احمد مسعود: طالبان به هیچ تعهد خود به غیرقرارداد خود با آمریکا عمل نکردهاند.
- ۰۷ عقرب ۱۳۹۸
د افغانستان ولسمشرۍ ماڼۍ د پاکستان پر حکومت غږ کړی چې د افغانستان پر خاورې له راکټی بریدونو لاس واخلی.
د افغانستان حکومتی چارواکی وایی، پاکستانی پوځیان یو ځل بیا د کونړ د ناړۍ په سرحدی ولسوالۍ کې د پوستې د جوړېدو له کبله د افغانستان له امنیتی ځواکونو سره په جګړه شول.
د چارواکو په وینا، پر دې ولسوالۍ له پولې پورې غاړې راکټی بریدونه شوی چې عامو خلکو تهیې هم مرګ ژوبله اړولې ده.
د افغانستان ولسمشرۍ ماڼۍ وایی، افغان ځواکونه د هر «یرغلګر اقدام» د ځواب ویلو جوګه دی.
د ولسمشر مرستیال ویاند دوا خان مینهپال له ازادی راډیو سره په خبرو کې له پاکستان څخه وغوښتل چې د افغانستان پر خاورې راکټی بریدونه ژر تر ژره ودروی.
ښاغلی مینهپال زیاتوی: «د افغانستان حکومت د پاکستان له حکومته جدی غواړی چې هر څومره ژر وی د ډیورند کرښې په اوږدو کې دې راکټی بریدونه ودروی. له ډیپلوماتیکو لارو به هم بې له شکه دا مسئله تعقیبېږی او زموږ امنیتی او دفاعی ځواکونه دا توان لری چې د خپلو خلکو او خاورې دفاع وکړی او هر تجاوز ته پر ځای ځواب ووایی.»
په همدې حال کې د کونړ والی د پاکستان پوځ ته خبرداری ورکړ چې که د افغانستان پر خاوری یې د مرمیو ویشتل دوام وکړی، له ناوړه عواقبو سره به مخامخ شی.
عبدالستار میرزکوال ازادی راډیو ته وویل، «زموږ تصمیم او اراده همدا ده چې ورته عمل به ترسره کوو. د یوې مرمۍ ویشتلو په مقابل کې به ځواب وینی. زموږ اوس همدا پالېسی ده او په همدې لار مخته ځو. غوښتنه مو همدا ده چې دوی له دې کاره لاس واخلی، که نه ناوړه عواقب به ولری. موږ به انشاءالله له دې وروسته هدفی او پر ځای انداختونه ولرو، که دوی دې عمل ته ادامه ورکړی».
د افغانستان سرحدی ځواکونو په تېرو دوو ورځو کې له پاکستانی سرتېرو سره سختې نښتې درلودې او له هغو سیمو څخهیې په شا کړل چې د افغان چارواکو په خبره هلتهیې د پوستو جوړولو هڅه کوله.
د پاکستانی ځواکونو دا هڅه د یکشنبې په مازیګر د ناړۍ ولسوالۍ په مربوطاتو کې پیل شوه، خو په بریکوټ او شاوخوا سیمو کې د افغانستان پولهساتو سرتېرو او همداراز د سیمې اوسېدونکو د هغوی په وړاندې مقاومت وکړ.
د دواړو لورو ترمنځ جګړو د دوشنبې تر مازیګره دوام وکړ او پاکستانی پوځیانو هم پر ناړۍ ولسوالۍ راکټی بریدونه وکړل چې د ځایی چارواکو په خبره دا توغندی پر کورونو، ښوونځیو او روغتون لګېدلی دی.
د کونړ والی وایی په دې بریدونو کې د ښځو او ماشومانو په ګډون درې عام وګړی وژل شوی او پنځه نور ټپیان دی.
د کونړ سیمهییزو چارواکو په خبره د ناړۍ، دانګام او شلتن ولسوالیو په ګډون د دې ولایت ډېری سرحدی سیمې له تېرو شااوخوا اتو کلونو راهیسې د پاکستان له لوری د راکټی بریدونو شاهدې وې چې ډېری اوسېدونکو تهیې ځانی او مالی تاوانونه رسېدلی دی.
وروستی ځل د وږې/سنبلې په میاشت کې د دانګام پر ولسوالۍ د پاکستان له لوری راکټی بریدونه وشول چې درې ماشومان پهکې ووژل شول او ۶ نور ټپیان شول.
هغه مهال د کونړ چارواکو وویل چې د یوې میاشتې په موده کې تر ۷۰۰ ډېر توغندی پر دانګام ولسوالۍ ویشتل شوی دی. له دې سره د افغانستان حکومت ملګرو ملتونو ته خپل شکایت لیک ولېږه.
Comments are closed.