د بغلان چارواکی: د دهنه غوری ولسوالی له طالبانو پاکه شوه

- ۰۳ عقرب ۱۳۹۸

mandegarد بغلان سیمه ییز چارواکی وایی چې د دهنه غوری ولسوالۍ درې کاله وروسته بیا د ځواکونو لاسته ورغلې ده.
دغه چارواکی وایی چې د ډنډ غوری ولسوالۍ یوه لویه او مهمه برخه چې په بغلان کې د وسله والو طالبانو اصلی مرکز و، هم د افغان ځواکونو لاسته ورغلې ده.
د بغلان امنیه قوماندان ویس احمد صمیمی چې پرون مازیګر یې د بغلان د دهنه غوری بازار ته د ننوتو په حال کې یې له خبریالانو سره خبرې کولې، وویل: «دهنه غوری ولسوالۍ په بشپړ ډول پاکه شوې او د ډنډ غوری یوه مهمه سیمه چې له دهنه غوری سره څېرمه پرته ده، هم د افغان ځواکونو لاسته لوېدلې ده.»
اخوا په بغلان کې د پامیر قل اردو د درېیمې لوا قوماندان عباس توکلی وایی: «د دهنه غوری او ډنډ غوری په عملیاتو کې د بغلان لپاره د طالبانو د نومول شوی مرستیال والی بختیار په ګډون ۵۸ وسله وال طالبان وژل شوی او له ۶۰ ډېر وژل شوی دی.»
طالبانو د بغلان په دغو دوو ولسوالیو کې د خپلو ملګرو د تلفاتو په اړه څه نه دی ویلی، خو ادعا کوی چې د پلخمری په عیسی خېلو کې یې په یوه چاودنه کې افغان او امریکایی سرتېرو ته مرګ ژوبله اړولې ده.
د بغلان د دهنه غوری او ډنډ غوری ولسوالیو اوسېدونکو ازادی راډیو ته ویلی چې په دې دواړو ولسوالیو کې د طالبانو په حاکمیت کې خلکو ډېر کړاو لیدلی او د سراسری سولې غوښتنه کوی.

اشتراک گذاري با دوستان :

Comments are closed.