌خېل پر وړاندې د پولیسو ناسم چلند د ملت کور ته سپکاوی دی، خو د کورنیو چارو وزارت د ویاند مرستیالې مروه امینې بیا پرون ازادی راډیو ته وویل، د دې وزارت سرپرست مسعود اندرابی وکیلانو سره ژمنه کړې چې دا موضوع به په جدی ډول وڅېړل شی.

اشتراک گذاري با دوستان :

Comments are closed.